د لاس رسي وړ اتصالات

پنیټا: د افغانستان حکومت باید پخپله د امنیت ساتنې جوګه شي


پنیټا: د افغانستان حکومت باید پخپله د امنیت ساتنې جوګه شي

پنیټا: د افغانستان حکومت باید پخپله د امنیت ساتنې جوګه شي

د امریکا د دفاع د وزارت نامزد وزیر لیان پنېټا د امریکا د مشرانو جرګې یوې استعماعېه غونډې ته دخپلې وېنا په وخت نن دپنجشنبې په ورځ ووېل، لومړئ وظېفه به ېې دا وي چې امرېکا د افغانستان او عراق د جنګونو په شمول په ټولو شخړو او جنګونو کې برېالئ شي.

پنېټا چې فعلا د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې CIA رییس دی، د خپلې نامزدئ په ارتباط یې دمشرانو جرګې د غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکول.

ښاغلي پنېټا وویل چې امریکا باید په افغانستان کې د طالبانو د کمزوري کولو په خاطر خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي، امنېتي ځواکونه باید وروزي او د افغانستان د حکومت سره باید د مرسته وکړي چې د هېواد د امنېت د ساتلو مسولت په خپله غاړه واخلي.

پنېټا دعراق په اړه ووېل امرېکا باېد خپل ډاډ حاصل کړي چې ددغه هېواد امنېتي ځواکونه ددې توان ولري چې خپل امنېت ټېنګ کړي او سېمه کې په ېوه باثباته دېموکراسئ باندی بدل شي. پانېته ووې لچې عراق د هغه په قول د نړۍ په یوه ډېرمهمه سیمه کې موقعیت لري.

خو د امریکا دفاع نامزد وزیر اعتراف وکړ چې فعلا په نړۍ کې ډیر تاریخي او مهم بدلونونه روان دي او امریکا د هغه په وینا د څو ډیرو سختو ګواښونو او یو شمېر ډیرو خطرناکو دښمنانو د ګواښ سره مخامخ شوې ده.

توقع ده چې مشرانو جرګه به د نوموړي نامزدي په اسانئ سره منظور کړي، ځکه چې په حکومت کې ډیره سابقه لري.

XS
SM
MD
LG