د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما او رامني په آیووا کې بیا مبارزه پیل کړ


د امریکا ولسمشر براک اوباما په داسي حال کي چي دی او میټ رامني د ٢٠١٢ کال د انتخاباتي مبارزې وروستي پړاو ته رسیدلي دي، د ( آیووا ) په ایالت کې خپله انتخاباتي مبارزه بیا پیل کړې ده.

ښاغلي اوباما پرون د چهارشنبې په ورځ د ( آیووا ) په ( ډیون پورټ ) کې یوې غونډي ته وویل چې رامني اوس داسې لوبه پیل کړې ده چي د دې هیواد خلک دا فکر ونه کړي چي ده د لویو او مهمو مسالو په اړه خپل دریځ بدل کړی وي.

ولسمشر وویل چې دی به د هغو پالیسیو په اجراکولو باندی سخت ودریږي چې دغه هیواد د ده په قول « د اقتصادي بحران او گډوډیو نه ژغوري.»

ښاغلی اوباما به د ( کلکوراډو، نیوادا، فلوریډا، ویرجینیا، اوهایو او ایلونای ) ایالتونو ته هم سفرونه وکړي. هغه ویلي دي چي دی به هلته په وختي رایگیري کي گډون وکړي.

له بلي خوا ښاغلی ( رامني ) به مخکي له دې چي د پنجشنبې په ورځ د
( اوهایو ) په مهم ایالت کي انتخاباتي مبارزه شروع کړي، په ( نووادا او
آیووا ) کي په غونډو کي وینا گانې وکړي.
XS
SM
MD
LG