د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: روغتیايي بیمه امتیاز نه، بلکه حق دی


د امریکا ولسمشر براک اوباما ویلي دي چې امریکا د روغتیایي خدماتو د پروګرام د تطبیقولو « په لاره روانه ده»، چې دې پروګرام ته د « اوباما د روغتیایي خدماتو» پروګرام هم وایي او هغه په ملیونونو امریکایانو ته د ټیټ قیمت روغتیایي بیمې برابروي.

ولسمشر وویل چي هغه امریکایان چې صحي بیمې نه لري د اکتوبر د لومړۍ نېټې نه وروسته به وشي کړای چې د ده ددې پروګرام نه استفاده وکړي او د بیمو شرکتونه به د هغوي نه له دې کبله چې پخوانۍ ناروغتیاوي لري زیاتي پیسې نه اخلي.

ښاغلي اوباما وویل چې د روغتیا بیمې د ملیونونو امریکایانو په اقتصادي امنیت او آرامتیا باندي ناوړه تاثیرات لري. هغه وویل چي د روغتیا د بیمې درلودل کومه ښېګړه او امتیاز نه دی، بلکې هغه د هرچا حق دی او دی غواړي هغه همداسي وساتي.

ښاغلي اوباما د امریکا په کانګرس کې په یوې ډلې جمهوري غوښتونکو باندې له دې کبله انتقادونه وکړل چې هغوي « د خلکو د ردولو لپاره په سخت کار اخته دي» او دا ګواښونه کوي چي که هغوي په دې مسلې باندې د خپلي خوښي فیصلې ته ونه رسیږي، نو حکومتي مؤسسې به وتړي.

د جمهوري غوښتونکو له خوا ( شیلي مور کاپیتو) په جواب کې وویل چي د روغتیایي خدماتو قانون « همدا اوس لا قیمتونه لوړ کړي، د کارونو په پیدا کولو باندي یې منفي تاثیر کړی او لکه څنگه چي امریکایان غواړي د ډاکټرانو د لیدلو سره یې ستونزي را پیدا کړي دي.
XS
SM
MD
LG