د لاس رسي وړ اتصالات

آیووا د ولسمشرۍ د کاندیدانو لپاره لومړنی ازمیښت دی


د آیووا په ایالت کې د رایو شمیرلو یوه بیلګه
د آیووا په ایالت کې د رایو شمیرلو یوه بیلګه

په آیووا او دوه اونې وروسته په نیو همپشایر کې د ټاکنو پایلې ښايي دا څرګنده کړي چې د نومبر د میاشتې په ټاکنو کې کوم کاندید تر ټولو ښه چانس لري. ډانلډ ټرمپ په جمهوري غوښتونکیو کاندیدانو کې اوس مخکې روان دی، په داسې حال کې چې هیلري کلنټن له برنیې سنډرز سره یوه سخته سیالي لري.

سره له دې چې ټرمپ جنجالي او تیري کوونکې خبري کوي او د ډیرو په ګمان ښايي د اوسنیو او بهرنیو چارو په اړه کافي معلومات نه لري، هغه د جمهوري غوښتنونکیو په سیالۍ کې یو متوازن مخکښتوب ساتلی دی.

دې مخکښتوب ښاغلی ټرمپ دیته هڅولی دی چې د خپل پرمختګ په اړه ټټر ووهي. هغه وايي "زه کولی شم چې د نیویارک د ښار په پنځم واټ کې ودریږم، پر یو چا ډزې وکړم او هیڅ رایه ورکوونکي به له لاسه ورنکړم."

د ټرمپ د مجبوبیت یو دلیل د مهاجرینو په اړه د هغه سخت دریځ دی.

له دې غورې سره سره، ټرمپ مني چې د آیووا په ایالت کې د یو بري لاس ته راوړل مهم دي. هغه وايي دا د پریکړې وخت دی او غواړي چې د آیوا په ایالت کې بریالی شي.

په آیووا کې د ټرمپ ملاتړ کوونکې د ډانا نکولس وايي چې په متحده ایالاتو کې د اوسني اقتصادي وضعیت له امله امریکایان هغو خلکو ته کارونه نشو ورکولای چې دلته نه دي او د قانوني پروسې له لارې راتګ نه غواړي.

د ټکساس سناتور ټډ کروز له ټرمپ نه لس سلنه وروسته پاتې دی دی، خو هیله لري چې په آیوا کې یو بدلون رامنځته کولای شي. هغه وايي "که مونږ د انسانانو په څیر عمل وکړو، نو مونږ به د بشریت لپاره ورستۍ او تر ټولو ښه هیله پر ځای کړو."

داسې معلومیږي چې د دموکراتانو په لوري کې د ورمانټ سناتور برنیې سنډرز په ځینو ځایونو کې د هیلري کلنټن په څیر ملاتړ ترلاسه کوي. هغه د هغه ځوانو رایه ورکوونکو په منځ کې زیات ملاتړ لري چې په عمومي توګه له سیاست نه ستړي دي.

هغه وايي چې خلک غواړي هیواد يې یوې نوې خوا ته ولاړ شي. هغه وویل "هغوی غواړي چې د یو سیاسي انقلاب برخه واوسي."

ښاغلي سنډرز په متحده ایالتو کې د عوایدو پر زیاتیدنکې نابرابرۍ او پر سیاسات د پیسو پر اغیزې نیوکه کړې ده. د هغه یوه ملاتړې وايي "زما هدف دادی چې هیلري کلنټن یوه دموکراته ده خو هغه هم لوبه کوي. له هغې سره لوی شرکتونه مرسته کوي."

له نیو یارک نه په رپورټونو کې راغلي دي، که چیرې سنډرز یو ګواښ پیښ کړي، نو ددې ښار پخوانی ښاروال مایکل بلومبرګ ښايي د ولسمشرۍ له سیالۍ سره یوځای شي.

دغه میلیارډر چې د نړې د ډیرو شتمنو کسانو له جملې نه دی وايي هغه به د یو مستقل کاندید په حیث په خپلو پیسو کمپاین وکړي.

XS
SM
MD
LG