د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او رامني د پاتو ۴ ورځو نه ګټه اخلي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د هغه سیال میت رامني د سې شنبې د ورځې د عمومي انتخاباتو مخکي په هغو ایالتونو کې کمپاین کوي چې په انتخاباتو کې مهم او حیاتي دي.

د ویسکانسن، نیوادا، کولراډو او اوهایو په ایالتونو کې د انتخاباتي مبارزو وروسته ولسمشر اوباما په پام کې لري چې د جمعې ورځ په اوهایو کې تیره کړي ځکه دغه ایالت د هر کاندید د بریا لپاره ډیر حیاتي دی. ولسمشر اوباما په پام کې لري چې اوهایو ته خپل د څلور ورځني کمپاین په ترڅ کې هره ورځ ورسي.

په عین حال کې ښاغلی رامني هم غواړي چې اوهایو او ویس کانسن کې وخت تیر کړي او کمپاین وکړي. ټاکل شوې چې هغه به د اوهایو د ویست چیستر په سیمه کې د خپل مرستیال کاندید پال راین سره وګوري او په ګډه به کمپاین وکړي. رامني وايي چې په دې کمپاین کې به یې د ۱۰۰ شاوخوا سناتوران، والیان، ښاروالان او نور حکومتي چارواکي برخه واخلي. خپل د کمپاین په وروستیو ورځو کې ښاغلی رامني په پام کې لري چې نیو همپشر، آیوا او کولوراډو ته سفرونه وکړي.

دواړه کاندیدان هڅه کوي چې په عین ایالتونو کې د یوه بل سره مبارزه وکړي ځکه همدغه ایالتونه دي چې ورته په اصطلاح د مبارزه ډګر ویل کېږي او د کاندیدانو په بریا کې مهم رول لوبولای شي.


که څه هم د سېنډي د توپان وروسته ولسمشر اوباما د نیو جیرسي د ایالت د والي جمهوري غوښتونکي کریس کرستي او د نیویارک د مستقل ښاروال مایکل بلومبرګ غیر معمول ستاینه ترلاسه کړه خو د عامو خلګو د ملاتړ له اړخه دواړه کاندیدان ډیر سره نږدې دي.
XS
SM
MD
LG