د لاس رسي وړ اتصالات

'روسیه په افغانستان کې ستر نقش ته سترګي په لاره ده'


'روسیه په افغانستان کې ستر نقش ته سترګي په لاره ده'
'روسیه په افغانستان کې ستر نقش ته سترګي په لاره ده'

دکرېسچن ساېنس مانېټر ورځپاڼه لېکی چې جمهوررئېس کرزی مسکو ته تللی دی اوروسېه دېته سترگی په لارده چې په افغانستان کې ستر نقش ولري.

ورځپاڼه لېکی چې دافغان اولسمشر سفر مسکو ته په دې اونی کې په تېرو دوه لسېزو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د دواړخېزو اړېکو د ټېنگولو لپاره لومړی عالی غونډه گڼل کېږي. دافغانستان وروستی جمهوررئېس چې مسکوته ېې سفر کړی و هغه ډاکټر نجېب الله و، چې د روسېې په ملاتړ رژېم ېې لا برقرار و چې دروسېې عسکر له افغانستان څخه ووتل. کرېسچېن ساېنس مانټېر لېکی کله چې روسېې له افغانستان څخه خپل عسکر واېستل نوترهغی وروسته، پخوانی شوروی اتحآد په مختلفو جمهورېتونو باندی ووېشل سو. له هغه وخت وروسته روسېې دافغانستان په جنجالی سېاست کې له لاسوهنی ېوه خوندی فاصله ځانته اختېارکړله. خو سره له ېې هم په ډېر ځېر ، ددغه هېواد ننداره کوله.

اوس روسېه دېته لېواله ده چی په افغانستان کې ستر نقش ولری او په تدرېج سره غواړی د افغانستان په مساېلو کې خپله برخه پراخه کړی.

ورځپاڼه لېکی چې مسکو ته د ښاغلی کرزی د سفر په ترڅ کې توقع ده چې روسېه له افغانستان سره دسېاسی ، ټولنېزو، اقتصادی او دفاعی همکار تړونونه لاسلېک کړی. په دې کې به ېوشمېر هغو مهمو پروژو بېا فعالول هم شامل وی چې دپخوانی شوروی اتحآد په واسطه پېل شوی وې. روسېه نه ېوازې دېته لېواله ده چې دغو بنېادی پروژو ته مرستی برابری کړی او افغانانو ته روزنه ورکړی بلکه دخپلو تجارانو لپاره هم د ېوه مړۍ خوندی کړی او په مقابل کې ېې افغانانو ته په تخېنکی برخو کې ښوونه وکړی.

په دغو مهمو پروژو کې د سالنگ د لاری بېا رغونه ، چې دافغانستان د شمالی برخی له جنوب سره نښلوی شامله ده. دروسېې چارواکی وايی چې ددغی لاری بېارغونه په نړېوالو مرستو ، دروسې دمسلکی ماهرانو له خوانه کېدلی شی.

دکرېسچېن ساېنس مانټېر ورځپاڼه لېکی، روسېه په افغانستان کې د گټی لپاره فرصتونه وېني. تېرکال د روسېې حکومت افغان حکومت ته 20 زره کله شېنکوفونه چې د AK-47 په نامه ېادېږی ورکړل اوتقرېبا 250 افغان پولېسان ېې وروزل.

ورځپاڼه په افغانستان کې دروسېې د سفېر انډرې اوېتسېان له قوله لېکی چې سږکال روسېه هېله لری چې خپل مصروفېت پراخه کړی او دهغو افغانانو شمېر زېات کړی چې دوی دپوځ لپاره روزنه ورکوی. دغه افغان نظامی منصبداران له مسکو نه بهر روزل کېیږی.

هغه زېاتوی چی په افغانستان کې عمومی حالات هغومره ندی خوندی او امن شوی چې زه ورته امن اومصون ووېلی شم. موږپه شمال کې پرله پسی جگړی وېنو او دا موږ پرېشانه کوی. ځکه داجگړی تقرېبا زموږ په سرحد کې پېښېېږی ځکه چې د مرکزی اسېا سره سرحدونه په بشپړ ډول خلاص دی.

دکرېسچېن ساېنس مانټېر ورځپاڼه لېکی چې روسېه په افغانستان کې دناټواوامرېکا ېې عسکرو لپاره هم پرېشانه ده او دا اندېښنه ېې څرگنده کړېده چې زموږ د کور شاته پراته دی خو له بل پلوه له افغانستان څخه دترهگری دخطر له منځه تللو ته هم ترجېح ورکوی. اوس داهم وېنی چې خپل اثر اورسوخ له امرېکا اوناټو سره په دې زېات کاندی چې خپل نفوذ دمرکزی اسېا په هېوادونو کې استعمال کړی.

XS
SM
MD
LG