د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: واشنګټن د پاکستان د دوه مخي سیاست نه بې صبره شوی


نیویارک ټایمز: واشنګټن د پاکستان د دوه مخي سیاست نه بې صبره شوی
نیویارک ټایمز: واشنګټن د پاکستان د دوه مخي سیاست نه بې صبره شوی

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکي چې پاکستان ته پکار ده چې دامرېکا له خوا نه د نظامي مرستو ځنډولو ته دېوه ټېنگ خبرداري په نظر وگوري. او په دې پوه شي چې واشنگټن نور ددوي د دوه مخي سیاست په وړاندې بې صبره شوېدی.

دامرېکا د پولېټېکو ورځپاڼه د جولای په 28 مه لېکي چې د امرېکا دخزانې وزارت وايي چې اېران القاعده ته پېسې ورکوي.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د جولای په 28 مه لېکی چې د اوباما د حکومت دا فېصله چې پاکستان ته ۸ ملېونه ډالره مرسته وځنډوي، داپوښتنې را پېداکوي چې امرېکا ولي پاکستان ته د نظامي مرستو لېږلو ته دوام ورکوي. امرېکا پاکستان ته د کال دوه بلېونه ډالره مرسته په امنېتي چارو کې ورکوي.

سپېنې ماڼۍ داکار وروسته له هغه نه وکړ چی داوباما حکومت ته دا معلومات په لاس ورغلل چې اسامه بن لادن د پاکستان پاېتخت ته نېژدې د ېوې مشهورې نظامي اکاډېمۍ ترڅنگ اوسېدی. تردی وروسته بېا پاکستان د امرېکا ېوشمېر نظامي روزونکي له دغه هېواد څخه وایستل.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکي چې پاکستان ته پکار ده چې دامرېکا له خوانه د نظامي مرستو ځنډولو ته دېوه ټېنگ خبرداري په نظروگوری. او په دې پوه شي چې واشنگټن نور د دوي د دوه مخکي سیاست په وړاندې بې صبره شوېدی.

ورځپآڼه لېکي چې که دا معامله همداسي ترډېرې ا وږدې مودې پورې دوام وکړي نو دواړو خواوو ته به غټ تاوان ورسوي.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکي چې پاکستان ته به د ټولونظامي مرستو پاېته رسول ېوه غټه اشتباه وي. امرېکا داهڅه مخکي کړېده خو ډېرناوړه نتاېج ېې ورکړېدي. د 1990 په لسېزه کې واشنگټن د پاکستان د اټومی پروگرام په برخه کې په غوسه و او ددې پرواېې ونکړله چې د شوروي اتحاد له ېرغل نه وروسته به په افغانستان کې څه پېښ سي نو په دې توگه پر پاکستان باندی تقرېبا ټولی مرستی بندې کړې اوخپل ملاتړ ېې پاېته ورساوه. د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکي چې د پاکستان پوځ او پاتی خلک لاتراوسه پورې په دې کار په غوسه دي.

نېوېارک ټاېمز لېکي چې که چېرې پر پاکستان ټولې مرستې ودرول شي نو هغه هېله به هم پاېته ورسېږي چې اسلام اباد به د القاعده اونورو افراطېانو خلاف همکارۍ ته دوام ورکړي. له بلی خوانه پنټاگان پاکستان ته ضرورت لري چې د اکمالاتي لارې په توگه ترېنه کار واخلي چې خپل عسکر په افغانستان کې هم د خوراک، پوښاک ، دوا، او هم دوسلو له اړخه اکمال کړي. که چېري ددې امکان را پېدا شي چې له طالبانو سره سوله وکړي نو بېا به هم پاکستان پکې دخېل وی.

ورځپاڼه لېکي هغه 1.5 بلېونه ډالره چې پاکستان ته په ملکي برخه کې ورکول کېږی چې د روغتونونو، اېنرژۍ او ښوونې اوروزنې په پرمختگ ولگېږي ، ددغومرستو بندول خو بېخي بې دلېله کار دی. په دې کې اړتېا دېته ده چې دامرستی په مناسبه توگه اداره شي چې په ځاې ولگول شي اوپه دې برخه کې هېله دا ده چې ېووخت به ډېر باثباته پاکستان چې ډېرشک اوبدگوماني به پرې نه وي منځته راشي.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه په پاې کې لېکي چې د جمهوررئېس اوباما حکومت پاکستان ته د پراخه اړېکو د درلودلو مناسب فرصت ورکړ چې پاکستان ېوه نوې لاره غوره کړي. خو پاکستان ددې په ځاې چې له دې فرصت نه گټه واخلي هغوی دعدم تحمل، او امرېکا ضد احساساتو څرگندونه وکړله . له بل پلوه ېې له هند نه دوېرې ډېر مبالغه امېزه تصور وړاندي کړ. ددوې بل خېال دا دی چې دوي د ترهگرۍ خلاف جگړې ادامی ته له واشنگټن سره د ېوی مرستې په نظر گوري. ورځپاڼه لېکي چی د پاکستان داېندې د ښه کولو لپاره له هغوي سره ډېر کم وخت پاته دی.

دامرېکا د پولېټېکو ورځپاڼه د جولای په 28 مه لېکي چې دامرېکا دخزانې وزارت وايي اېران القاعده ته پېسې ورکوي. اېران له القاعدې سره ېوه پټه معامله کړېده چې دهغې له مخې به القاعدې ته مالي مرستې برابروي چې القاعده په افغانستان او پاکستان کې نوي غړي راجلب کړي.

پولېټېکو لېکي چې دامرېکا دخزانې وزارت دا خبره د پنجشنبې په ورځ وکړله. دخزانې دوزارت ېوه چارواکي ووېل چې هېله ده دغه څرگندونې دالقاعده دغه نقش او کار چې افغانستان او پاکستان ته د نغدو پېسو او ترهگرو د تبادلې دېوې کړۍ په توگه گڼل کېږي، گډوډ کړي.

دغه شبکه هغه مرکزي لاره ده چې القاعده پرې پېسې انتقالوي او دمنځني ختېځ نه خپل جنگېالي جنوبی اسېا ته بېايي.

خو داسوشېتېد پرېس خبري اژانس لېکي چې دامرېکا په استخباراتي کړېو کې لاپه دې خبره عدم توافق او بحث روان دی چی داېران اوالقاعده اړېکی به څومره پراخی وي.

پولېټېکو په پاې کې لېکي چې دامرېکا دخزانې وزارت په دې برخه کې دکوم اېرانی چارواکي نو م وانخېست چې له ترهگرۍ سره تړاولری. او نه ېې داېران اوالقاعده د پټی معاملی په برخه کې کوم تفصېل خپور کړ چی د جمهوررئېس اوباما اداره ېې ادعا کوي.

XS
SM
MD
LG