د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او رامني د انتخاباتو نه مخکي سخت کمپاین کوي


پخواني ولسمشر بل کلنتن د شنبې په شپه د ولسمشر براک اوباما سره د جمهورري ریاست دپاره د عمومي رای اچوونې نه مخکي چې سبا نه بل سبا ته کیږي، انتخاباتی مبارزه کوله.

ښاغلي کلنتن چې، انتخاباتي مبارزې ډیر ستړی او ستومانه کړی و او اواز یې بیخی ناست و وویل زما غږ د ولسمشر په خدمت کی دی.
د 24 زرو نه زیات خلک د ویرجنیا په بریستو کې غونډ شوی وو چې د اوسني ولسمشر براک اوباما او د پخواني ولسمشر بل کلنتن وینا واوري.

ښاغلی اوباما او رقیب یی مېت رامني چې انتخاباتي مبارزې مخ په ختمیدو دي، سخت په خپلو مبارزو اخته دي.

د سروی گانو نه ښکاري چې دغه دواړه کاندیدان د کلورادو، فلوریدا، اوهایو او ویرجینیا په ایالتونو کې اوږه په اوږه روان دي.

دواړه د اوهایو او ویرجینا په ایالتونو کې د یوبل سره ډیر لږ تفاوت لري. په داسی حال کې چې رامني په کلورادو کې مخکي دی او براک اوباما په ویرجینیا کې په فلوریدا کی بیا دواړه مساوي دي.

دغه څلور ایالتونه ، د جمهورریس کیدو دپاره چه د 270 گوندی استازو د رایو ترلاسه کول ضروری دی، د رایو په نتیجو ډیر اثر لری.

ښاغلی رامنی سهار په نیو همپشایر کی په انتخابات مبارزه کی په جمهورریس براک اوباما اعتراض وکړ اوخپلو ملاتړ کوونکو ته یی وویل، جمهورریس و نه شو کی چه خپلی وعدی په ځای کړی.
XS
SM
MD
LG