د لاس رسي وړ اتصالات

کابل بانک افغانان اندېښمن کړي


د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سپتمبر د ۲ مې نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې د کابل بانک مشتریان پر دغه بانک باندي د راغلي بحران له کبله اندیښمن دي.

د رویټرس خبري آژانس د سپتمبر په دریمې نېټې د دفاع وزیر ګیټس له قوله لیکي چې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې د افغانستان دپاره ستر ګواښ دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سپتمبر د ۲ نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې د کابل بانک مشتریان پر دغه بانک باندي د مالي بحران د راتګ له امله اندېښمن دي.

ورځپاڼه د کابل بانک د یوه خاوند خلیل الله فیروزي له قوله لیکي چې وايي ،،په تیرو دوو ورځو کې خلګو له ویرې نه د کابل بانک څخه ۱۸۰ میلیونه ډالر پیسې بیرته ایستلي دي،،. هغه خبرداری ورکړی چې که چیري د افغانستان حکومت او د امریکا متحده ایالات د بانک په پښو درولو کې مداخله او مرسته ونکړي نو د ملک په مالي سیستم کې به یو غټ انقلاب راسي.

ورځپاڼه د فیروزي له قوله لیکي چې کابل بانک درې سوه میلیونه ډالر نقصان کړیْ دی. هغه همداشان خبرداری ورکړ چې که چیري خلګ ددغه بانک نه د خپلو پیسو ایستلو ته په همدغه شان دوام ورکړي نو دغه بانک به ړنګ شي او په ترڅ کې به یې هغه اعتیبار ته صدمه ورسېږي چې افغانان یې د امریکا په مرسته ددغه ملک په مالي سیستم باندي کوي.

ورځپاڼه لیکي چې افغان مشرانو په خلګو کې د ویرې د له منځه وړلو په موخه ژمنه کړې چې د خلګو پیسې به خوندي ساتي. دغه ویره او اندېښه د روانې اونۍ په پیل کې هغه مهال راپورته شوه چې د افغانستان د مرکزي بانک چارواکو د کابل بانک د اجرایوي ریْس فیروزي او د بانک د مشر شیرخان فرنود د استعفا غوښتنه وکړه.

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې دغو دواړو کسانو په ډیرې بې باکۍ سره ددغه بانک چارې پر مخ وړي دي او په میلیونونو ډالر یې د جمهور ریْس کرزي متحدینو ته پور ورکړي او دغه راز یې میلیونونه ډالر په بې ثباته کاروبارونو کې لګولي. داسي کاروبارونه چې په کښی تاوان و.

ورځپاڼه لیکي چې ددغه بانک ستونزې او اداري فساد د افغانستان باریکه مالي سیستم ته چې د طالبانو د رژیم وروسته د امریکا په مرسته پیل شو، یو مستقیم ګواښ دی.

ورځپاڼه لیکي چې د کابل بانک د شریکانو له جملې څخه یو د جمهور ریْس حامد کرزي ورور، محمود کرزی دی او د همدغه شریک د سیاسي قدرت له وجې دغه بانک تر اوسه پوري د پلټونو نه بچ و.

که چیري د خلګو د اعتماد مسله، د کابل بانک نه پسي ور واوړي او د خلګو اندېښنه پیسي پراخه شي نو داسي ښکاري چې په یقیني ډول به د افغانستان د حکومت پر منابعو باندي اغیزه وکړي او په دې صورت کې به امریکا مجبور ه شي چې مداخله وکړي.

ورځپاڼه د افغان او امریکايي چارواکو له قوله لیکي چې وايي اوس خو داسي نښې نښانې نه تر سترګو کېږي چې د کابل بانک په هکله ویره او اندېښنه دي په ټول ملک کې خپره شوې وي خو امریکايي او افغان چارواکي وايي چې نور افغاني بانکونه هم ښايي د ورته ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

ورځپاڼه لیکي چې تر دغه دمه امریکايي چارواکو دا رد کړې چې ددغه بانک سره به مالي مرسته وکړي. د سپینې ماڼۍ یو نطاق تامي وایټور وویل چې مونږ د افغانستان مرکزي بانک حمایه کوو چې په کابل بانک کې د فساد د خپرو شویو رپوټونو د پلټنې په ترڅ کې د نړیوالو نورمونو او شفافو طرزالعملونو نه کار واخلي.

