د لاس رسي وړ اتصالات

په انتخاباتو کې د رشوت خورۍ تازه جنجال


په انتخاباتو کې د رشوت خورۍ تازه جنجال
په انتخاباتو کې د رشوت خورۍ تازه جنجال

د امریکا معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ نن د شنبې په ورځ د مقالې په پیل کې لیکلي دي چې د افغانستان په پارلماني انتخاباتو کې د رشوت خورۍ نوې ډرامه دا ده چې د یوې داسې میرمنې ویډیو اخیستل شویده چې تورې عینکې یې اغوستې دي، ژیړ ویښتان لري او عمر یې هم پوخ ده.

په ویډیو کې داسې ښودل کیږي چې ګوندې دغه میرمن د انتخاباتو چارواکو ته د رشوت ورکولو او یا رشوت اخیستلو په سر خبرې کوي چې د پارلماني انتخاباتو په نتیجو کې ګوتې ووهي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون دوه تنه غړو ویلي دي چې دغه میرمن کاتونا ماګډا نسرین نومیږي، هغه د هنګري یا مجارستان ده او د افغانستان د تهداب په نامه د یوې مؤسسې سره دنده تر سره کوي. د افغانستان د تهداب په نامه د مؤسسې کار د سپټمبر د میاشتې د 18 مې نیټې د انتخاباتو څارنه وه.

د انتخاباتو چارواکو ویلي دي چې دغه میرمن د افغانستان د قوانینو نه سرغړوانه کړیده او په کابل کې د مجارستان د سفارت سره په ګډه پدې قضیې باندې کار کوي. په ویډیو کې داسې ښودل کیږي چې دغه میرمن د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو د کمیسون سره کار کوي خو د دغه کمیسون کارکوونکو ویلي دي چې د دغه میرمن په نامه څوک د هغوي سره کار نکوي.

په ویډیو کې دغه میرمن یوه نامالوم شخص ته وایي چې دهغه شکایت به د انتخاباتو د چارواکو پورې ورسوي خو باید چې هغه ته پیسې ورکړي. میرمن کاټونا مګاډا بیا دغه شخص ته وایي چې د کار د بشپړیدو وروسته باید چې نورې پیسې هم ورته ورکړي او دا هم ورته وایي چې بهرنیان هم رشوت اخلي. هغه همدارنګه وایي چې د انتخاباتود چارواکو سره یې پخوا خبرې کړیدي او که نورې پیسې ورته ورکړي نو یو ځل بیا به د هغوي سره د انتخاباتو په نتیجو باندې خبرې وکړي.

میرمن کاټونا په ویډیو کې دا هم ویلي دي چې د مجاهدینو او جنګسالارانو نه کرکه کوي خو دا نده مالومه چې د هغې د دغو خبرو مطلب څه دی او چا ته مخاطبې دي. ګاټونا دا هم ویلي دي چې په اته زره ډالرو مو سره موافقه کړیده او باید چې شپږ زره نور ډالر هم ورته ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG