د لاس رسي وړ اتصالات

نشنل: افغانان وېره لري چې د عسکر وتل به په کورنیو جګړو واوړي


نشنل: افغانان وېره لري چې د عسکر وتل به په کورنیو جګړو واوړي
نشنل: افغانان وېره لري چې د عسکر وتل به په کورنیو جګړو واوړي

د نشنل خپرونه د جولای په ۲۲مه لیکي چې افغانان له دې نه وېره لري چې هسې نه کله د ناټو عسکر له افغانستان څخه ووځي او دوی بېرته د کورنۍ جنګ له تکرارېدو سره مخ شي.

دکرېسچن ساېنس مانېټر ورځپاڼه لېکي په داسی حآل کې چی ناټو له افغانستان څخه دخپلو عسکرو دوتلو تکل کوي ، له ېوشمېر افغانانو سره د طالبانو د بېرته راستنېدلو اندېښنې پېدا کېږی. په دې برخه کې دنورېستان او کونړ په ولاېتونو کې ېوشمېر افغانان اندېښمن دي.

د کرېسچن ساېسن مانېټر ورځپاڼه لیکي چې ډېرو افغانانو لپاره دا د نارامۍ خبره ده چی په افغانستان کې نړېوال پوځي موجودېت پاې ته رسیږي او دا اوس په نږدې آینده کې په نظر راځي.

د اګست په مېاشت کې به دامرېکا د عسکرو اوله جوپه له افغانستان څخه دامرېکا دعسکرو د وتلو د تدرېجی بهېر د پېل په توګه وتلی وي. دکاناډا عسکرو به خپل محاربوي مامورېت په افغانستان کې پای ته رسولی وي او د افغانستان په ۷ سیمو کې به دامنېت مسوولېت افغان قواوته ور سپارل شوی وي.

خو په داسی حآل کې چې خارجي قواو ې له افغانستان څخه په څټ کېږي دافغانستان په ېوشمېر ولاېتونو کې لکه نورستان، او کونړکې ښايی دنوېو ستونزو لپاره کړکۍ خلاصه شي.

په دې سېمو کې ډېر افغانان دا اندېښنه لري چې کله طالبان راستانه شي نو اېا حکومتی قواووی به وکولی شي چې ثبات او امن وساتی او که نه.

دامرېکا قواووې په دغو ولاېتونو کې له ېوشمېر سېمونه د ۲۰۰۹م کال څخه را په دې خوا وتلي دي. ددغو سېمو اوسېدونکي اوس وايی چې داسېمی اوس په موثر ډول د طالبانو په ولکه کې دی.

هغه ېاغېان چې په افغانستان کې دېره دي هغوي پر پاکستان باندی برېدونه کوي؛ ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او نړېوالی اړېکی له فشار سره مخ کوي. خوامرېکا او ناټو وايي چې په داسي حآل کې چې ېوشمېر سرحدی سېمی به له ستونزو سره مخ وی خو دوي په سرحدي سېمو کې دهرډول تېري مخه نشي نېولی. ددې په ځاې دوي هېله من دي چې په ېوشېمر مهمو سېمو باندې تمرکز، دهغو سمېو د ثبات سبب کېدلی شی. او دا ثبات به په تدرېج باندې نورو سېمو ته خپور شي.

دکرېسچن ساېنس مانېټر ورځپاڼه لېکي چې دافغانستان په ېوشمېر ولاېتونو کې لکه کونړ اونورېستان حالات داسي ښکاري چې ترټولو نورو سېمو نه زېات جنگونه اومرگ ژوبلی پکې کېږي. د ۲۰۰۹م کال داکتوبر په مېاشت کې ېاغېانو د امرېکا ېوه پوسته په نورېستان کې تقرېبا گډو ډوه کړی وه.

خو د ۲۰۰۹م کال په اخرو کې امرېکا اوناټو خپل ډېرلېري پراته مرکزونه په دې خاطر بندکړل چې د نفوسو نه ډک مرکزونه په جنوب کې خوندی کړي، نسبت دېته چې په لېرې کلېوالو سېمو کې داکار وکړي. اوس په نورستان کې ناټو داېمي مرکز نلري او په کونړ کې ېې هم دوه مرکزونه افغان قواو ته وسپارل. کرېسچن ساېنس مانېټر وايی طآلبانو داکار په خپله گټه تعبېیر کړ او وې وېل چې له دې ځاېونو نه دناټو په څټ تلل دهغوي دماتی مانا لري.

دکرېسچن ساېنس مانېټر ورځپاڼه لېکی په دې مېاشت کې هم ېاغېانو دافغانتستان په څلورو سرحدي پوستو باندې د کامدېش په اولسوالۍ کې غټ برېد وکړ. په دې ترڅ کې په لسهاو عسکر ووژل شول او دغه راز په څو پوستو باندې ېرغل وشو خو افغان قواو ډېر ژر بېرته ونېول.

دامرېکا د قواو ډگرمن ډان وېلسن چې دکونړ اونورستان ولاېتو دېوې برخې مسوولېت لري وايي چې که موږ منابع او قابلېتونه ولرو نو موږ به په تدرېجي ډول له دې ځای نه نوروسېمو ته خواره شو او کنترول به ېې کړو.

د نشنل خپرونه د جولای په ۲۲مه لېکی چی افغانان له دېنه وېره لری چی هسی نه کله د ناټو عسکر له افغانستان څخه ووزی او دوی بېرته د کورنی جنگ له تکرارېدو سره مخ شی.

دتېرې ېکشنبې په ورځ دناټو په مشرتابه قواو په رسمي ډول افغان قواوته د ۷ مهمو سېمو د امنېت د سپارلو کار پېل کړ. دابه اول ځل وي چې له لس کلن جنگ نه وروسته افغان امنېتی قواوی پولېس او ملی اردو دامنېت مسوولېت په غاړه اخلی خو دامنېت دانتقال بهېر دتشدد اومرگ ژوبلی له زېاتوالی سره ملگری دی.

د نشنل خپرونه لېکی چې دا عبوري مراسم د سختو امنېتی ترتېباتو په ترڅ کې ترسره شول. خو له ېوشمېر خلکو سره دعدم اعتماد او قابلېت دتوان په برخه کې وېرې موجودې دي چې اېا افغان عسکر به د طالبانو په وړاندی کله چې دوي ېوازې پاتی شی جگړی ته ادامه ورکړی شی ا و که نه.

کرېسچن ساېسن لېکی چارواکږ ووېل که څه هم داېتلاف قواو دېته ادامه ورکړله چې امنېتي کنترول افغان قواوته وسپاري ، خو ېاغېانو دکندهار په ولاېت کې پر ېوه پوسته باندې په برېد کې دری تنه پولېسان د ټوپکو په ډزو کې ووژل.

په دې کې د ولسوالۍ د پولېسو دامنېه قوماندان هم شامل دی. رپوټ وايی په همدغه برېد کې دوه ېاغېان هم ووژل شول.

دتېری چارشنبی په ورځ په هېلمند کې هم د ېاغېانو برېدونه په داسي وخت کې پېل شول چی د برتانېې قواو په لشکرگا ه کې امنېتي قومانده افغان قواوته وسپارله.

ورځپاڼه زېاتوي چې د چارشنبی په ورځ د وخته د ناټو دقواو له خوا نه په رسمي ډول، د هلمند ولایت د مرکز لښکرگاه امنېتی مسوولېت، افغان قواو ته دېو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپارل شو. د لښکرگاه ښار د هېلمند مرکزاو درېمه سېمه ده چی امنېت پکې افغان قواو ته وسپارل شو.

کرېسچن ساېنس مانېټر وايي تر لښکرگاه دمخه د بامېانو ولاېت او دمهتر لام د ښار ونو امنېت هم افغان قواو ته سپارل شوېدی.

کرېسچن ساېسن لېکي چې د امېنت د انتقال بهېر زېاتره په ښارونو پورې محدود دی. په دې کې د مهتر لام او هرات ښار هم شامل دی. ددې کار ېو علت دادی چې امېنت په لېرې سېموکې ډېر خراب شوېدی . د پنجشېر ټول ولاېت امنېت به د ېکشنبی په ورځ افغان قواو ته وسپارل شي.

د ۲۰۱۱م کال د مارچ په مېاشت کې د افغا ن اردو شمېر۱۶۰ زره ته رسېده او هڅه کېدله چې داشمېر ۱۷۱زرو ته د اکتوبر تر مېاشتی پورې ورسېږي.

کرېسچن ساېنس مانټېر لېکي چې امنېتي چارواکې وايي چې د ښارونو امنېت ساتل کېدلی شي خو د شاوخوا سېمو په برخه کی به ستونزې موجودی وي.

ېوه تن کرېسچن ساېنس مانېټر ته ووېل چې د ده کور له مهتر لام نه شل دقېقی فاصله لري خو د ده سېمه کې امنېت نشته . ځکه چې هلته نه پولېس شته او نه پوځ. هلته شپه او ورځ طالبان گرځي.

XS
SM
MD
LG