د لاس رسي وړ اتصالات

براک اوباما د جمهوري ریاست انتخابات وګټل


برحال ولسمشر براک اوباما د اوهایو او اوریګن په ایالتونو کې تر بریا وروسته د امریکا د جمهوري ریاست د 2012 کال د نومبر د میاشتې د 6 مې نیټې عمومي انتخابات وګټل. پدې سره ښاغلی اوباما د راتلونکو څلورو کالونو پورې د امریکا د جمهوري رییس په مقام پاته شو.

د امریکا د متحده ایالاتو د انتخاباتو د قانون له مخې د جمهوري ریاست د مقام د ګټلو لپاره پکار ده چې هر یو کاندید په الیکټرول کالج کې لږ تر لږه 270 رایې وګټي. لیکټرول کالج د امریکا د مشرانو جرګې او ولسي جرګي د عړو نه جوړه دی چې 538 غړي لري.

کاندیدانو پرون د سه په ورځ خپل کوښښ وکړچې د رایه ورکونکو رایه لاس ته راوړی . د عامه افکارو سروی ښيي چې په انتخاباتو کی دواړه خواوی اوږه په اوږه دی.

رایه ورکونکی په درست هیواد د انتخاباتی مخی ته کتار کتار ولاړووچې خپلی رایه ورکړی خو خال خال ستونزی هم پکی پیدا شوی وی. دواړو کاندیدانو حقوق پوهان انتخاباتی حوزو ته استوی چې انتخابات وڅاری چې کومه بی نظمی پکی را نشی. د عدلی وزارت د ٢٣ ایالتونو په انتخاباتی حوزو کې تقریبآ (٨٠٠ ) څارونکی اچولی دی چې احتمالی ټګی برګی ته ځواب ووايي.
د یونیم کال د انتخاباتی مبارزی، د درو مناظرو، د زرګونو مبارزو نه وروسته چې د تلویزن له لاری خپری شوی، د انتخاباتو نه دمخه سروی ګانی ښََيي چې دواړه کاندیدان اوږه په اوږه دی.

مګر سروی ګانی دا هم ښيي چې اوباما په ځینو ایالتونو کې لږغوندی دمخه دی چې احتمال لری د انتخاباتو په نتیجو باندی تآثیر وکړی.
XS
SM
MD
LG