د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ دوه ایالتونه او کلنټن یو ایالت وگټي


د میشیګن په ایالت کې ډ یموکراټ گوند کاندیدانو هیلري کلنټن او برني سینډرز ترمنځ سخته سیالي روانه ده.

د امریکا رسنیو راپور ورکړی، چې د جمهوري غوښتونکي گوند ډونلډ ټرمپ د میسیسیپي او د مشیګین ایالتونه او د ډیموکراټ گوند هیلري کلنټن د میسیسیپي ایالت مقدماتې انتخابات وگټل.

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندیدانو پروند په څلورو ایالتونو کې په مقدماتي انتخاباتو کې برخه واخیسته.

د نظر د معلومولو په یوي نوي سروې کې معلومه شویده چې کیداسي د مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ ملاتړ په کمیدو وي.

ډیموکراټ گوند کاندیده هلیری کلنټن په ډیټرایټ، میشیګن کې د خلکو د سوالونو ځوابو ورکوي.
ډیموکراټ گوند کاندیده هلیری کلنټن په ډیټرایټ، میشیګن کې د خلکو د سوالونو ځوابو ورکوي.

پروني انتخابات په میشیګن، میسیسیپي، آیډهو او هوایي کې وشول. کاندیدان کوښښ کوي چې د مشیګین د ایالت انتخابات وګټي ځکه چې دغه ایالت 59 استازي لري.
د جمهوري غوښتونکو د ګوند بل کاندید سناتور ټیډ کروز هم کوښښ کوي چې د په دهغو انتخاباتو کې زیات استازي وګټي. د کروز او ټرمپ تر منځ د دوه اتیا استازو فرق دی.

د دیموکرات ګوند کاندیدان بیا یوازې په دوه ایالتونو کې مقدماتي انتنخابات لري. د بهر نیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن او سناتور برني سنډرز د مشیګن او میسیسیپي په ایالتونو کې سیالي کوي.

د جمهوري غوښتونکی ګوند مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ
د جمهوري غوښتونکی ګوند مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ

په سروې ګانو کې معلومه شوې چې هیلري کلنټن د برني سنډرز نه وړاندې ده.

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند او د دیموکرات ګوند د استازو شمیر د مارچ میاشتی د ٨ نیټی پوری په دی ډول دی.

جمهوري غوښتونکو ګوند

ډ انلډ ټرمپ: ٣٨۴

ټیډ کروز: ٣٠٠

مارکو روبېو : ١٥١

جان کاسیک : ٣٧

ډیموکراټ گوند

هلیری کلنټن :١١٣٠

برني سنډرز: ۴٩٩

د گوند لخوا د نوماند کاندید دپاره څومره استازی پکار وي
ډیموکراټ گوند:٢٣٨٣

جمهوري غوښتونکی ګوند:١٢٣٧

XS
SM
MD
LG