د لاس رسي وړ اتصالات

د حقاني شبکه د ISI ریښتینې وسله ده، مولن


د حقاني شبکه د ISI ریښتینې وسله ده، مولن

د حقاني شبکه د ISI ریښتینې وسله ده، مولن

پاکستاني چارواکو د امریکا هغو تورونو ته په قهر ځواب ویلي دي چې وایي د پاکستان د استخباراتو ادارې یا آی ایس آی د حقاني د شبکې سره په هغو حملو کې مرسته کړیده چې په افغانستان کې د امریکا په سفارت او په یوې پوځې اډې باندې شویدي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې میرمن حنا رباني کهر پرون د جمعې په ورځ د امریکا د نیویارک په ښار کې خبرداری ورکړ چې که چیرته امریکایي مشران په پاکستان باندې تور لګولو ته دوام ورکړي نو دتروریزم پر ضد جګړې کې به یو ملګری له لاسه ورکړي.

" تاسو به یو ملګری له لاسه ورکړۍ او تاسو د پاکستان او د پاکستان د ولس پردي کول نشۍ برداشت کولی. او که چیرته تاسو دا کار وکړۍ نو زیان به یې تاسو ته رسیږي. "

امریکا پخوا هم څو ځله په پاکستان باندې دا تور لګولی چې د هغو جګړه مارو ډلو پر ضد جدي اقدامات نکوي چې په پاکستان کې مرکزونه لري خو د پنجشنبې په ورځ د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړي صاحب منصب د لوی درستیزانو د کمیټې مشر امیر البحر مایک مولن د امریکا د مشرانو جرګې په یوې استماعیه غونډې کې وویل، د حقاني شبکې چې د القاعده د شبکې پورې تړلې ده د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې په مرستې یې په کابل کې د امریکا په سفارت او همدرانګه د همدې میاشتې په لسمې نیټې د نړیوالو قواوو په یوې پوځي اډې باندې د بریدونو بندوبست کړیدی.

دا لومړی ځل ؤ چې د امریکا یوه جګپوړي چارواکي په عامه توګه وایي چې د پاکستان د استخباراتو اداره یا ISI د امریکا په هدفونو باندې په حملو کې لاس درلود.

" د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتو د ادارې (ISI) د یوې ریښتینې وسلې په توګه ده."

دا لومړی ځل ندی چې افغان او امریکایي چارواکي په پاکستان باندې تور لګوي چې د حقاني د شبکې په شان د تندلارو ډلو سره مرسته کوي تر څو په افغانستان کې خپل اسر او رسوخ وساتي. خو د ښاغلي مولن د پنجشنبې د ورځې تبصره بیخي سخت انتقاد دی او پدې اندازه سخت انتقاد تر دې دمه کوم چارواکي په پاکستان باندې ندی کړی.

" پاکستان د تشدد په صادرولو سره خپل کورني امنیت ته او په سیمې کې خپل موقف ته زیان رسولی. په سیمې کې یې خپل اعتبار هم خراب کړیدی او همدارنګه یې خپل اقتصادي پرمختګ په خطر کې اچولی دی. که چیرته پاکستان یوه پریکړه وکړي او د خپلې دغې پالیسۍ نه لاس واخلي نو دغه هیواد به د یوې ښې راتلونکې په لور روان شي. "

په پاکستان کې دننه هم کارپوهان پدغه هیواد باندې انتقاد کوي چې د تندلارو ډلو سره مرستې کوي ځکه چې جګړه مارو ډلو په هغه هیواد کې هم چاودنو او بریدونو ته زور ورکړیدی او آن دا چې د پاکستان د پوځ سره یې جګړې کړیدي.

د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال او د دفاعي چارو کارپوه طلعت مسعود وایي دا مهم نده چې په افغانستان کې به څه وشي خو د پاکستان دا شان تګلاره پخپله د پاکستان لپاره تاوان رسوي.

" که د هر دلیل په خاطر پاکستان د دغو ډلو سره مرستې کولو ته ادامه ورکوي نو په عمومي تګلارې کې دا د پاکستان لپاره داسې مثال ورکوي لکه خپل کبر چې پخپله کیندي. که چیرته پاکستان د خپلو ختیځو او یا لویديځو سرحدونو په خاطر د جګړه مارو ډلو سره مرستې کوي، نو زه فکر کوم تجربو دا ښودلې ده چې دا کار به د پاکستان په تاوان وي. که پاکستان د دې ډلو سره پدې خاطر مرستې کوي چې که چیرته امریکا د افغانستان نه واوځي نو دغه ډلې به په هغه هیواد کې د هغوي یوه سرمایه وي نو پوښتنه دا ده چې آیا پاکستان دغه ډول سرمایه غواړي او که نه. دا څه ډول سرمایه ده چې د پاکستان سره به د نظریې پر اساس خلافه وي. "

پاکستاني چارواکو ویلي دي هغوي د حقاني د شبکې پر ضد پدې خاطر د عملیاتو کولو کې زړه نازړه دي ځکه چې دغه شبکه د شمالي وزریستان په غرنۍ سیمې کې ده او دا سیمه ډیرې لیرې پرته ده او بله دا چې د پاکستان پوځ په نورو قبایلي سیمو کې په عملیاتو اخته دی.

XS
SM
MD
LG