د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوست: کرزي د آمریکا د عسکرو پر مهال ویش نیوکه وکړه


دواشنگټن پوست ورځپاڼی هم د اگست په ٢٦مه باندی لېکلی دی چی دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي د پنجشنبی په ورځ ووېل دامرېکا د جمهوررئېس براک اوباما مهال وېش دامرېکا يي عسکرو دوتلو لپاره له ېاغېانو سره مرسته کوی. ښاغلی کرزی ددې خبری ېادونه هم وکړله چې امرېکا ته پکارد ي په پاکستان باندی زور واچوی چې د طالبانو له ملاتړ نه لاس واخلی.

واشنگټن پوست لېکی چې د افغانستان د جمهوررئېس داوېنا گانی په داسی وخت کې کېږی چې د ښاغلی کرزی د امنېتی سلاکارانو له جملی نه دېوه تن محمدضېا صالحی په برخه کې داداری فساد او تحقېقاتو په برخه کې جنجال روان دی. ضېا صالحی تېره مېاشت نېول شوی و خو په هماغه ورځ باندی د ښاغلی کرزي په امر راخوشی کړی شو. واشنگټن پوست لېکی چې ددغې پېښی له امله د ښاغلی کرزی سلاکارانو د اوباما پر داری انتقاد وکړ چې داوباما اداره نسبت دېته چې په ډېرو مهمو مساېلو لکه په پاکستان کې د طالبانود خوندی ځاېونو په ورانولو ټېنگار وکړی، د اداری فساد د له منځه وړلو په مسله باندی ډېرزېات ټېنگار کوی.

په ېوه بله وېنا کې د ښاغلی کرزی دفتر ووېل چې که څه هم په بېا رغونه کې ډېر دېادونی وړ پرمختگ شوېدی خو د ترهگری خلاف جگړه کې ېې پرمختگ ندی کړی. په وېنا کې دا پړه په دوه عواملو ور اچول شوېده. ېو دادی چې دېاغېانو دخوندی ځاېونو ورانولو ته توجه نده شوی اوبل عامل ېې دادی چې دناټو په نظآمی عملېاتو کې ملکېان وژل کېږی.

په وېنا کې داهم وېل شوېدی چې د ٢٠٠١ م کال د جولای په مېاشت کې داوباما له خوانه دامرېکا يي عسکرو دوتلولپاره مها ل وېش دافغانستان دښمنانو ته جرئت ورکړېدی.

واشنگټن پوست لېکی چې د ښاغلی کرزی دفتر دا وېنا وروسته له هغه نه خپره کړه چې ښاغلی کرزی دامرېکا د مرکزی قواو دقوماندان جنرال ماتېس سره - چې دعراق اوافغانستان د جگړو څارنه کوی – ملاقات وکړ.

واشنگټن پوست په پاې کې لېکی چې له کوم وخت راهېسی چې دوېکی لېکس له خوانه دامرېکا د پوځ په زرهاو اسناد خواره شوېدی اوپاکستان په دې کې لتاړ بولی چی استخبارات ېې د طالبانو ملاتړ کوی؛ افغان چارواکی هم په دې ضرورت زېات ټېنگار کوی چې پکارده امرېکا د پاکستان خلاف سخت درېځ غوره کاندی. واشنگټن پوست د افغانستان دملی امنېت د سلاکار رنگېن دادفر اسپنتا له قوله لېکی چې هغه وايي : زه په ټېنگه په دې عقېده ېم چې که د پخوا په څېر دې کارته ادامه ورکړو موږ ېې نشو گټلی؛ ځکه موږ واقعېتونوته پاملرنه نه کوو او موږ خپله توجه اوتمرکز هم باېللی دی.

ډاکټر سپنتا ووېل چې مرکزی مسله دنړېوالو جهادېانومسله ده چې په پاکستان کې ېې پناه اخېستی ده او هلته د پاکستان د حکومت د نظامېانو او استخباراتو له ملاتړ اوروزنی نه گټه اخلی. هغه ووېل چی موږ به له اداری فساد سره مبارزه وکړو خو چې نورې ستونزی شاته وغورزوو او په افغانستان کې داداری فساد مسله دټولو مسلو په سرکې راولو داېوه ټوکه ده اوډېره بې خونده ټوکه ده. دادمسوولېت نه ځان خلاصو ل دی.

په واشنگټن کې، داېگزامېنر ورځپاڼی د پنجشنبی په ورځ ولېکل چې دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي دامرېکا دمتحده اېالاتو پرهغه پلان انتقاد وکړ چې وايی چې دامرېکا د عسکرو وتل به له افغانستان څخه په راتلونکې کال کې د جولا ی په مېاشت کې پېل شی. هغه ووېل چې د ترهگرۍ خلاف جگړه به ترهغه وخت پورې کامېابه نشی ترڅو چې طالبان او دهغوی متحدېن په پاکستان کې خوندي ځاېونه ولري.

د ښاغلی کرزی ددفتر ېوه وېنا کې لېکل شوېدی چې افغان اولس مشر دامرېکا هېئت ته ووېل چې دافغانستان په بېا رغاونه کې، د څو لسېزو جگړو نه وروسته ډېر مهم پرمختگ شوېدی. اېگزامېنر لېکی چې ښاغلی کرزي ووېل د طالبانو اوالقاعده خلاف مبارزه کې په دې سبب تزلزل راغلی دی چې له ېوې خوانه د ناټو په نظامی عملېاتوکې ملکی تلفات منځته راځي او له بلې خوانه په دې مسله باندی تمرکز نه کېږی چی د ترهگرانو خوندی ځاېونه له سرحد نه اخوا وران او وېجاړ کړی شی.

د بلي خوا داېگزامېنر ورځپاڼه د امرېکا دکانگرېس دېوه جمهوری خواه غړي باب انگلس له قوله لېکی چې ښاغلی کرزی له دوی سره د مجلس په ترڅ کې په شخصی امنېتی کمپنېو باندی کلک انتقاد وکړ. هغه په مجلس کې دافغانستان دامنېتی قواو په نقش باندی په جگړه کې هم ټېنگا روکړ. رپوټ وايي چې ښاغلی کرزی امر کړېدی چې ټولی نړېوالی امنېتی کمپنی دی د سږکال په پاې کې خپل فعالېتونه بند کاندی. دغو کمپنېو دافغانانو مدنی حقوق تر پښو لاندی کړېدی او د دولت واک اواقتدارته ېې هم تاوان رسولی دی.

باب انگلس داسوشتېدپرېس خبری اژانس ته ووېل چې ښاغلی کرزی په دې ټېنگار وکړ چې پکارده افغانان په دې کې مخکښ نقش ولری او د طالبانو د له منځه وړلو لپاره دوی کلېوته ولاړ شی. دامرېکا عسکر به د صحنی شاته د ملاتړو نقش ولری.

د کانگرېس غه جمهورې خواه غړی ووېل چې دې په دې خوشاله دی ځکه چې دهغه په خبروکې دانښی نښانی موجودی وې چې هغه له دې مسلی سره متعهد دی او غواړی ددې ستونزې مسوولېت په خپله غاړه واخلی. خو باب انگلس ووېل چې دا پوښتنه په خپل ځاې ده چې اېا دافغانستان امنېتی قواوی دې پړاو ته رسېدلی دی که نه چې دامنېت مسولېت په غاړه واخلی.

XS
SM
MD
LG