د لاس رسي وړ اتصالات

مطبوعات: د انتخاباتو د شکایاتو د کمیسون کارکونکو ته د رشوت وړاندیزونه شوي


دکرېسچن ساېنس مانېټر ورځپاڼه د سپتمبرپه ٢٢مه لېکی چې دافغانستان د انتخاباتو د شکاېاتوپه برخه کې تحقېق کوونکی له گواښ سره مخ دی او درشوت ورکولو وړاندېزونه ورته شوېدی.

دواشنگټن اېکسپرېس ورځپاڼه د پنجشنبی په ورځ لېکی چې د باب ووډ ورډ په کتاب کې هغه اختلافات راڅرگند شوېدی چې په افغانستان کې دجمهوررئېس اوباما د جگړی د پلان په برخه کې موجود دی.

دکرېسچن ساېنس مانېټر ورځپاڼه د سپتمبرپه ٢٢مه لېکی چې دافغانستان د انتخاباتو د شکاېاتوپه برخه کې تحقېق کوونکی له گواښ سره مخ دی او درشوت ورکولو وړاندېزونه ورته شوېدی. ورځپاڼه لېکی چې د انتخاباتو دشکاېاتو دکومېسېون دمامورانو کار دادی چې دافغانستان د پارلېمانی انتخاباتو نتېجه چې تېره اونی سرته ورسېدل معلومه کړی. ورځپاڼه د کاپېسا دولاېت په باب وايی چې تراوسه پورې د انتخاباتو د شکاېاتو دتحقېق ډلی دری کاندېدانو کاندېدې فسخ کړېده. په دې کې ېو شمېر کاندېدان د قوی جنگسالارانو له خوانه حمآېه کېږی. دغو کاندېدانو درواغ وېلی چې هغوی دانتخاباتو په وخت کې له خپلو حکومتی چوکېونه استعفې کړېده. اوس هغوی د شنبی دورځی په انتخاباتو کې د تقلب په پېداکولو لگېادی. په دې ترڅ کې، هغوی تور لگوی چې پولېسو په راېو اچولو کې لاسوهنه کړېده او دانتخاباتو کارگران د ېوشمېر کاندېدانو په گټه کار کوی.

ورځپاڼه لېکی چې دکاپېسا په ولاېت کې د انتخاباتو دشکاېاتوپه کومېسېون کې ېوحقوق پوه او دری قاضېان کار کوی. دافغانستان په ٣٣ نورو ولاېتونو کې هم همدارنگه هېئت کار کوی. هغوی په دی برخه کې هلی ځلی کوی چې ددغه هېواد د تازه انتخاباتو د شکاېتونو چاره وکړی.

دهغوی فېصلی به په مخفې وي او زېاتره به دهغوی په صداقت او اېمانداری پوره اړه ولری اوهمدارنگه به دهغوی په زړورتېا پورې هم اړه ولری، ځکه چې دهغوی کار ډېر خطرناک دی. هغوی به له ډېر فشارسره مخ وی او په دې برخه کې به ترېوې اندازې پورې ېوازې او مستقل وی او دا په دوی پورې اړه لری چې کوم شکاېت وغورزوی اوکه دکوم په اړه تحقېق وکړی.

دکرېسچن ساېسن مانېټر ورځپاڼه لېکی چې دانتخاباتود شکاېاتوکومېسېون ته اوس دوه زره شکاېتونه د انتخاباتو له ورځې راهېسی وررسېدلی دی. په دې ترڅ کې ١٧٠٠ شکاېتونه له انتخاباتو نه مخکی وررسېدلی وو. ورځپاڼه لېکی چی دا شمېر شکاېتونه له هغو شکاېتونو نه چی دتېرکال د جمهوری رېاست په انتخاباتو کې شوی ډېر دی.

ورځپاڼه لېکی چې د انتخاباتو دشکاېاتود ولاېتی کومېسېون له سپېن ږېري مشر نه پوښتنه وشوه چې اېا دده هېئت به وبېرول شی که نه ؟ هغه په فېلسوفانه انداز ووېل چې اول خو موږ له خدای نه وېرېږو؛ دوېم له قانون نه وېرېږو او تردې راوروسته نو موږ له مجرمانونه ، وېره نلرو. سېد محسن ودان ووېل چې هغوی دری کاندېدان د کاندېدتوب له حقوقو نه محروم کړېدی اوهغوی زښتی ډېرې روپی مصرف کړی وی او ډېر قوي ملاتړ لری. خوموږ ترېنه نه بېرېږو.

دکرېسچن ساېنس مانېټر ورځپاڼه په پاې کې لېکی چی نړېوال څارونکی اندېښنه څرگندوی چی په هغو ولاېتونوکې چې ډېر امن پکې نشته دی د انتخاباتودشکاېاتو ولاېتی هېئت به څومره مقاومت وکړلی شی اودڅومره فشار په مقابل کې به ودرېږی.

د بلي خوا دواشنگټن اېکسپرېس ورځپاڼه د پنجشنبی په ورځ لېکی چې د باب ووډ ورډ په کتاب کې هغه اختلافات راڅرگند شوېدی چې په افغانستان کې دجمهوررئېس اوباما د جگړی د پلان په برخه کې موجود دی

ورځپاڼه لېکی چې دا جگړه اوس لسم کال ته نېژدی کېږی. دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما هڅه وکړله چې دغه جگړه چې د ېوڅه وخت لپاره له نظره غورزول شوی وه کنترول کړی. ددې په نتېجه کې ېوه داسی ستراتېژی منځته راغلله چې هېڅوک ېې خوشاله نکړل. په دې پلان باندی چی څومره اختلافات د اوباما په اداره کې او ېاترېنه بهر موجود دی ، هغه د باب ووډ ورډ په اثر Obama’s War ېا داوباما جگړه نومی نوي کتاب کې راغلی دی. په کتاب کې، دافغانستان د خروج د ستراتېژی د رېښو په باب تفصېل ورکړل شوېدی او وايی چې دا پلان ډېر سېاسی ملحوظات لری نسبت دېته چې دامرېکا ملی گټی په کې په نظر کې نېول شوی وی. په کتاب کې داهم څرگنده شوېده چې جمهوررئېس اوباما دېته اندېښمن دی چې د امرېکا د عامو خلکو او خپل گوند ملاتړ به له لاسه ورکړی.

د Obama’s War په کتاب کې دهغه له قوله لېکل شوېدی چې هغه وايي : زه له دوه کلونو راهېسی له عامو خلکو سره په دې مسله کې مخ ېم. هغه دېته اشاره کوله چې دده اداره په دې غورکوی چې دعامو خلکو اراده او صبر ېو حد لری. په همدی برخه کې دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس وېلی دی چې امرېکا او دناټو انډېوالان پکارده چې مشخص پرمختگ ددی کال تراخره پورې څرگند کړی که نه نو ددې خطر شته دی چې دعامو خلکو ملاتړ له منځه ولاړ شی.

په کتاب کې داهم ښکاره کېږی چې د جمهوررئېس اوباما مرستېالان اوسلاکاران په افغانستان کې د جگړی په سر ژور اختلافات درلودل، حتی په هغه وخت کې هم چې جمهوررئېس په دې موافقه وکړله چې د عسکرو شمېر دری چنده کاندی. داکار د پخوانی جمهوررئېس جورج بش ددوری دعراق په جگړه کې د عسکرو د زېاتوالی مسلی ته ورته ښکاری. په ېوه مجلس کې جمهوررئېس اوباما ووېل چې زه د خروج ېوه ستراتېژی غواړم.

دسېنی ماڼی نطاق رابرت گبز ددې کتاب په باب ووېل چې اختلاف نظر خامخا منځته راته او زه فکر کوم چې په دې کتاب کې د پالېسی د جوړونی بهېر په ډېر قوت سره څرگند شوېدی چی ېوه داسی ستراتېژی منځته راوړل شی چې ددې فرصت ولری چی په افغانستان کې زموږ اهداف منځته راولی.

XS
SM
MD
LG