د لاس رسي وړ اتصالات

د شري ناروغۍ په نورستان کې ۱۵ ماشومان مړه کړي


چارواکي وايي د نا امنیو له کبله نشي کولی سیمې ته د ډاکټران واستوي
چارواکي وايي د نا امنیو له کبله نشي کولی سیمې ته د ډاکټران واستوي

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د شري یا سرخکان ناروغي خپره شوې او چارواکي وايي چې تر دې دمه یې ۱۵ ماشومان مړه کړي دي.

چارواکي وايي وسله والې ډلې یې کارکونکي نه پرېږدي چې ناروغانو ته د شري ضد واکسین ورسوي.

په همدې حال کې د کامدېش ځینې اوسېدونکي وايي له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې دوی له دغه رنځ څخه کړیږي د مخنیوي لپاره یې اقدامات نه دي شوي چې په خبره اوس ورو ورو نورو سیمو ته په خپرېدو ده.

د کامدېش ولسوالۍ امان الله امان اوسېدونکی وايي"کوټیا چې زمونږ خپل کلی دی ۱۵ ماشومان پکې مړه دي په نورو کلیو کې هم ماشومان مړه شوي".

د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حاجي صمد خان وايي "ډېر زیات ماشومان مړه شوي دي او هیڅ غم یې نه خوړل کېږي".

کامدېش د نورستان په ختیځ کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه له چترال سره په ګاونډ کې دی او له تېرو اتو کلونو راهیسې یوه نا امنه ولسوالي بلل کیږي چې د ولسوالۍ ودانۍ هم له اصلي ځایه یوه بل کلي ته لېږدول شوې ده.

دغلته ځايي خلک وايي د دولت مخالف وسله وال نه پرېږدي چې کوچنیانو ته د پولیو، شري او نورو ناروغیو واکسین ورسېږي.

د نورستان د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد اسماعېل ستانکزی وايي روغتیايي کارکونکي یې سیمې ته نه شي ورتلای. هغه وايي "مونږ ته چې کوم راپور راغلی دی ۱۵ ماشومان مړه شوي دي مونږ ته هم ډېر مالومات نه کېږي".

نوموړي وویل په تېرو دوو میاشتو کې تر ۶۰ ډېر په شري اخته ناروغان د کامدېش روغتیايي مرکز ته ور وړل شوي او ثبت شوي دي خو دا ناروغي تر ډېره په هغو کلیو کې ده چرته چې وسله والې ډلې حاکمې دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دوی په کامدېش کې د واکسین مخالفت نه کوي بلکې په خبره یې خلک په خپلو کې مشکل لري چې د واکسین مخالفت کوي.

د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي وايي هڅه کوي چې دا ستونزه حل کړي" مونږ د دې مسلې په لټه کې یو چې یوه د حل لاره ورته راوباسو، ډېرو ساحو کې لاسرسی شوی دی ډېرې کمې ساحې پاتې دي ډېر ژر به ستونزه حل شي او واکسین به ورسېږي".

شری یا سرخکان هغه ناروغي ده چې ډېر کله پرې کوچنیان اخته کېږي او د سینه بغل سره سره تبه هم لري چې د نه درملنې په وجهه ډېر ماشومان د مرګ خولې ته غوځولی شي.

XS
SM
MD
LG