د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: مونږ خپره شوې ویډیو غندو خو تشدد د توجیه وړ نه دی


په داسي حال کې د نړۍ په ځینو برخو کې لا هم د اسلام د پیغمبر پرضد د خپرې شوې ویډیو په تړاو لاریونونه په بشپړه توګه ختم شوي نه دي د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هلیري کلینټن په واشنګټن کې د پاکستان د باندنیو چارو له وزیرې حنا رباني کر سره وکتل.

ددواړه وزیرانو لیده کاته په داسي حال کې کېږي چې پرون د جمعې په ورځ د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې د مظاهره کونکو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې د ۱۷ نه زیات خلګ ووژل شول.


د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن پرون د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د پاکستان د باندنیو چارو له وزیرې سره یوځای په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په لیبیا کې د څلورو امریکایانو وژل کېدل چې یو په کښي د امریکا سفیر وو، ترهګریز عمل وو. ،،په بنغازي کې چې څه وشول هغه یو تروریستي عمل وو مونږ به تر هغه پوري آرام کښېننو ترڅو پوري چې مو هغه ترهګر عدالت ته نه وي را کش کړي چې څلور آمریکایان یې وژلي دي.،،

وروستي معلومات ښيي چې پرون د اسلام ضد فیلم په خاطر په پاکستان کې ۱۷ کسه د مظاهرو په لړ کې ووژل شول. ،،مونږ یو ځل بیا د پاکستان په څو ښارونو کې ترهګریزې حملې مشاهده کړې چې له بده مرغه ددغو مظاهرو له جمعې نه ځیني یې په تشدد بدلې شوې او په لړ کې یې خلګ ووژل شول. زه غواړم چې د پاکستان د حکومت څخه مننه وکړم چې زمونږ د سفارت او قونسګریوو په ساتنه کې یې زمونږ سره مرسته وکړه. خو یوه مسله باید واضیح کړم. هغه دا چي لکه څنګه چې ما مخکي وویل تاوتریخوالی به په هیڅ ډول و نه ځغمل شي نه ددغه تاوتریخوالي له لاري هغه عمل توجیع کیدای شي چې رامنځ ته شوی دی.،،

میرمن کلینټن وویل چې په هیڅ ډول د اسلام د پیغمبر پر ضد د فیلم پلوي نه کوو بلکې مونږ دغه فیلم په کلکه غندوو او یو توهین یې ګڼو خو دغه فیلم تشدد او تاوریخوالی نه توجیع کوي.

په عین حال کې د پاکستان د باندنیو چارو وزیرې د کلینټن څخه په مننې چې یادشوی فیلم یې وغندی په خپل واري سره دغه فیلم راپارونکی وباله.

هغې داسي وویل: ،،اجازه راکړی چې ستاسو نه یې په مننې پیل کړم چې تاسو او ولسمشر اوباما ددغه فیلم خپریدل په کله وغندل همدغه راز د امریکا د کانګرس د نړیوالو اړیکو د جرګه ګۍ مشر سناتور کیري هم دغه فیلم په ټینګه وغندی چې دا اسلامي نړۍ ته یو قوي پیغام ورلېږي او دا ورته وايي چې د امریکا حکومت نه یواځي دغه فیلم غندي بلکې ددغه فیلم د خپریدو نه یې مطلقا په هیڅ ډول ملاتړ نه دی کړی.،،

د یادونې وړ ده چې تراوسه پوري ددغه فیلم په تړاو په نړۍ کې۴۵ کسه وژل شوي دي.

د امریکا د میشیګن په ایالت کې د اسلامي مرکز مشر امام حسن قضویني د جمعې د لمانځه وروسته وویل چې دغو کسانو چې دغه فیلم یې جوړ کړی دی په امریکا کې یې د موجودې آزادۍ څخه سوْ استفاده کړې ده هغه آزادي چې خلګو ته د خپل نظر د بیانولو حق ورکوي خو هغه وايي چې دغه ویډیو په تشدد نه بلکې په سوله ایزه توګه باید وغندل شي. ،،هیڅ څوک نشي کولای چې د بل چا د عغدې په مقابل کې د تاوتریخوالي څخه کار واخلي. تاسی کولای شی چې ددغې عغدې ځواب په تعلیم ورکړی په پوهې یې ورکړیْ او د اسلام د پیغمبر په هکله د معلوماتو له لاري یې ورکړی. په کار ده چې د هغه د عالي شخصیت په هکله ښکلي فیلمونه جوړ شي چې د هغه مقدس ژوند په کښي انځور شي. امریکایانو او د نړۍ نورو خلګو ته باید د حضرت محمد (ص) په هکله چې څومره فوق العاده شخصیت یې درلودی باید معلومات برابر کړیْ. تاوتریخوالی هیڅ ځای ننیسي. کار یو چا کړی وي او تشدد د بل چا سره وشي. دا د اسلام د اساساتو پر خلاف اقدام دی. د سفیرانو قدر د اسلام په پيل کې لا موجود وو.،،


د ویلو وړ ده چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون د امریکا د باندنیو چارو وزیرې او د کانګرس غړو دغه فیلم چې په کښي د اسلام پیغمبر ته سپکاوی شوی دی غندلی دی او ویلي یې دي چې د امریکا حکومت ددغه فیلم د تولید سره هیڅ تړاو نلري او نه یې ملاتړ ځیني کړی دی.
XS
SM
MD
LG