د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: رامني د امریکایانو وظیفې بهر ته وړي دي


په داسي حال کې چې د ولسمشر اوباما او د جمهوري غوښتونکي کاندید میت رامني ترمنځ انتخاباتي مبارزې کرار کرار زور اخیستې، ولسمشر اوباما پر ښاغلي رامني باندي تور ولګوی چې کله د یوې کمپنۍ مشر وو، نو پرځای چې امریکايانو ته وظیفې ورکړي، بهرنیوو ملکونو ته یې وظیفې انتقال کړي دي او هلته یې خلګ ګمارلي دي.

دواړه، د ولسمشر اوباما د بیا انتخابېدو د کمپاین ډله او د میت رامني د کمپاین ډله زیار باسي چې داسي مسایل په ګوته کړي چې دوي ته پر یوه بل باندي د نیوکې موقعې برابره کړي. دا په داسي حال کې ده چې دواړه کاندیدان هڅه کوي چې خپلې لاسته راوړنې بیان کړي او امریکایانو ته ځان د غوره کاندید په توګه ور وپېژني چې د هېواد مشري یې د نومبر په انتخاباتو کې په غاړه واخلي.

د ویرجینیا ایالت د هغو ایالتونو په جمع کې دی چې د ولسمشر اوباما د بیا انتخابېدو دپاره د هغه برخلیک ته خورا ډیر اهمیت لري.

ولسمشر اوباما او د کمپاین ډلې یې په دې ورستیو کې پر جمهوري غوښتونکي میت رامني باندي یو لړ نیوکې کړي دي او وايي چې هغه د خپلې پخوانۍ دندې په هکله چې د بېن کپیتل اجرایوي ریْس وو ضدو نقیض معلومات وړاندي کړي دي. رامني پر دې ټینګار کوي چې هغه دغه کمپنۍ په کال ۱۹۹۹ کې پرېښې ده خو اوباما بیا وايي چې په موجودو اسنادو کې داسي ثبت دي چې هغه تر ۲۰۰۲ کاله پوري ددغې کمپنۍ اجرایوي ریْس وو.

ښاغلي اوباما داسي وویل:،،زه فکر کوم چې اکثره امریکایان په دې خبره پوهېږي چې کله تاسو د یوې کمپنۍ مشر او اجرایوي ریْس اوسیْ نو د هغې کمپنۍ عامو تام مسولیت ستاسو په غاړه وي.،،

ولسمشر اوباما د بین کپیتل کمپنۍ په دې تورنوي چې د امریکا د خلګو وظیفې یې ددغه هیواد دباندي انتقال کړي دي خو د ادعاګانو له مخې دغه کار وروسته له هغه نه شوی دی چې رامني ددې کمپنۍ څخه وتلی وو.

میت رامني دغه تورونه ردوي او وايي چې ولسمشراوباما باید په دې برخه کې بخښه وغواړي. ښاغلي رامني داسي وویل ،،دا زورونکې مسله ده چې د ولسمشر د شان او شوکت خلاف د هغه د کمپاین د غړو له خوا دغه راز ادعاګانې کېږي. ولسمشر اوباما ته په کار ده چې دغه راز خلګ کنټرول کړي. دا د شیکاګو سیاست دی چې تر ټولو بد سیاست دی او ولسمشر په خپلې لومړۍ دوره انتخاباتو کې ژمنه کړې وه چې ددغه سیاست برعکس به ډیر مثبت کارونه وکړي. په کار ده چې ولسمشر هغه کسان پسي واخلي او کنټرول یې کړي چې د کنټرول نه وتلي دي.،،

د یادونې وړ ده چې رامني وايي چې هغه د بېن کپیتل کمپنۍ په کال ۱۹۹۹ کې پرېښوده او د هغه نه وروسته یې په کمپنۍ کې واک نه درلودی.

په عین حال کې کله چې د رامني څخه د هغه د مرستیال په هکله پوښتنه وشوه چې څوک به وي. نوموړي داسي وویل:،، زه تر اوسه پوري تاسو ته د خپل مرستیال د ټاکلو د لړۍ په هکله څه نلرم.،،

خو آوازې دي چې پخوانۍ د باندنیو چارو وزیر کاندولیزا رایس به د هغه مرستیاله وي. رایس بیا وايي چې هغه دا وظیفه نه غواړي.

تراوسه پوري د لست په سر کې چې د میت رامني د مرستیال په توګه یې آوازې راپورته شوي دي د مینیسوتا پخوانی والي تیم پالوینتي او د اوهایو سناتور راب پورتمن دي.

XS
SM
MD
LG