د لاس رسي وړ اتصالات

انډیپینډینټ: د کابل حملې پر پولیسو شکونه پیدا کړي


انډیپینډینټ: د کابل حملې پر پولیسو شکونه پیدا کړي

انډیپینډینټ: د کابل حملې پر پولیسو شکونه پیدا کړي

دبرتانېې دانډېپېنډېنټ ورځپاڼه دپنجشنبی په ورځ د سپتمبر په 15 – مه لېکي چې په کابل کې دامرېکا پر سفارت اوناټو پردفتر باندې برید ، د کابل دپولېسو په برخه کې شکونه پېدا کوي. داسوشتېد پرېس خبری اژانس هم په همدې موضوع تبصره کړېده .

د برتانېې د The Independent ورځپاڼه د پنجشنبی په ورځ لېکي چې په افغانستان کې دامرېکا سفیر رېان کراکر ووېل هغه شل ساعته جگړه چې ېاغېانو په کابل کې وکړله او 11 ملکېان پکې ووژل شول، هغه دومره غټه خبره نه وه. هغه غوښتل چې د کابل په زړه کې شخړه او گډوډي بې اهمېته څرگنده کړي.

رېان کراکر ددې چپاوي برېدونو پړه په پاکستان کې دېره د حقاني پرډلې باندې ور واچوله. جگړه هغه وخت پاې ته ورسېدله چې جنگي هېلېکوپټرود ېاغېانو پرمورچلونو باندې په هغه 12 پوړېزې ودانۍ کې ډزې وکړې چې هغوي پکې سنگر نېولی و.

د برتانېې د The Independent ورځپاڼه لېکي چې ښاغلي کراکر استدلال وکړ چې دراکټ پنځه شپږ ډزی چې اته سوه مېتره لېری وغورځېدلې تهاجمی برېد ندی ، بلکې وېرونه ده ځکه چې دهغوي همدومره له لاسه پوره دي، هغه ووېل دا په حقېقت کې دهغوي دکمزورۍ څرگندونه کوي.

په دغه پېچلي چپاو کې ، ېوولس ېاغېانو پرېمانه وسله او ښه ډېر مهمات له امنېتی پوستونه راتېرکړل او ورسره ېې دا اوازې او اټکلونه خپاره شول چې ښايي وسله والو مخالفېنو داکار دامنېتي مامورانو په همکارۍ سرته رسولی وي. په دې توگه دا شک او بدگوماني زېاته شوله چې اېا افغان امنېتي قواوې دېته چمتو دي چې له ناټونه دخپل هېواد امنېتي مسوولېت په غاړه واخلی اوکه نه.

داسي معلومېږي چې افراطېانو به ددې برېد په پلان له څو اونېو راهېسي کار کړی وي. چارواکي وايی داکار ډېر دقېق او د اوږدې مودې ښکاري چې په ېوه داسی ځای کې چې نېم جوړ شوی اونېم لا پاتی دی دومره وسله اومهمات ځای په ځای کړی شي.

اسوشېتېد پرېس لېکي چی داسي ښکاره شوه چې ېا ېاغېانو وسله اومهمات په دولسم منزل کې مخکی ترمخکی ذخېره کړي وو او ېا ښايی ېوڅه ېاغېان هم هلته مخکی ترمخکې له ټوپکواومهماتو سره ننوتلی وو.

جگړه د چارشنبی په ورځ په نه نېمو بجو پاې ته ورسېدله. ېاغېانو ټول ټال 16 افغانان وژلی وو، په دی کې پنځه تنه افغان پولېسان هم شامل وو. دامرېکا پرسفارت به هغوي د شپږ ېا 7 راکټونو ډزی کړې وي. اسوشتېدپرېس لېکي د 11 ېاغېانو له جملې نه څلور تنه ځان مرگي وو چې د کابل ښار په نورو برخوکې ېې برېدونه کړی وو. خو په پای کې ټول برېدکوونکی ووژل شول.

د برتانېې د The Independent ورځپاڼه لېکي له دغی 12 پوړېزې ودانۍ نه چې ېاغېانو پکې ځای نېولی و، دناټو مرکزي دفترونه او دامرېکا سفارت په ډاگه ښکاري. همدارنگه نور ځاېونه هم ترېنه ښکاري چی دهغوی لپاره په مهمو افدافو کې شمیرل کېدلی شی. همدارنگه دغه ځای د دېپلوماتېکي ساحې او جمهوري رېاست نه تر ېوکېلومترنه ښايي کمه فاصله ولري.

د برېد په ورځ باندې ېاغېان په ېوه ون موټر کې راغلل او ځانونه ېې په چادري گانو کې له نظ‏ره پټ ساتلي وو. هغوي له دغی ودانۍ نه بهر سمدلاسه دپولېسو ېو قوماندان او د استخباراتو ېو مامور چې په دغه ودانۍ کې موظف وو، ووژل.

کله چې هغوي دننه ولاړل هغوی د پولېسو چټک ځواب او عکس العمل له قوې سره تقرېبا اته ساعته جگړه وکړله. دناټواو افغان قواو هېلېکوپټرونو هم پردغه ودانۍ باندی برېدونه پېل کړل خو جگړه شل ساعته وروسته پاېته ورسېدله. دوه افراطېان په لسم منزل کې ووژل شول.

د برتانېې د The Independent ورځپاڼه، لېکی چې د جون په مېاشت کې چې ېاغېانو په کابل کې په ېوه هوټل کې برېد وکړ، وروسته بېا افغان استخباراتو ووېل چې پولېسو له هغوی سره مرسته کړی وه. ورځپاڼه، په پای کې دنېو امرېکن سېکېورېټی د مرکز دېوه غړي له قوله لېکي چې وايي داخبره ېقېنی ده چې ېا دکابل په افغان امنېتي مسوولېنوکې د چاله خوانه همکاري شوېده اوېا داستخباراتو ناکامي ده.

ورځپاڼه په پاې کې تبصره کوي چې دغه محاصره د ناټو او افغان متحدینو لپاره خجالت اوره کار و، دکابل دېپلوماتېکو منابعو د ناټودرئېس فاغ راسموسېن په دې تبصره "... دافغانستان دښمنان ندی کامېاب شوی او عبوری بهېر به له لاری نه وانه ړوی " ملنډی وهلې.

ېوه معتبر دېپلومات وپوښتل چې کوم عوامل به ددې سبب شی چې څوک فکر وکړي چې په دې شېانو له سره غور اوفکر پکاردی؟

XS
SM
MD
LG