د لاس رسي وړ اتصالات

هنتسمن د رامني په پلوي د امریکا د ولسمشرۍ د کاندیدۍ نه تیر شو


هنتسمن د رامني په پلوي د امریکا د ولسمشرۍ د کاندیدۍ نه تیر شو
هنتسمن د رامني په پلوي د امریکا د ولسمشرۍ د کاندیدۍ نه تیر شو

وروسته له هغه نه چې پرون د یکشنبې په ورځ ناوخته د دې خبر خپور شو چې په چین کې د امریکا پخوانی سفیر جان هنتسمن په پام کې لري چې د ولسمشرۍ د کمپاین څخه ووځي، د مسیچیوسیت ایالت پخوانی والي میت رامني یواځي یوه مرحله شاته دی چې د جمهوري ګوند له خواه د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره کاندیدي وګټي

د جنوبي کرولینا ایالت ورځپاڼې څو ساعته وروسته له هغه نه د ښاغلي هنتسمن د ګوښه کیدو اعلان وکړه چې د هغه د کمپاین مسولینو رسنیو ته وویل چې د کمپاین نه د ښاغلي هنتسمن د ګوښه کیدو خبر به نن د دوشنبې په ورځ په رسمي بڼه خپور شي.

د ښاغلي هنتسمن ویاند وویل چې هغه نه غواړي چې د میت رامني پر وړاندې ودریږي ځکه هغه هم د عیسویت په مذهب کې مارمن دی.

میت رامني چې یو میانه روه محافظه کاره دی ویل کېږي چې د نومبر په میاشت کې به د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په مقابل کې د ولسمشر د ټولټاکنو دپاره ودریږي.

هنتسمن د لومړۍ رای ګیرۍ پر وخت خپله ټوله پاملرنه د آیوا پرځای نیو همبشیر ته واړوله خو په هغه کې هم د میت رامني او د تکساس د ایالت استاځي ران پان نه وروسته په دریم مقام کې راغی.

اوس د میت رامني، پخواني سناتور ریک سنتورم، د ولسی جرګې د پخواني ریْس نیوت ګینګریچ او د تکساس د پخواني والي ریک پیري ترمنځ پنځه ورځنی سیالي روانه ده.

د جنورۍ پر ۲۱ مه نېټه میت رامني جنوبي کرولینا ایالت ته ځي چې هلته په لومړنیو انتخاباتو کې برخه واخلي. په دې ایالت کې به د هغه نه ددې ایالت والي چې په خپله یو محافظه کاره دی، د هغه نه ملاتړ وکړي.

ټول کاندیدان نن د دوشنبې په ماښام تلویزوني بحث لري.

XS
SM
MD
LG