د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما او رامني ترمنځ مبارزه نن پای ته رسېږي


د امریکا د ولسمشرۍ دپاره سخته او اوږده انتخاباتي مبارزه د دواړو کاندیدانو منځ چې په څو ایالتونو کې په مبارزه اخته دي، نن ددوشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

څه چې عامه سروې ګانې ښیي دغه دواړه کاندیدان تقریبا اوږه په اوږه روان دي.
د ملک د پنځوسو ایالتونو د جملې نه دواړه کاندیدان په اوهایو، فلوریدا ، ویسکانسن ، ویرجینا ، کولورادو او ایوا کې ډیر سره نژدې دي. د نیوهمپشایر وړوکی ایالت د هغو ایالتونوسره گډیږی چیري چې یو کاندید هم د سه شنبې د ورځې د عمومي رای اچوونې نه مخکي په واضح او څرگند ډول مخکي نه ښکاری.
نن ولسمشر براک اوباما د ویکسانسن ، ایوا، او اوهایو ایالتونو ته ځي او بیا خپل پلرنی ځای، د شیکاگو د ایالت مرکز ایلونای ته ځي او د انتخاباتو په شپه به هلته وي.

جمهوري غوښتونکی کاندید میت رامني نن سهار لومړی فلوریدا ته ځي او وروسته بیرته ویرجنیا ،اوهایو، اونیوهمپشایر ته ځي. هغه به د انتخاباتو په شپه په خپل پلرني ځای د ماساچوست د ایالت مرکز باستن کی تیره کړي.
دواړو کاندیدانو پرون په مهمو ایالتونو کې انتخاباتي مبارزه وکړه او ډیر خلک یی د ویناگانو اوریدو ته غونډ شوي وو.

د جمهوری ریاست دپاره د مبارزی تر څنگ د سه شنبې د ورځې په عمومي رای اچوونې کی د ولسي جرگې د 435 څوکیو او د سنا د څوکیو100 له جملی نه 33 څوکیو ته انتخابات کیږي.

تحلیلگران وایي جمهوری غوښتونکي به په ولسي جرگه کې اکثریت څوکۍ وگټي ، په داسی حال کې چې د ولسمشر دموکراتیک گوند به د سنا په جرگه کې په لږ تفاوت سره اکثریت وساتلی شي.
XS
SM
MD
LG