د لاس رسي وړ اتصالات

ترهګري او امنیت او امریکایي رایه ورکوونکي


د ولسمشرۍ د ټولو کاندیادانو لومړي رښتینی ازمیښت به د فیبرورۍ په میاشت کې د آیوا او نیو همپشایر په ایالتونو کې وي.
د ولسمشرۍ د ټولو کاندیادانو لومړي رښتینی ازمیښت به د فیبرورۍ په میاشت کې د آیوا او نیو همپشایر په ایالتونو کې وي.

ډانلډ ټرمپ تراوسه پورې د جمهوري ریاست په سیالۍ کې د جمهوري غوښتونکیو مخکښ کاندید دی. وروستۍ نظر پوښتنې ښيي چې جمهوري غوښتونکي رایې ورکوونکي هغه د ترهګرۍ په اړه د نورو سیالانو په پرتله ښه ارزوي.

جمهوري غوښتونکی کاندید ډانلډ ټرمپ وايي "دا ټاکنې به نور د کاندید د ښه والي پر اساس ونشي، حتی که زه ښه هم نه واي. دا به د کفایت، بیدارۍ او کلک دریځۍ پر اساس ترسره شي، ګني دا هیواد له منځه ځي."

د جمهوري غوښتونکیو په تیرې مناظرې کې، د ټرمپ سیال جب بوش پوښتنه وکړه چې آیا هغه [ټرمپ] مشري کولای شي که نه؟

ښاغلي بوش وایي که دی ولسمشر شي، نو جنجالي یا نقاق اچوونکی به نه وي بلکې اعلی قوماندان به وي او زیاته یې کړه چې ددې هیواد مشري به په داسې ډول وکړي چې لا ښه امنیت او خوندیدتوب رامنځته کړي.

تحلیلګر سټوارټ روتنبرګ وايي چې شنونکیو فکر کاوه چې پر امینت تمرکز به له ځنیو کاندیدانو سره مرسته وکړي چې خپلې شمیرې ښې کړي، خو هغه زیاتوي لومړیۍ نښې نښانې ښيي چې دې کار له ډانلډ ټرمپ سره مرسته کړې ده.

ښايي پر امنیت تمرکز د دموکراتانو کاندیدې هیلري کلنټن سره مرسته کړې وي چې د خپل سیال برنیې سنډرز په وړاندې يې خپل مخکښتوب پراخ کړی دی.

کلنټن غواړي چې د داعش د جنګیالیو پرخلاف مبارزه باید سخته شي، خو هغه ډانالد ټرمپ په شان د ځینو جمهوري غوښتنونکیو د ستراتیژۍ په اړه پوښتنې لري او ادعا کوي چې دوی ته ددې ستونزې حل مشکل دی.

د دموکراتانو په وروستۍ مناظرې کې برنیې سنډرز هغه ګواښ ومانه چې د داعش د ډلې له خوا رامنځته شوی دی، خو د تیرو تجربو د تکرارولو پرخلاف یې خبرداری ورکړ.

هغه وویل چي متحده ایالات باید مشري پر غاړه ولري، خو زیاته یې کړه چې د هغه هیواد د نړۍ پولیس نه دی او په منځني ختیځ کې باید په دوامداره جګړه کې ځان ښکیل نکړي.

شنونکي جان فورټیر وايي د دموکراتانو په لومړيو ټاکنو کې پر ترهګرۍ تمرکز له کلنټن سره مرسته کولای شي، خو هغه ښايي دیته اړتیا ولري چې په عمومي ټاکنو کې له ولسمشر بارک اوباما نه ځان بیل کړي.

د دوه ګوندیز سیاست د مرکز غړی جان فورټیر وايي "د خارجي سیاست په اړه د ولسمشر د ملاتړ کچه راټیټه شوی ده. هغه ته په ځانګړې ډول د ترهه ګرۍ او په عمومي ډول په خارجِي سیاست کې د یو ضعیف مشر په توگه کتل کیږي."

د ولسمشرۍ د ټولو کاندیادانو لومړي رښتینی ازمیښت به د فیبرورۍ په میاشت کې د آیوا او نیو همپشایر په ایالتونو کې وي.

XS
SM
MD
LG