د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی طالبانو ته: که سوله کوئ د پاکستان د جاسوسانو مو زه ساتم


کرزی طالبانو ته: که سوله کوئ د پاکستان د جاسوسانو مو زه ساتم
کرزی طالبانو ته: که سوله کوئ د پاکستان د جاسوسانو مو زه ساتم

دګارډېن ورځپاڼه لېکی چې ښاغلی کرزی طآلبانو ته وايی که تاسی د سولی خبری کوئ زه به مو به د پاکستان د جاسوسانو له مداخلی نه وساتم.

ورځپاڼه لېکی چی جمهوررئېس کرزی هڅی وکړلی چې ېاغېان له هغوکورنېو نه رابېل کړي چې دپاکستان داستخباراتو سره تړاولري. خو په دې هڅو کې ناکام شو. اوس دامرېکا خاص استاځي مارک ګراسمن دغی مسلی ته توجه پېل کړېده. دبپاڼه

ګارډېن د افغان چارواکېو له قوله لېکی چې د طالبانو هغه مشران چې په پاکستان کې اوسېږی هغوی ته دا وعده ورکړل شوه چې ستاسی کورنېو ته به بېرته په خپله ټولنه کې دژ وند کولو شراېط برابرسی؛ حکومت دا کار ددې لپاره وکړ چی د سولی لپاره شرېکان پېدا کړی او دپاکستان داستخباراتو د نفوذنه ېې خلاص کړی.

دغو چارواکېو ووېل چې جمهوررئېس ددې لپاره دا هڅی وکړلی چې په طآلبانو کې داسی افراد پېدا کړی چې دېاغېانو په استاځېتوب دسولی خبری وکړی. خو هغوی دېته لېوال نه وو چې خپلې کورنی چی په پاکستان کې پناه ورکړل شوېده، له خطر سره مخ کړی. هلته هغوی د پاکستان د استخباراتو دنفوذ په داېره کې اوسېږی. د پاکستان پراستخباراتو دا تور لګول کېږی چې له طالبانو سره مرسته کوی.

ګارډېن لېکی له دېنه معلومېږی چې پاکستان د طالبانو په مشرتابه باندی ډېر زېات نفوذ لري. دغو ابتکارونو د ښاغلي کرزی د حکومت هغه ارزو وښودله چې د کوېټی په شوری کې ېوه ډله له هغوی نه رابېله کړي. د کوېټی شوری د طالبانو لپاره د فېصلو کولو مهمه شوری ده. ورځپاڼه په کابل کې دېوه دېپلومات له قوله لېکی چې د طالبانو د جګپوړه چارواکيو کورنۍ اکثره د پاکستان نوروځاېونو ته دهغوی له سلا مشورو نه پرته انتقالېږی او تقرېبا په خپل کور کې دنظر بند، ژوند تېروی.

ددغی ستونزی د اواورولو لپاره دافغانستان حکومت چې ناټو ېې هم ملاتړ کوی ، ېو سري پلان جوړ کړ چې دېوشمېر طالبانو بشپړې کورنی په افغانستان کې خوندی ځاېونو ته را انتقال کړی .

ګارډېن د ېوه افغان چارواکې له قوله چی خپل نو م نه څرګندوی لېکی چې دغه راز عملېات به ډېر سخت وي، خوناممکن به نه وي. زموږ امنېتی قواوی ددې اجازه نلری چی په پاکستان کې دننه عملېات وکړی خوموږ دېته چمتو وو چې دغه کورنی انتقال کړو. دابه د جېمز بانډ د فېلمونو په څېر عملېات نه وای خو موږ به له ېو څوباوري کسانو نه کار اخېستی وای.

خو دغو هڅو هېڅ مېوه ونېوله. په دې برخه کې وروستی وړاندېزونه دادی چې، دحکومت د سولی داستاځی برهان الدېن ربانی له وژلونه وروسته دا مسله معطل شوله. دهغه له مرګ نه وروسته د افغانستان جمهوررئېس له طآلبانو سره د سولی دخبرو کار معطل وکړ اووې وېل چی دی به مستقېما له پاکستان سره خبری وکړي.

ګارډېن لېکی بهرنی ماهران او افغان چارواکی وايی چې ددغوکورنېو مسله د سولی دخبرو په لاره کې ېوه غټه ستونزه ده. ورځپاڼه دېوه افغان چارواکی له قوله چې د ېاغېانو له استاځېو سره ېې پخوا خبری کړېدی لېکی دهر طالب قوماندان کورنی په پاکستان کې اوسېږی او پرطالبانو باندی، دپاکستان د استخباراتو د نفوذ په نظر کې نېولو سره ، داکار د سولی په لاره کې ېوغټ خنډ دی.

دغه چارواکی زېاته کړله چې د پاکستان استخباراتو د ا خبره ېقېنی کړېده چې د طالبانو د جګپوړه چارواکېو کورنۍ په پاکستان کې وساتل شی. په دې کې د کوېټی شوری غړي شامل دی. د جبهی داول خط د قوماندانانو او د 34 ولاېتونو پټ والېان چې د طالبانو متبادل حکومت چلوی، ددی ټولو کورنۍ په پاکستان کې دي.

ګارډېن لېکی چی دا د پاکستان پالېسی ده چې په هغه چاباندی باور نسی کولی چې په افغانستان کې جګړه وکړي، تر څو پورې چې هغوی خپلی کورنی پاکستان ته رانه ولی. دطالبانو هرمشر چې غواړی له دېنه پرته کوم بل ډول کار وکړي، پکارده څې ډېر غور وکړي ځکه څې کورنی به ېې له خطر سره مخ سی.

همدا مسله د طالبانو له ېوه غړي طېب اغا سره چې په پټه ېې له امرېکا ېانو سره خبری کولی پېښه شوله. کله چې دهغه د خبرو مسله رابرسېره شوله ، دهغه کورنی سمدلاسه د پاکستان له خوانه محاصره شوله او دهغه پلار ترهغه وخت پورې نظر بند و څو پورې چې طېب اغا بېرته پاکستان ته ورستون شو.

ګارډېن په پای کې دېوه لوېدېځوال چارواکی له قوله لېکی چې په طالبانو کې ېوه ډله شته ده چې دخبرو لپاره چمتو ده اوهغوی څې په کوم ډول ژوند کوي، نور بېزاره دي؛ په دې پوهېږی چې د پاکستان ل خوانه استعمالېږی او ددوی په کار کې مداخله کېږی.

ورځپاڼه لېکی چې د 2010 په فبروری کې د طالبانو ېو جګپوړه مشر ملا عبدالغنی برادر په پاکستان کې هغه وخت ونېول شوچې داخبره معلومه شوله چې هغه په ېو اړخېز ډول له افغان حکومت سره خبری کولی.

د ښاغلی کرزي د حکومت د سولی هڅوته غټ وېجاړوونکی ګوزار هغه وخت ورکړل شو چې ېوه ځان مرګي برهان الدېن ربانی وواژه. غربی دېپلوماتان وایی چې امرېکا له طالبانو سره د خبرو لاره خلاصه پرېښی ده، خودا ځل خبری نهاېت زېات پټی ساتل کېږی.

ګارډېن په پاې کې لېکی، دغه بهېر دامرېکا نوی خاص استاځی مارک ګراسمن په مشرتابه روان دی اوهغه په دې قانع دی چې په طالبانو کې ېوه ډله د پاکستان له نفوذ نه را جلا کېدلی شی. خوحقېقت داد ی چې که داسی کار ادامه لری نو ددې مانا داده چې پاکستان اجازه ورکوی چې داکار وشی ، نو په دې اېساب ددوی ملاتړ هم لری.

XS
SM
MD
LG