د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي د امریکا سره د اکمالاتي لارو پر سرخبرې پای ته ندې رسیدلي


سره لدې چې داسې ښکاري چې امریکا د پاکستان سره د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتو د لارو د بیرته پرانیستلو په سر د خبرو نه وتلې ده خو پاکستان وایي چې د امریکا سره یې پدې اړه لا خبرې ادامه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې میرمن حنا رباني کهر پرون د سه شنبې په ورځ وویل چې د اسلام آبا نه د امریکایي مذاکره کوونکو د وتلو نه وړاندې یې په زیاتو تخنیکو مسایلو خبرې کړیدي او پدې برخې کې یې ډیر کار هم پای ته رسولی.

میرمن حنا رباني کهر وایي چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتي لارو د بیرته پرانیستلو په اړه د دواړو هیوادونو خبرې لا هم روانې دي او پدې ټینګار وکړ چې په ګډه د اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره کار کوي.

" مونږ مخ په وړاندې روان یو او په خبرو اخته یو. مونږ مشورې کوو او د هغوي سره مو مذاکرات روان دي. هیله مو دا ده چې د حل یوه داسې لاره به پیدا کړو چې د دواوړو هیوادونو او ولسونو لپاره د منلو وړ وي. "

د پاکستان دغې وزیرې یو ځل بیا د خپل هیواد غوښتنه تکرار کړه چې امریکا باید د تیر کال د نومبر د میاشتې د هوایي برید په خاطر بښنه وغواړي چې 24 پاکستاني عسکر پکې وژل شوي ؤ. او بله دا چې په پاکستان کې دننه دې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم پای ته ورسیږي.

خو امریکا د بې پیلوټه الوتکو پر سر د پاکستان د اعتراضونو پرواه نده کړې او د دغه هیواد په شمال لویدیځه برخه کې په دوامدراه توګه د جګړه مارانو د پټیدو په خوندي مرکزونو باندې بریدونه کوي.

د امریکا د دفاع وزیر تیره اونۍ په پاکستان باندې په سختو ټکو انتقاد وکړ چې د جګړه مارانو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه نه اخلي.

په عین حال کې د پاکستان پوځي مشرانو د امریکا د دفاع د وزارت د یوه جګپوړه چارواکي سره چې پاکستان ته تللی ؤ، د ملاقات نه ډډه وکړه او د امریکا د دفاع وزرات د دوشنبې په ورځ خپل مذاکره کوونکي بیرته هیواد ته وروغوښتل چې پاکستان ته د اکمالاتي لارو د بیرته پرانیستلو پر سر د خبرو لپاره ورغلي ؤ خو پنټاګان دا هم ویلي دي چې خبرو ته به ادامه ورکوي.

بل پلو د واشنګټن لپاره د پاکستان یوه پخوانۍ سفیره میرمن ملیحه لودي وایي چې د پاکستان نه د امریکایي مذاکره کوونکو وتل د دواړو هیوادونو تر منځ په خبرو کې کوم خنډ نه جوړیږي.

" امریکا خپل وړاندیزونه کړيدي او د پاکستان د حکومت غوښتنه هم چې امریکا باید چې بښنه وغواړي تر اوسه پخپل حال پاتې ده نو زما په فکر د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتو د لارې د بیرته پرانیستلو لپاره د امریکا لخوا د بښنې غوښتل ډیره مهمه مسله ده. "

ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپآره د پاکستان او یا هم د مرکزي آسیا د هیوادنو له لارې اکمالات کولی شي خو د مرکزي آسیا له لارو د اکمالاتو وړل او راوړل ډیر ګران تمامیږي.

په عین حال کې د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې د امریکایي چارواکو د خبرو نه وتل یا خو دا مانا لري چې امریکا غواړي په پاکستان باندې فشار نور هم زیات کړي چې لارې پرانیزي او یا دا چې امریکایان نور د خبرو نه ستومانه شویدي خو دا کارپوهان پدې بارو دي چې د امریکا او پاکستان اړیکې د دواړو هیوادونو په ګټه دي او امکان لري چې سمې به شي.

XS
SM
MD
LG