د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ‌ په دوو او سنډرس په یو ایالت کې انتخابات وګټل


په امریکا کې د سې شنبې په ورځ‌ د لویدیځي ویرجینیا او نبراسکا په ایالتونو کې مقدماتي‌انتخابات وشول.‌

د ډیموکراټ گوند په مقدماتي‌ انتخاباتو کې برني‌ سنډرز په لویدیځي‌ ویرجینیا کې خپلې سیالې هېلري کلنټن ته ماته ورکړه.‌

د سږکال په پیل کې،‌ کلنټن هغه وخت د لویدیځي‌ ویرجینیا رایې ورکونکي‌ په دې خبره په غصه کړي وو چې که جمهور رئیسه شي‌ نو «د سکرو د کانونو د ډیر شمیر کارکوونکو او د سکرو د کمپنیو کار و بار به ختم کړي.»

تیره اونۍ هغې په خپلو خبرو کې ددی ایالت د رایو ورکونو څخه بخښنه وغوښتله او وویل چي خبرو یې په سمه توګه د هغې احساسات نه وو څرگند کړي.

په دغه ایالت کې د سکرو کانونه شته، مگر اوس د امریکا په صنعت کي د طبعي گازو استعمال زیات شوي دی او حکومت د سکرو په سوځولو نوي محدویتونه لگولي دی.

د انتخاباتو نه مخکې نظر پوښتني یا سروی ګانيو دا ښودله چې هیلري کلنټن به تر برني سنډرز مخکې وي، خو کله چې د انتخاباتو نتایج اعلان شول نو سنډرز د لویدیځي ویرجینیا د ایالت گوندي انتخابات وگټل.

د جمهوري‌ غوښتونکو د ګوند په مقدماتي‌ انتخاباتو کې بیا ډونالډ ټرمپ‌،‌ چې اوس د خپل ګوند یوازنی کاندید دی، د لویدیخي‌ ویرجینیا او نبراسکا په ایالتو کې انتخابات وګتل.‌

دغه راز، د سه شنبي په ورځ د لویدځي ورجینیا په ایالت کې رايه ورکوونکو د دې ایالت د والي د ټاکولو او د ستري محکمې د څوکۍ دپاره هم رایي ورکړې.

هغې زیاته کړه چې د هغو کسانو سره به چي د سکرو د تقاضا د کمۍ له وجې اغیزمن شوي هر هغه مرسته وکړي‌ چې په وس یې وي.

که څه هم برني سنډرز د هیلري کلنټن څخه نن په لویدیځي‌ ویرجینیا کې انتخابات وګټل، خو هیلري‌ کلنټن تر برني‌ سنډرز ډیر استازي لري.‌

د جمهوري‌ غوښتونکو په مقدماتي‌ انتخاباتو کې بیا یوازي‌ ډونالډ‌ ټرمپ‌ پاته دی.‌ د هغه سیالانو د مبارزو نه لاس اخیستی دی او لکه څنګه چې پيشبنیي یې کیدله ډونلډ ټرمپ په دواړو ایالتونو، لویدځي ویرجینیا او نبراسکا کې انتخابات وګتل.‌

د تیري اوني د ډیموکراټ گوند په گوندي انتخاباتو کې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن د پنځو ایالتونو نه څلور وګټل او د نني انتخاباتو ورسته ېې د استازو شمیر ۲٢٣٨ شو.

هغه باید ټول ټال ۲۳۲۷ استازي وګټي، چې د ګوند وروستۍ کاندیده وټاکل شي.

د میرمن کلنټن سیال سناتور برني سنډرس بیا د تیرې اونۍ په انتخاباتو کې یوازې د روډ آیلنډ ایالت وګاټه او د استازو شمیر یې ١۴٥۴ و او د نني انتخاباتو د گټلو وروسته د استازو شیمر ١۴٦٧ته ورسیدی.

دغه راز، د جمهوري غوښتونکو د ګوندکاندید ډونالډ ټرمپ په پنځو واړو ایالتونو کې د خپلو سیالانو مخکې شو. ټرمپ وکړی شو چې د پنسلوانیا، ډیلاور، روډ آیلنډ، کنیکټیکټ او میریلینډ ایالتونه وګټي.

د ټرمپ‌ د استازو شمیر ١٠٦٨ وو. د سه شنبې د گوندي انتخاباتو وروسته ېې د استازو شمیر ١١٠٧ ته ورسید.

ټرمپ ته پکار د چې ١٢٣٧ استازی وگټي چي د خپل گوند لخوا جمهوری ریاست مقام ته د نومبر په میاشتي کي ونومول شي.

XS
SM
MD
LG