د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سوریې د مخالفنیو سره د نورو مرستو ژمنه وکړه


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال انتوني بلنکن
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال انتوني بلنکن

د امریکا متحده ایالاتو د سوریې د حکومت د مخالفینو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو نورو مرستو ژمنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال انتوني بلنکن پرون د بحرین په مرکز مانما کې د سوریې د مخالفینو سره د لا ډیرو مرستو اعلان وکړ.

په بحرین کې د امنیت په اړه کنفرانس جوړ شوی و چې د غربي او عربي هیوادونو چارواکو پکښې ګډون کړی وو. په کنفرانس کې د سوریې په موضوع باندې خبرې شوې دي.

د دغو ۱۰۰ میلیونو ډالرو سره به د سوریې د مخالفینو سره د امریکا مرستې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته ورسیږي.

د دغو نقدو پيسو د مرستې ژمنه یوه ورځ وروسته له دې نه کیږي چې امریکا اعلان کړی چې د داعش په خلاف به خپله مبارزه چټکه کړي.

سوریې ته د عسکرو استول

امریکا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د سوریې شمال ته به ۵۰ ځانګري عسکر هم ولیږي چې د منځلارو مخالفینو سره مرسته وکړي او مشورې ورکړي.

به عین وخت کې، د سعودي عربستان یو لوړرتبه دیپلومات ویلي دي چې په سوریې کې د جګړې د ختمولو لپاره د حللارې په پيدا کولو کې دوې ستونزې موجودي دي.

هغه وویل چې یوه ستونزه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد لخوا د واک د پریښودو وخت دی او بله دا ده چې د سوریې څخه بهرني وسله وال ووځي.

بل پلو ته د رایټرز خبرې آژانس خبر ورکوي چې د سوریې د وسله والو مخالفینو هغه ایتلاف چې امریکا یې ملاتړ کوي د لومړي ځل لپاره د سوریې د الحسکه په ولایت کې د داعش خلاف عملیات پیل کړی دی.

دغه لومړي اعلان شوي عملیات دي چې د سوریې د دیموکراتو قوتونو لخوا تر سره کیږي.

په دغه ایتلاف کې چې په روانه اونۍ کې جوړ شو، کردي ملیشې او د سوریې د عربو وسله والې ډلې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG