د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سره مو د صبر کاسه مخ په ډکیدو ده، پنیتا


دامرېکا ددفاع وزېر پاکستان دېته وهڅاوه چې دهغو ېاغېانو خلاف ګامونه اوچت کړي چې په افغانستان کې دامرېکا دقواو خلاف جګړه کې لتاړدي.

هغه زېاته کړله چې امرېکا دخپل صبر وروستي برید ته مخ په رسیدلو ده.

رپوټ وايي دامرېکا ددفاع وزیر لېون پانیته داخبرې د پنجشنبی په ورځ په کابل کې دافغانستان ددفاع له وزیر رحېم وردګ سره له کتلونه وروسته وکړلې. پانیته وویل په پاکستان کې " دترهګرانو د سېب ځاېونه " ددوی لپاره د زېاتې اندېښنی وړدي.

"دا زښته ډېره مهمه ده چې پاکستان په دې برخه کې اقدامات وکړي چې ددغه راز خوندي ځاېونو دشتون مخه ونیسي، او ترهګرانو ته اجازه ورنکړي چې ددوې له هېواد نه د سیب او دمه ځای کار واخلي او له هغه ځای نه زموږ پرقواو بریدونه وکړي. "

په افغانستان کې پرنړېوالو قواود د خونړېو بریدونو پړه زېاتره د حقانی پرډله ور اچول کېږی. داسی ګومان کېږی چې داډله په شمالی وزېرستان کې دېره ده او د بی پېلوټه الوتکېو زېاتره بریدونه په همدغه سېمه کې کېږی. امرېکا پاکستان دېته هڅولی دی چې په دغه سېمه کې نظامی عملېات وکړی خو پاکستان په دې پلمه له دې غوښتنی سره مقاومت کړېدی چې په نورو سېموکې نظامی عملېات روان دی.

لیون پانیته ددې لپاره افغانستان ته سفر وکړ چې هلته له نظآمی چارواکیو سره، د جنرال جان الن په په شمول چې دامرېکااو ناټودقواو قوماندان دی، د جګړی د څرنګوالی په باب بحث وکړی.پنیته نن د پنجشنبی په ورځ ووېل د وروستیو بریدونو سره سره هم په افغانستان کې په ټولیز ډول د مګر ژوبلی کچه ټېټه ده.

دامرېکا ددفاع وزېر لېون پانېته سفر افغانستان ته په داسی وخت کېږی چې دافغانستان اولسمشر حآمد کرزی دناټو هغه هوایی برید محکوم کړ چې وايی اتلس ملکېان ېې د چارشنبی په ورځ دافغانستان د لوګر په ولاېت کې ووژل شول. په دې کې ښځې اوماشومان هم شامل وو.

ښاغلی کرزی ووېل چې هوايی برېدونه ېاد خلکو ملکیت ته خساره وراړوی او ېاېې وژنی . داېوکار هم دمنلو وړندی. دافغانستان جمهوررئېس کرزي نن د پنجشنبی په ورځ په دې اړه ووېل چې دی چېن ته خپل سفر لنډوي.

ښاغلی کرزي څو څو ځلې پرنړېوالو قواو له دې امله اعتراض کړی دی چې دملکېانو د تلفاتو سبب کېږی. تېره اونۍ هغه داېتلاف دهغه هوايی برېد په برخه کې دتحقېقاتو امر وکړ چې ېوه اته کسېزه کورنی پکې د پکتیا په ولاېت کې وژل شوی وه.

ناټو وايي دهغو ادعاګانو په برخه کې ېې تحقېقات پېل کړی دی چې وايی ملکېانوته تلفات ور ا ووښتی دي. دوی وايی دغه راز ادعاګانی ډېری جدي بولی.

XS
SM
MD
LG