د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما او رامني د لنډې وقفې وروسته بیا مبارزه پیل کړه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما او جمهوري غوښتونکي سیال یې میت رامني نن د جمعې په ورځ بیرته د انتخابات د مبارزې ډګر ته راستانه شول. یو ورځ مخکي دوي د نیویارک په ښار کې په یوه سترې میلمستیا کې چې خیریه هدف یې درلودی، پر یوه بل باندي په یوه غیر رسمي ماحول کې ټوکې کولې.

ښاغلی رامني او مرستیال کاندید یې پال راین دواړه هڅه کوي چې په فلوریډا ایالت کې رای ورکونکي خپل کړي ځکه دغه ایالت د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مهم ایالت دی.

ولسمشر اوباما به نن په ویرجینیا کې یو غونډې ته وینا وکړي او وروسته به میریلنډ ته، کمپ ډېویډ ته ولاړ شي.

دواړه کاندیدان هڅه کوي چې ځانونه د دوشنبې د ورځې د بحث لپاره آماده کړي. دا دریمه او وروستۍ مباحثه ده چې د ولسمشر اوباما او میت رامني سره په فلوریډا کې ترسره کېږي اود مباحثې موضوع به بهرنی سیاست وي.

د پنجشنبې په ورځ دواړو د انتخاباتي مبارزې څخه وقفه واخیسته او په نیویارک ښار کې یې په ماښامنۍ کې یې ګډون وکړ چې د ماښام د مجلس پر مهال یې پر یوه بل باندي ټوکي کولې.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG