د لاس رسي وړ اتصالات

ابراهیمي: د افغانستان جګړه به هیڅوک ونه ګټي


ابراهیمي: د افغانستان جګړه به هیڅوک ونه ګټي

ابراهیمي: د افغانستان جګړه به هیڅوک ونه ګټي

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لخدار براهیمي په قلم چې پخوا په افغانستان کې د ملگرو ملتونو خاص استازی وو یومطلب خپور کړی دی. په دې مقاله کې راغلي دي چې د امریکا په مشرۍ د یاغیانو پرضد جگړه د طالبانو د سخت مقاومت سره روانه ده.دا هم غیر واقعي ښکاري چې وویل شي طالبان به له منځه ولاړ شي.

د ا فغانستان د حکومت او د امریکا د هڅو سره سره چې غواړي د طالبانومشران د حکومت سره یوځای شي، اوس هم داسې ښکاري چې دغه جگړه به همداسي دوام وکړي او پای یې هم نه معلومیږي.

نیویارک ټایمز لیکي، د مخالفینو د ادغام پروسه به دومره وکړي چې یوشمیروړې ډلې د حکومت خواته را وبولي خو دا چې ډیرشمیر مخالفین د حکومت خواته رامات کړي، دا به سرته ونه رسیږي.

ورځپاڼه لیکي چې داسې معلومیږي چې هیڅ کومه خوا به هم په دې قادره نه شي چې بشپړه بریا ترلاسه کړي. په عین حال کې په غربي نړۍ کې له جگړې سره د خلکو ملاتړ ورځ په ورځ کېمدو دی. هاخوا افغانان هم د جگړې نه زیات ستړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، په خپل وار د افغانستان طالبان هم د خلکو د مقاومت سره مخامخ دي او خلک نه غواړي د طالبانو له قاعدې سره یوځای شي چې غواړي په خلکو باندي ډیرشدید اخلاقي ضوابط په زور وتپي. د افغانانو په منځ کې په هغو ځایونو کې چې طالبان حاکم نه دي، نړیوالو مرستو د خلکو د ژوند کچه اوچته کړی ده. دغه کار په طالبانو باندې فشار ډیر کړی دی اوهمدارنگه په پاکستان کې هم په طالبانو فشار زیات شوی دی.

نیویارک ټایمز لیکي، د افغانستان ستونزه یواځې د حامد کرزي او طالبانو ترمنځ د خبرو له لیاری چې د کرزي ملگري هم په کې دخالت ولري ختمیدلای شي. په دې خبرو کې باید په پاکستان کې د طالبانو ملاتړې او نورې سیمه ایزې او نړیوالې خواوی باید شاملې وي. امریکا تراوسه پورې د خبرو سره ډیره علاقه نه ده ښودلې او په دې فکر ده چې کیدای شي د جگړې له لارې وکړی شي انډول بدل کړي. خو لخدار براهیمی لیکي چې ددوی په فکر د مذاکراتو د پیل کیدلو دغه ډیر ښه فرصت دی. ځکه چې د امریکایانو قواوې اوس په افغانستان کې ترهروخت زیاتې دی.

نیویارک ټایمز لیکي، بلخوا د افغانستان د حکومت مخالفین دا وغواوي چې په حکومت کې برخه ولري، یواځې په انتظار ایستلوسره نه ترسره کیږي. امریکایانو دا تمایل ښودلی دی چې د ٢٠١۴ کال نه وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. نو د طالبانو د پاره ښه خبره داده چې دوی د افغانستان د داعیې د حل لپاره د مذاکراتو لاره خپله کړي.

ورځپاڼه د مقالې په دوام لیکي، چې دا خبرې به اسانې نه وي: افغانان باید په مناسبه اندازه طالبانو ته دغه حق ورکړي چې په مرکزي او ولایتي حکومتونو کې خپله ونډه ولري، طالبان دې د انتخاباتو نتیجو ته درناوی وکړي. اسلامي قوانین د کالیو، اخلاقیاتو په برخه کې په نظر کې ونیول شي اود عدالت په تامین کې ښکاره شي. بشري حقوق او دښځو حقوق ومني، په دې برخه کې پریکړه وکړي چې د جنگ مجرمین د عدالت منگلو ته وسپاري، او ځنې طالبان د پولیسو او پوځ په صفوفو کې جلب شي. په دغه جوړجاړي کې د بهرنیانو وتل هم د مخالفینو د یوه شرط په حیث ترغورلاندې ونیول شي.

لخداري لیکي چې دی د یوې موسسې دمشر په حیث چې د افغانستان د مسئلې د خواوو سره دخیل دی، د دې جگړې د مختلفو خواوو سره د څو کلونو راهیسې اړیکې لرلې دي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم د افغانستان د حکومت مخالفین د مجاهدینو په شان ویشلي نه دي خو داسې هم نه دي چې سل په سلو کې یو موټۍ وي. په دوی کې د کویټې شورا چې د ملاعمرترمشری فعال دي، د حقاني ډله ده چې د طالبانو سره خواخوږي لري او همدارنگه د اسلامي حزب دی چې د گلبدین حکمتیار ترمشرۍ لاندې فعالیت لري.

ورځپاڼه زیاتوي، د ځینو کسانو سره چې خبرې شوي دي هغوی ډیرسخت دریزه دي. هغوی وايي چې د مذاکراتو له پاره څه اعتبار نه ورکوي. باید بهرنیان خامخا له افغانستان نه ووځي. هغوی وايي دا زمونږ ملک دی. خو ځینی نوربیا په دې عقیده دي چې یو څه باید ورکړې او څه واخلې. دوی ددې پلویان دي چې د مذاکراتو لاره خپله کړي. د حقانی د ډلې خلکو ویلي دي چې دوی د ملاعمر مشري مني نو ځکه دوی په مستقله توگه مذاکرې نه شي کولی خو د مذاکرې ملاتړ کوي.

نیویارک ټایمز لیکي، د هغه عمومي نظر په خلاف چې پاکستان ټاکونکی برخه لري، باید وویل شي چې پاکستاني خواوې په زیاتیدونکی اندازه له دې نه شاکي دي چې یاغیان به ددوی په ملک کې تاوتریخوالی ته زورورکړي. هغو پاکستاني افسرانو چې له افغان طالبانو سره یې مرستې کړي دي اوس یې کنټرول له لاسه ورکړی دی. اوس یو جهاني تسهیل کونکي ته اړتیا لیدل کیږي چې مذاکرات مخ ته یوسي. هغه به د مختلفو خواو سره خبرې پیل کړي. د سولې د راوستلو لپاره جهاني تضمینونه، مرستې او سوله ساتونکو ته اړتیا شته ده. جهاني ټولنه پخوا په بوزنیا، کمبودیا او نورو برخو کې د مشابه ستونزو سره مخامخ شویده، نود افغانستان خبره هم ډیره مهمه ده او په کې د مایوسیت ځای نه دی.

XS
SM
MD
LG