د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د جنرال ډیوډ پیټریس ستونزې او پلانونه


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مقالې په پیل کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس نن د شنبې په ورځ په کابل کې په ملکي او نظامي برخو باندې غږ وکړ چې د طالبانو په ماتولو کې دې یو موټی شي او په ګډه دې هڅه وکړي.

ورځپاڼه وايي چې جنرال ډیوډ پیټریس د نړیوالو عسکرو د قوماندانۍ د مسؤلیت په غاړه اخیستلو نه وروسته پخپلې لومړنۍ څرګندونې کې وویل چې پدغو مهمو هڅوکې هیڅوک دا خق نلري چې ووایي زه همکاري کوم او یا یې نکوم.

پیټریس وویل هڅه به وکړي چې د پوځ او ملکي چارواکو تر منځ به چارې په سمه توګه سنبالې کاندي، د افغانستان د حکومت د پیاوړي کیدو لپاره به هم هلې ځلې وکړي او د خلکو د ژوندانه د چارو د ښه کیدو لپاره به هم زیار وباسي.

جنرال پیټریس نن په کابل کې د امریکا په سفارت کې په یوې غونډې کې چې د افغانستان د حکومتي چارواکو په شمول شاوخوا 17 سوه میلمنو پکې ګډون کړی ؤ، وویل چې ملکیان، پوځیان، افغانستان او نړیوال ټول یو یو او د افغانستان ولس ته یې وویل چې ستاسو بری زمونږ بری دی.

جنرال ډیوډ پیټریس چې سبا ته به یې رسمي دنده په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو دعمومي قوماندان په صفت دنده پیل شي، د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي سره وکتل، او د ناټو د نورو سیمه ایزو قوماندانو نه یې د روانو چارو او عملیاتو په اړه تازه حال واخیست.

د کرسشین ساینس مانیټور ورځپاڼې هم په همدغه اړه یوه مقاله خپره کړیده، ورځپاڼې د مقالې په یوې برخې کې لیکلي دي چې جنرال ډیوډ پیټریس په افغانستان کې د نړیوالو عسکرو قومانده پداسې وخت کې په غاړه اخلي چې هلته حالت خورا نازک او مهم دي.

ورځپاڼه وایي چې جنرال ډیوډ پیټریس داسې نیت لري چې هغه شان تګلاره به په افغانستان کې پلې کړي چې په عراق کې یې ترینه کار اخیستی ؤ او هلته یې ښه کار ورکړی ؤ. په عراق کې د بریالیتوب په خاطر جنرال ډیوډ پیټریس چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان هم ؤ په امریکا او ټوله نړۍ کې یې ښه نوم ګټلی دی.

د جنرال ډیوډ پیټریس د تګلارې له مخې به نه یوازې دا چې طالبان به د هغو کلیو او بانډو نه وایستل شي چې اوس د کلونو راهیسۍ د هغوي تر کنترول لاندې دي بلکه د بیارغونې چارې به هم د نږدې نه څاري. بله دا چې د افغانستان په حکومت کې به د حساب کتاب کولو لپاره هلې ځلې کوي او زیار به باسي چې د افغانستان ملي پولیس او ملی پوځ وروزي او د هغوي د روزنې چارې چټکې او ښې کاندي.

ورځپاڼه وایي چې په افغانستان کې د جنرال ډیوډ پیټریس لپاره سترې ستونزې اداري فساد، ناامني او د حکومت سره حساب او کتاب کول دي. د هغه نه به خلک همدغه یوه غوښتنه کوي چې هر څه چې کوۍ باید چې ژر یې وکړي او هلې ځلې مو باید چې د پخوانیو قوماندانو سره توپیر ولري.

ورځپاڼه وایي چې تر ټولو ستره ستونزه اداري فساد دی، که چیرته جنرال ډیوډ پیټریس د جمهور رییس حامد کرزي په حکومت کې د حساب او کتاب کولو چارې سمې کاندي او د سولې د لپاره دې خپلې هلې ځلې دوه چنده کړي نو افغان ولس به د امریکا په مشرۍ د جګړې ملاتړ وکړي او که داسې ونشو نو وضع به لا پسې خرابه شي.

ورځپاڼه وایي چې جنرال ډیوډ پیټریس د دې کار د تر سره کولو لپاره لومړی باید چې د پوځ او ملکي چارو د مشرانو او جمهور رییس حامد کرزي تر منځ ستونزې له منځه یوسي.

د افغانسستان د پارلمان غړي د جنرال ډیوډ پیټریس نه ځینې مشخصې غوښتنې لري. هغوي غواړي چې د بغاوت پر ضد تګلارې په دوه برخو کې زیات کار وشي او همدغو برخو ته دې زیاته پاملرنه وشي لومړی دا چې د ملکي خلکو ساتنه دې وشي او بله دا چې د قانون حاکمیت دې قوي کړی شي چې تر اوسه دا کار ندی شوی.

په ولسې جرګې کې د هلمند ولایت د مارجې د ولسوالی یو تن استازي ورځپاڼې ته ویلي دي چې اوس د دغې سیمې وضع د پخوا په پرتله خوندنې شویده خو تر اوسه هم هغه ماینونه ندي پاک شوي چې د پخوا نه پاتې دي، په مارجې کې داسې حکومتي چارواکو ته چارې په لاس کې ورکړل شویدي چې خلک پرې باور نلري، د خلکو نه سرونه غوڅیږي او امریکایي قواووې د خلکو کورونو ته ننوزي او خلک نیسي.

د کندهار د ولایت یوې استازې ملالۍ اسحاق زۍ بیا ورځپاڼې ته ویلي دي که چیرته امریکا پدغه ولایت کې هغه چارواکي له دندو لیرې نه کړي چې په اداري فساد او رشوت خورۍ کې ککړي دي نو هغوي به بریالی نشي.

په عین حال کې د امریکا د پارلمان غړو د افغانستان سره د دریو میلیارده ډالرو مرستې کمې کړیدي ځکه چې هغوي وایي په تیرو څو کالونو کې په میلونونو ډالر د افغانستان نه بهر ته ایستل شویدي.

یوه غربي دیپلومات ورځپاڼې ته په پای کې ویلي دي چې په افغانستان کې هغه کسان د پیسو غلا کوي او په اداري فساد او اختلاص کې ککړ چې د حکومت سره نږدې اړیکي لري. او دا مشکله چې وویل شي چې دغه کسان څومره د حکومت سره څومره نږدې اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG