د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي اردو عملیات په مایوست بدل شول


د ملي اردو عملیات په مایوست بدل شول
د ملي اردو عملیات په مایوست بدل شول

د آمریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اګست د ۱۲ مې نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې د افغانستان د اردو عملیات په مایوسیت بدل شول. د بلي خوا د واشنګټن پوست ورځپاڼې بیا د اګست د ۱۲ مې نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې د ویکي لیکسس ورځپاڼې سره پاتي ۱۵ زره محرم اسناد ډیر حساس دي. پام وکړیْ ددغو مقالو خلاصې ته چې زمونږ همکار حسیب الکوزی به یې تاسو ته وړاندي کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اګست د ۱۲ مې نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې د افغانستان د ملي اردو د عملیاتو نه چې د افغانستان په ختیځ کې په ترسره شول، ډیره تمه کیده چې د دغه ملک د پوځ مخ پر زیاتیدو قوت به څرگند کړي، خو ورځپاڼه لیکی چې داسي ونه شول. د افغانستان پوځ د طالب یاغیانو سره مخامخ شوو او یو مایوسیت یې رامنځ ته کړ چې وروسته د ناټو، فرانسوي او آمریکايي قواووې ورغلې او مرسته یې ورسره وکړه.

ورځپاڼه لیکي چې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې جګړې په دومره شدت دوام وکړ چې سور صلیب په دې و نه توانید چې ټپي شوي او وژل شوي کسان د جنګ د ډګر نه راوباسي.

ورځپاڼه لیکي دغه عملیات چې د کابل په ختیځ کې ترسره شول ځانگړي عملیات و خو د ناټو د قواوو سره د مخه نه و تنظیم شوي، نه په کښي ایتلافي قواوو برخه اخیستې وه او نه یې په کې هوايي قواوې شاملې وې. ورځپاڼه لیکي چې افغانانو هغه وخت د مرستې غږ پورته کړ چې ۹ ورځي مخکي د عملیاتو په پیل کې یې ۱۰ عسکر ووژل شول، او دوه چنده نور یې ژوندي ونیول شول.

ورځپاڼه د یوه لوړ پوړي آمریکايي نظامي چارواکي له قوله چې د نوم د اخیستلو نه یې ډډه وکړه ځکه چې عملیات اوس هم ادامه لري، لیکي چې ددغو عملیاتو نه زیات درسونه زده کیدای شي. ورځپانه د یاد شوي چارواکي له قوله لیکي چې وايي د عملیاتو په هکله چې څنګه به دا عملیات پیل شي او ولي دا عملیات پیلېږي هیڅ نه و ویل شوي او د عملیاتو د پټ ساتلو لپاره، کومه عامه بیانیه هم نه وه خپره شوې.

ورځپاڼه لیکي چې افغانستان اوس ۱۳۴ زره ملي اردو لري او د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان سترجنرال ډیویډ پیټریس د افغانستان د پوځ ستاینه وکړه چې د شمیر له اړخه د مهال ویش درې میاشتې مخکي خپل هدف ته ورسیدل.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان ملي اردو نسبتاْ د لږ عملیاتو اداره کوي او د ایتلافي قواوو په پرتله د هغوی نیمايي تلفات لري. ورځپاڼه لیکي چې په کال ۲۰۰۹ کې ۲۸۲ د افغانستان د ملي اردو عسکر ووژل شول په داسي حال کې چې په عین کال کې ۵۲۱ ایتلافي عسکر ووژل شول. ورځپاڼه لیکي چې په هر افغاني عملیاتو کې امریکايي سلاکاران موجود وي خو دا لا نه ده معلومه چې په دې عملیاتو کې امریکايي سلاکارانو حضور درلود کنه؟

ورځپاڼه لیکي چې یادشوي عملیات د اګست پر دریمه د شپې د خوا د لغمان ولایت د بدپخ په نامه په یوه کلي کې پیل شول او په کې د ۲۰۱ ام قول اردو د لومړۍ لوا درې ساوه کسیزه کنډک برخه اخیستې وه . د عملیاتو هدف دا و چې د سیمې نه طالبان پسي واخلي چې په یادشوي کلي کې یې خوندي ځایونه جوړ کړي و. ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د ملي اردو د هلیکوپترو په مرسته لومړی د طالبانو د سنګرونو شاته عسکر کښته شول او نورو د مخ دخوا پر طالبانو برید وکړ.

ورځپاڼه د افغانستان د ملي اردو د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله چې د خپل نوم د اخیستلو نه یې ډډه وکړه ځکه چې هغه له مطبوعاتو سره د خبرو اجازه نه درلوده، لیکي چې پلان د مخه لا افشا شوی و او طالبان پرې خبر و او مونږ ته په کمین کې ناست و. د هوا د خرابوالي له امله هلیکوپترې هم کښېنستلې.

ورځپاڼه لیکي چې د ۲۰۱ قول اردو قوماندانانو د یادشوي کنډک سره اړیکې بندې شوې. ورځپاڼه لیکي چې د کنډک یوې سل کېزې ټولې ډیر تلفات ولیدل او ځیني یې په کې ووژل شول، ځیني یې اسیر ونیول شول او ځیني نور یې هم ورک شول چې شمیر یې لا تر اوسه پوري معلوم نه دی. ورځپاڼه لیکي چې د کنډک د پاتې برخې سرنوشت لا تر اوسه پوري نه دی معلوم.

خو ورځپاڼه بیا د یوه آمریکايي نظامي چارواکي له قوله لیکي چې وايي کنډک نه دی ورک شوی مونږ پوهیږو چې کنډک په کوم ځای کې دی. هغه زیاته کړه چې د تخمین له مخې ۱۰ عسکر وژل شوي او یوه دلګی عسکر یعنی ۲۰ کسه نور یې ورک دي.

ورځپاڼه د سره صلیب د یوه چارواکي له قوله لیکي چې د حکومتي قواوو د تلفاتو کچه نسبتاْ زیاته وه او ۳۵ رنجر موټرې هم ورانې شوي وې

خو په عین حال کې ورځپاڼه لیکي چې د ملي دفاع د وزارت ویاند تورنجنرال ظاهر عظیمي بیا وايي چې یواځي ۷ تنه ملي اردو وژل شوي ، ۱۴ کسه نور یې ټپیان شوي دي او د اسیر شویو او ورکو شویو عسکرو شمیر لا نه دی معلوم. عظیمي زیاته کړه چې د ملي اردو ٧ موټر سوځول شوي او نور هیڅ وسیله د دښمن لاس ته نه ده ورلوېدلې، په داسي حال کې چې ذبیح الله مجاهد څوک چې ځان د طالبانو ویاند بولي، بیا وايي چې په یادشوي کمین کې ۲۷ د ملي اردو عسکر ووژل شول، ۱۴ زخمیان شول او اته تنه نور یې ژوندي ونیول شول. ذبیح الله مجاهد دغه راز افغان او د ناټو قواوو ته د ترهګرو خطاب وکړ او وویل چې ۱۸ د ملي اردو موټرې او ۶ ټانکه یې نیولي دي.

ورځپاڼه لیکي چې امریکايي او افغان چاروکو ویلي دي چې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده او د پنجشنبې تر ورځې پوري یې تلفاتو ادامه درلوده. ورځپاڼه د جنرال عظیمي له قوله لیکي چې حکومتي قواوو اوس طالبان محاصره کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې په کابل کې د سره صلیب د نړیوال سازمان ویاند بیجان فرنودي هغه ریپوټونه تایید کړل چې وايي دغه سازمان هڅه کوله چې د عملیاتو سیمې ته ولاړ شي خو جګړه دومره شدیده وه چې بیرته پر شا راغلل او په دې ونه توانیدل چې ټپيان او مړي د سیمې نه راوباسي. هغه زیاته کړه چې مونږ وضعه څارو او هر څومره ژر چې د دې امکانات برابر شي چې سیمې ته ورسو مونږ به په بیړه ورشو او وژل شوي او ټپي شوي کسان به راوباسو.

د بلي خوا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د اګست د ۱۲ مې نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې د پنتاګون چارواکي په دې باور دي چې هغه ۱۵ زره پټ اسناد یې پیدا کړي چې د ویکي لیکس په نامه ویب پاڼې سره دي او تر اوسه پوري یې افشا کړي نه دي.

ورځپاڼه لیکي پنتاګون اوس پر دغو اسنادو باندي غور کوي چې په کښي داسي مالومات په ګوته کړي چې کولای شي ملکي کسان او قواوو ته زیان پېښ کړي.

ورځپاڼه د پنتاګون د ویاند ښاغلي ګویف مورل له قوله لیکي چې وايي یادشوي معلومات د تیرو افشا شویو ۷۷ زرو پټو اسنادو په پرتله ډیر حساس او مهم دي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي مورل وویل چې د ۱۰۰ نه زیات د استخباراتي چارو کارپوهان ۲۴ ساعته د افغانستان د جګړې په هکله افشا شوي ۹۱ زره پټ اسناد څاري او په یو لړ کلیدي لغاتونو، کلمو او نومونو پسي ګرځي چې په کښي د افغانستان د اتباوو نومونه، د جوماتونو نومونه او د متحدینو نومونه درج دي. ورځپاڼه لیکي چې دغه کارپوهان د افشا شویو مالوماتو خساره ارزیابي کوي.

ورځپاڼه لیکي چې په دغو اسنادو کې زیات داسي ځایونه دي چې زمونږ د متحدینو او قواوو په هکله معلومات ورکوي او د امریکا پوځ اغیزمنو خواوو ته یې په دې هکله خبر ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د ویکي لیکس ویب پاڼې تقریباْ ۱۷ ورځې مخکي دغه پټ اسناد خپلې ویب پاڼې ته واچول.

ورځپاڼه لیکي چې د ویکي لیکس د ویب پاڼې یوه ویاند دینیل شمیت د ډایلي بیست ویب لاګ ته تیره اونۍ ویلي و چې ویکي لیکس غواړي چې پنتاګون ورسره د یادشویو مالوماتو په مرور او ارزیابۍ کې مرسته وکړي چې هغه معلومات ځیني و ایستل شي چې کولای شي ملکي کسان د خطرنه وژغوري.

ورځپاڼه لیکي چې د پنټاګون ویاند موریل وویل چې مونږ د نړۍ د نورو سازمانونو په شان په اسانۍ پیدا کېږو. که چیري تاسو په دې هکله جدي اوسیْ نو راشیْ او زمونږ سره په مستقیمه توګه خبري وکړیْ.

XS
SM
MD
LG