د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مطبوعات: د قرآن سوځولو خلاف افغان مظاهرې


امریکايي مطبوعات: د قرآن سوځولو خلاف افغان مظاهرې
امریکايي مطبوعات: د قرآن سوځولو خلاف افغان مظاهرې

د امریکا مطبوعاتو په مزار شریف او کندهار کې د تاوتریخوالی په هکله چې د قران العظیم شان د سوځولو پرسر رامنځ شوی دی، مطالب خپاره کړيدي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اپریل په دوهمه لیکلي چې په مزارشریف کې ددریو ملایانو د غصې نه ډکو خبرو په نتیجه کې چی د خلکو نه یې غوښتنه وکړه چې د قران العظیم شان د سوځولو په وړاندې عکس العمل وښيي، په زرگونو اعتراض کونکو د جمعې په ورځ د ملگرو ملتو په دفتر یرغل وکړ او لږترلږه په دې یرغل کې ١٢ کسان ووژل شول. دغه خبره افغان او د ملگرو ملتو مقاماتو کړیده.

نیویارک ټایمز لیکي، په وژل شوو کې اوه تنه یې د ملگرو ملتو کارکونکي او ساتونکي شامل دي. د ملگرو ملتو په مامورینو کې یود سویډن، یو د ناروی او یو هم د رومانیا اتباع شامل ؤ. په دوی کې یوه ښځه کارکونکې هم شامله ده. په دې تاوتریخوالي که پنځه تنه افغانان هم وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې دا پیښه د ملگرو ملتو لپاره یوه ډیره ناوړه پیښه وه. په کال ٢٠٠٩ کال کې هم د ځان مرگي پیښې په ترڅ کې په کابل کې د ملگرو ملتو په دفتر کې د حملې په وخت یوولس کسان ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي چې دا په افغانستان کې د بهرنیانو شتون ته گواښ بلل کیږي او هغه هم په داسې یو ښار کې چې ارام بلل کیږي او پلان داسی دی چې د جولای په میاشت کې به یې امنیت افغان خواته وسپارل شي.

نیویارک ټایمز لیکي، دا چې امریکایان د اعتراض کونکو ته لاس ونه رسیدل نودوی خپل زړه د غربی ټولنې په یوبل سمبول چې هغه ملگري ملتونه دی، تش کړ. د ملگرو ملتونو یوه استازي ویلي دي چې په ساده توگه ددوی یو شمیر همکاران ددغه پیښې قربانیان شول.

نیویارک ټایمز د مقالې په دوام لیکي په واشنگټن کې د امریکا جمهوررئیس براک اوباما په داسې حال کې چې دغه پیښه یې په کلکه وغندله، ویلي دي چې د ملگروملتو د مامورینو کار په افغانستان کې ډیرزیات د اهمیت وړ دی او دوی غواړي چې غښتلی افغانستان منځ ته راشي چې ټولو افغانانو ته یې گټه ورسیږي. ده ویلي دي چې د ټولو خواوو نه هیله لري چې ارام واوسیږي او تاوتریخوالی وغندي. د اوباما په خبرو کې په فلوریدا کې د عظیم الشان قران د سوځیدلو ذکرنه دی شوی.

نیویارک ټایمز لیکي، چې د افغانستان خلک ډیرزیات مذهبي خلک دي او د ملک وضعه هم ډیره حساسه ده. دوی هیڅکله د اسلام د مبین دین پرضد کومه سپکاوی نه شي زغملی. دوی کله چې په ناروی کې د کارتون خبره رامنځ ته شوه هم سخت عکس العمل وښود او په همدې ترتیب په گوانتانامو کې د قران کریم د بې عزتی په خبره سخت وپاریدل او حتی ددریو ورځو اعتراضونو په ترڅ کې ١۴ تنوخپل ژوند له لاسه ورکړ.

نیویارک ټایمز لیکي چې په پرونیو پیښوکې دریو تنو ملایانو د امریکايي کشیش د نیولو غوښتنه وکړه کوم چې د قران العظیم شان د سوځولو مسئول پیژندل شویدی. اعتراض کونکو ملایانو په خپلو وینا گانو کې دا خبره وکړه که چیرته امریکا په دې برخه کې څه ونه کړي نو باید ددغه هیواد سره د افغانستان اړیکې وشلیږي. ده د هغو کسانو د مجازاتو غوښتنه کړیده چې د اسلام ددین سپکاوی کوي. د بلخ والي د اعتراض کونکو شمیره تر شلو زرو تنو پورې وښودله. د بلخو والي عطا محمد نورددغو اعتراض کونکو په منځ کې د طالبان په شته والي هم خبرې کړي دي. ده وویل چې ٢٧ کسان ددغه بلوا دپارولو په جرم نیول شوي دي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هم د اپریل د لمړي ورځې په گڼه کې لیکي دي چې په فلوریدا کې مسیحي ملا چې کلیسایې د قران عظیم شان د سوځولو مسئول ښودل شویدی، د خلکو وژنه یوه تراژیدي بللې ده.

لاس انجلس ټایمز لیکي چې یوې وړوکې کلیسا چې ډیرشمیرغړي نه لري، په خپله یوه وینا کې رپوټ ورکړی دی چې قران شریف یې سوځلی دی. دغه کلیسا ځان د نوي انجیل پېروان بولي. دغه ډله په مختلفو بڼو د مسلمانانو او اسلام پرضد خپرونې کوي.

ورځپاڼه لیکي چې پروسږکال هم ددغې کلیسا کشیش ویلي ؤ چې د سپتمبر د یولسمی د پیښو په سبب ددغ نیټې په کالیزه کې قران سوځوي خو وروسته دی د سختو عکس العملونوسره مخامخ شو او ددغه کار نه یې ډډه وکړه. خو دا ځلی تیره میاشت د مسلمانانو د کړو وړو د قضاوت په نامه دغه کار سرته ورساؤ. که څه هم ده ژمنه کړې وه چې دده کلیسا به هیڅ کله دا کار ونه کړي. ده په افغانستان کې د خلکو وژنه وغندله او وی ویل چې وژونکي باید محکمې ته راجع شي.

اسوشیتد پرس لیکي چې د افغانستان جمهوررئیس د ملگرو ملتو د قربانیانو کورنیو ته د ملگرو ملتو له لارې خپل تسلیت کړی خو د ملگرو ملتو د سرمنشي نه هم دا غوښتنه هم کړیده چې د ادیانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمیدلو سره مرسته وکړي او د نورادیانو ته باید درناوی و‍شي.

XS
SM
MD
LG