د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ په اړه د امریکایي چارواکو بله اندیښنه


د پاکستان د پوځ په اړه د امریکایي چارواکو بله اندیښنه
د پاکستان د پوځ په اړه د امریکایي چارواکو بله اندیښنه

د امریکا مشهوره ورځپاڼه واشنګټن پوسټ رپوټ ورکوي چي مخکي له دې چي د پاکستان پوځ د عملیاتو د پاره ټاکل شویو سیمو ته ورشي، د امریکا د استخباراتو چارواکو پاکستان ته دوه ځلي په دغو سیمو کي د هغو ځایونو په باب معلومات ورکړي وو چی هلته د یاغیانو د بمونو جوړولو فابریکې وې.

خو رپوټ وایي وړاندې تر دې چې د پاکستان پوځ سیمې ته د عملیاتو لپاره ورشي، سیمې د وسلو او یاغیانو نه تشې شویدي.

دغي ورځپاڼي پرون د جمعې په ورځ په خپل رپوټ کي ویلي دي چي امریکایي مامورین وایي چي دوی په دې نه پوهیږی چي ددغو عملیاتو په باب څنګه جوړ جاړی شی وه.

واشنګټن پوسټ وایي چي امریکا د بمونو د جوړولو ددغو ځایونو په اړه پاکستان ته ویډیویي معلومات د مې د میاشتي په نیمایي کي ددې دپاره برابر کړي وو چي ددواړو ملکونو ترمنځ باور او اعتمار را پیدا شي.

ورځپاڼه لیکي چي امریکایي چارواکي دا اندیښنه لري چي دا معلومات پخپله په پاکستان کي دننه خپاره شوي وو یا دا چي د پاکستان د استخباراتو ادارې

مستقیما یاغیانو ته د هغو په باب خبر ورکړی و.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي دا هم ویلي دي چي د پاکستان د اردو یوه لوړرتبه مامور پرون وویل چي امریکا پاکستان ته د وسلو د زیرمو په باب هم معلومات ورکړي وو، مګر وروسته دا زیرمي تشي وې.

پاکستان تل له دې نه انکار کړی چي امنیتي ادارې یې یاغیانو ته اطلاعات برابروي.

XS
SM
MD
LG