د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ ورځپاڼۍ د امریکا سري افشا شوي اسناد خپاره کړي

  • -------

پاکستانۍ ورځپاڼۍ د امریکا سري افشا شوي اسناد خپاره کړي

پاکستانۍ ورځپاڼۍ د امریکا سري افشا شوي اسناد خپاره کړي

د پاکستان یوې ورځپاڼي د امریکایي پټو او سري مخابرو نور مواد هم خپاره کړي او دا یې افشا کړي دي چي د امریکا خاصي عملیاتي قواوي په ٢٠٠٩ کال کي د استخباراتي اطلاعاتو په راغونډولو کي د پاکستاني عسکرو سره ملګري وې.

د پاکستان د ( ډان ) انګریزي ژبي ورځپاڼي د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چي په پاکستان کي د امریکا د هغه وخت سفیري ( این پیټرسن ) واشنګټن ته لیکلي و چي اسلام آباد دا منلې ده چي د یاغیانو په خلاف عملیاتو کي د امریکا د اردو له خوا د استخباراتو، څارني او ترصد په چارو کي ملاتړ ترلاسه کړي.

د هغو مخابرو له مخي چي د ویکي لیکس د ویب پاڼي نه ترلاسه شوي دي، د امریکا خاصي قواوي د پاکستان د اردو سره د هغه هیواد په خاوره او ډګرونو کي یوځاي وې او دواړو ملکونو د استخباراتو مرکزونه پرانیستي وو.

د پاکستان اردو په دې وروستي رپوټ باندي سمدستي کومه تبصره نه ده کړې.

یوه ورځ مخکي له دې هم د ( ډان ) ورځپاڼي رپوټ ورکړی او ویلي یې و چي د امریکا د نوو دیپلوماتیکي مخابرو نه دا څرګنده سوې چي د پاکستان د اردو لوړ رتبه مشر د واشنګټن نه غوښتي و چي د پاکستان په قبایلي سیمو کي د یاغیانو د مورچلونو دپاسه دي د امریکا د بې پیلوټه الوتکو پروازونه دوام ولري. دا نه ده معلومه چي ددې پروازونوهدف څارنه او ترصد و که د توغوندیو حملې.

د پاکستان اردو پرون د جمعې په ورځ یوه بیانیه خپره کړې او په هغې کي یې ویلي دي چی هیڅکله یې د وسله والو بې پیلوټه الوتکو نه دا نه دي غوښتي چي د هغوي سره به په عملیاتو کي مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG