د لاس رسي وړ اتصالات

کروز او سندرز د ویسکانسن مقدماتي انتخابات وگټل


د ویسکانسن ایالت گوندي انتخابات د جمهوري غوښتونکو او دموکرات گوند د دوهمې درجې کاندیدانو وگټل.

دموکرات برني سندرز وکړای شول چې ۵۳.۳ فیصده رای ترلاسه کړي او د خپلې گوندي سیالې هېلري کلنتن څخه چې ۴۶.۲ فیصده رای ترلاسه کړي په دې ایالت کې مخکې شي.

جمهوري غوښونکي کاندید تد کروز بیا ددې گوند له مخکښ کاندید دونالد ترمپ نه په ویسکنسن ایالت کې په مقدماتي انتخاباتو کې مخکې شو او ۵۲.۷ فیصده رای یې خپلې کړې.

جمهوري غوښتونکی تد کروز له بریالیتوب وروسته په ویسکانسن کې د خپلو پلویانو او د ټولو هغو خلکو څخه چې ورته یې رایه ورکړې وه مننه وکړه.

د امریکا ډیموکرات ګوند، څنګه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته خپل وروستی کاندید انتخابوي؟

دیموکرات​ان:

د ګوند له خوا د کاندېدیدو لپاره ډیموکرات کاندید د ۲۳۸۳ ایالتي ګوندي استازو پلوۍ ته اړتیا لري، د جمهوري ریاست په عمومي انتخاباتو کې د خپل ګوند کاندید شي.

د مۍ تر یوولسمې د هېلري کلنټن د استازو شمېر: ۲٢٣۹

د مۍ تر یوولسمې د برني سندرز د استازو شمیر: ١۴٦۹

د هغو ایالتونو د استازو شمیر چې تر اوسه په کې ډیموکرات ګوند مقدماتي انتخابات نه دي کړي: ۱۱۶۲

جمهوري غوښتونکي:

د ګوند له خوا د کاندیدیدو لپاره د جمهوري کوند کاندید د ١٢٣٧ ایالتي ګوندي استازو پلوۍ ته اړتیا لريؤ چې د ولسمشریزور په عمومي انتخاباتو کې د ګوند کاندید شي.

د مۍ تر یوولسمې د ډنلډ ترمپ د استازو شمیر: ١١۳۵

د مۍ تر یوولسمې د ټېډ کروز د استازو شمیر ۵۶۵ و، خو په انډیانا کې له لویې ماتې وروسته، له انتخاباتي مبارو څخه یې لاس واخیست.

د مۍ تر یوولسمېد جان کیسک د استازو شمیر: ۱۵۳

د هغو ایالتونو د استازو شمېر چې تر اوسه په کې جمهوري غوښتونکو ګوند مقدماتي انتخابات نه دي کړي: ۵۱۹

د جون په اوومه نېته به په کلفورنیا، مونتانا، نیوجرسي، نیومکسیکو، شمالي دکوتا او جنوبي دکوتا ایالتونه به د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو ترمنځ یوه بله لویه انتخاباتي مبارزه کیږي.

ښاغلي کروز یو ځل بیا په دې ټینگار وکړ چې پرته له کوم شکه به هېلري کلنتن ته ماتې ورکړي او سپینې ماڼۍ ته لاره ومومي. هغه وویل چې د اوباما کیر په نامه د جمهور رئیس له لورې د روغتیایي مراقبت قانون به تعدیل کړي او د ایران سره د لویدیځ هیوادونو شوې اتومي موافقه به لغوه کړي.

هغه په ترهگرۍ ضد مبارزې ټینگار وکړ او ویې ویل چې "سخت دریځه او افراطي اسلام ته به ماتې ورکړي او د اسلامي دولت ډله یا داعش به محوه کړي."

د کروز دغې بریالیتوب د دونالد ترمپ منتقدینو ته دا هیله ورکړه چې د امریکایي میلیاردر ترمپ د راتلونکو بریاو مخه به ونیول شي.

دموکرات برني سندرز په ویسکانسن ایالت کې په بریالیتوب سره په اوه ایالتونو کې شپږم بریالیتوب ترلاسه کړ. ښاغلي سندرز وویل "که په گتیزبورگ کې د ابراهام لینکن خبرې خلاصه کړم: د خلکو دغه انتخاباتي مبارزې د خلکو له لورې د خلکو لپاره دي."

د سندرز د انتخاباتي ټیم دغه بریا د هغه سیاسي قوت پراخوي خو دغه نتیجې نه شي کولای د هېلري کلنتن مخکښي تر تاثیر لاندې راوړي هېلري کلنتن تر دې دمه دموکرات گوند مخکښه کاندیده ده.

سیاسي څیړونکي په دې باور دي چې سندرز به د وایومنگ ایالت په مقدماتي انتخاباتو کې چې د شنبې په ورځ کیږي هم یو برلاسی کاندید وي.

داسې ښکاري چې میرمن کلنتن مخکې له مخکې په وایومنگ کې د سندرز بریالیتوب منلی دی او په همدې دلیل د سیاسي څیړونکو په اند "خپله زیاته پاملرنه یې نیویارک ته اړولې ده چیرته چې د ۲۹۱ انتخاباتي استازو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره به مبارزه وکړي."

ډموکراټ گوند برني سینډرز او د جمهوري غوښتونکي گوند ټیډ کروز که څه هم په دغه ایالت کې د سه شنبې د ورځي مقدماتي انتخابات وگټل، خو بیا هم د خپلو گوندنو لخوا جمهوری ریاست مقام ته د وروستي کاندید په توگه د انتخابیدو په لور سخته مبارزه په مخ کې ده.

اوس چي د راوپرونه له قراره د دواړو گوندونو مخکښو کاندیدانو هیلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ په دغه ایالت کې انتخابات ونه گټل نو دي کار په دواړو گوندونو کې غیریقیني حالت رامنځته کړي دی.

XS
SM
MD
LG