ورځپاڼه لیکي چې افغان جمهور ریْس حامد کرزي په یوه خبري کنفرانس کې ژمنه وکړه چې حکومت به یې په دې بې ثباته حالت کې چې پر کابل بانک راغلی د خلګو د پیسو تضمین وکړي. ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت دمخه لا کابل بانک ته ۱۰۰ میلیونه ډالره ورکړي دي چې د دوه لکو پنځوس زرو حکومتي مامورینو د معاشونو تضمین وکړي. ورځپاڼه د ښاغلي کرزي له قوله لیکي چې خلګ دي وارخطا کېږي نه مونږ په کافي اندازه پیسې لرو چې ددغه بانک ملاتړ وکړو حتی که د ملک ټول مالي نظام ړنګ هم شي په هغه صورت کې هم په کافي اندازه پیسې شته چې ملاتړ یې وشي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي کرزي دغه خبري د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس سره په یوه خبري کنفرانس کې وکړې. هغه لویدیځې رسنۍ په دې تورنې کړې چې د افغانانو ترمینځ یې بې اساسه ویره راپارولې ده.

ورځپاڼه لیکي چې زیات شمیر افغانان په بانکونو کې پیسې نه ساتي او د نړیوالو سټندردونو له مخې هم کابل بانک ډیر کوچنی دی خو په افغانستان کې د یوه ثابته مالي سیستم رامنځ ته کول په دغه مک کې د امریکا مهم هدف دی چې د افغانستان سره د عصري اقتصادي نظام په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د کابل بانک یو بل شریک د جمهور ریْس د مرستیال، قسیم فهیم ورور حسین فهیم دی. ورځپاڼه د کابل بانک د دوو چارواکو له قوله لیکي چې وايي د یوې اونۍ په ترڅ کې مارشال قسیم فهیم څو ځلي د جرمني نه د کابل بانک چارواکو ته زنګ وهلی دی چې د خپلې کورنۍ پیسې وژغوري.

ورځپاڼه د کابل بانک د ریْس فیروزي له قوله لیکي چې وايي د هغه شریک شیرخان فرنود په دوبۍ کې په داسې حال کې په جایدادونو باندي ۱۶۰ میلیونه ډالره لګولې کله چې په کال ۲۰۰۷ کې مالي بحران راغلی وو.

ورځپاڼه لیکي چې په دوبۍ کې اوس دغه لوی کورونه د احمد ضیا مسعود، او د جمهور ریْس کرزي د ورور محمود کرزي په لاس کې دي.

د بلي خوا د رویټرس خبري آژانس کندهار ته د امریکا د دفاع د وزیر رابرت ګیټس د سفر په هکله لیکي.

چې د دفاع وزیر ګیټس د جمعې په ورځ وویل چې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې د افغانستان امنیت ته ګواښ دی خو د ناټو په مشرۍ د قواوو او پاکستان د پوځ ترمنځ همکاري مخ پر زیاتیدو ده.

آژانس لیکي چې په پاکستان کې راغلیو سیلابونو د پوځ پر عملیاتو باندي تاثیر اچولی دی او ځنډولي یې دي.

آژانس زیاتوي چې افغانستان تل پاکستان په دې تورنوي چې اسلامي تندرو ډلو ته یې په خپل ملک کې ځای ورکړی دی. جمهور ریْس کرزی دغو تندلارو ته د افغانستان د امنیت دپاره د ستر ګواښ په سترګه ګوري.

آژانس لیکي چې ګیټس کندهار ته سفر وکړ او هلته یې د آمریکايي عسکرو سره وکتل . ښاغلي ګیټس وویل چې له بده مرغه په پاکستان کې د راغلیو سیلابونو له کبله به پاکستاني پوځ په دې ونتوانېږي چې ژر عملیات پیل کړي خو هغه وویل چې د حل لاره دا ده چې د ایساف افغانستان او پاکستان ترمنځ ددغو اهدافو په په نښه کولو کې همکاري زیاته شي.

د ګیټس خبري په داسی حال کې کېږي چې په افغانستان کې د بهرنیو قواوو شمیر ۱۵۰ زرو عسکرو ته رسیدلی او د ۲۰۰۱ کال راهیسي وضعه په ټول ملک کې تر ټولو خرابه ده. د ملکیانو او نظامیانو تلفات اوج ته رسیدلي دي.

ټاکل شوې چې د ډیسمبر په میاشت کې به جمهور ریْس اوباما د افغانستان د ماموریت تګلاره ارزیابي کړي.

XS
SM
MD
LG