د لاس رسي وړ اتصالات

فایننشل ټایمز: افغانستان د پاکستان په پرتله هندوستان غوره وباله


فایننشل ټایمز: افغانستان د پاکستان په پرتله هندوستان غوره وباله

فایننشل ټایمز: افغانستان د پاکستان په پرتله هندوستان غوره وباله

د فاېننشېل ټاېمز ورځپاڼه داکتوبر په پنځمه لېکی چې افغانستان د ستراتېژېک تړون اوملگرتېا لپاره د پاکستان په پرتله هندوستان غوره وباله.د برتانېې The Independent ورځپاڼه داکتوبرپه 6-مه لېکي چې دافغانستان اوهند ترمنځ ستراتېژېک تړون د پاکستان امنېتي ادارې په غوسه کړېدي.

د فاېننشېل ټاېمز ورځپاڼه لېکي چې دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د چارشنبی په ورځ ووېل چې افغانستان په دې خاطر د ستراتېژېک تړون لپاره هندوستان غوره کړ چې دسولې په راوستلوکې مرسته وکړي ځکه د هند اقتصاد غېښتلی دی او خلک ېې ازاده دي.

ښاغلي کرزي دهندوستان په پلازمېنه نوې ډېلۍ کې د چارشنبې په ورځ ووېل چې که څه هم پاکستان دافغانستان د غبرگوني ورور په څېر دی، مشترک قومیت او دېن لري خو د ده هېواد هندوستان ته مخ ور اړولی دی چې خپلې اقتصادي اړېکی ورسره پېاوړي کړي او امنېتی اړېکې ورسره غښتلي کړي ځکه چې د هندوستان اقتصاد قوي او په چټکۍ سره پر مخ روان دی.

کرزي زېاته کړه : " دا ستراتېژېک تړون د هېڅ ېوه ملک خلاف ندی. دا د افغانستان لپاره دی چې دهند له قوت څخه کار واخلي. هند دا پېاوړتېا لري چې زموږ سره مرسته وکړي. "

د فاېننشېل ټاېمز ورځپاڼه ليکي چې دا تړون به پاکستان په غوسه کړي. پاکستان نه ېوازې افغانستان ته په دې نظر گوري چې اسلامي اړېکی ورسره لري؛ بلکې دېوه ستراتېژېک هېواد په سترگه ورته گوري چې که چيري له هند سره په شخړه کې راگېر شي نو افغانستان ته به په شا ولاړ شي.

پاکستان له دې نه ښه په کلکه وېره لري چې د خپل سرسخت دښمن هندوستان په واسطه به ترېنه کړۍ چاپېره شي. د هند او دناټو ېوشمېر جنرالان پرپاکستان باندي تور لگوي چې په افغانستان کې ېې په دې خاطر دخپلو نماېنده افراطي ډلو په واسطه جگړه پېل کړېده چې خپل اثر او رسوخ ته پکې دوام ورکړي.

دفاېننشېل ټاېمز ورځپانه د ېوه امرېکايی ماهر جمېز برېزر له قوله لېکي چې دغه تړون د پاکستان او هند په اړېکو کې وروستی نرموالی زېانمنوي او د پاکستان دا نظرېه په دې برخه کې نوره هم پسي تقوېه کوي چې افغانستان ته د هند د استخباراتي عملېاتو د ېوې پوستې په نظر گوري.

جمېز وايی چې دا کار به د پاکستان د سخت درېځو هغه استدلال نور هم تقوېه کړي چې ولسمشرکرزی ته د هندوستان او پاکستان ترمنځ د نفوذ او قدرت پراخـونی د سطرنج په لوبه کې دهندوستان دېوه پېاده په نظرگوري، په همدی بنا پاکستان باېد دکرزی رژېم په هره وسېله چې وي رانسکور کړي.

هغه تړون چې د ولسمشرکرزي او دهند وستان د صدراعظم من موهنسنگ ترمنځ لاسلېک شو، هندوستان ته دا موقع په لاس ورکوي چې دافغانستان پوځ او پولېسو ته روزنه ورکړي. پردې سر بېره د هند صنعتي او تجارتی کمپنېو ته دا لاره هم خلاصوي چې دافغانستان دکانونو ، تېلو اوگازو د منابعو په انکشاف کې پانګه اچونه وکړي.

فاېننشېل ټاېمز دهندوستان دېوه معتبر دېپلومات له قوله لېکي چې دغه تړون هغو کارونو ته رسمي بڼه ورکړله چې همدا اوس ېې هند سرته رسوي. دا تړون ېوڅه خلاوې ډکوی او دهند اوپاکستان همکاری د 2014 م کال نه اخواهم کله چې دافغانستان څخه بهرنی قواوی ووزی، تضمېنوي.

د برتانېې The Independent ورځپاڼه دافغانستان اوهندترمنځ د ستراتېژېک تړون په برخه لېکي چې د ولسمشرکرزی له خوانه له هند سره د ستراتېژېک تړون لاسلېک کولو، د پاکستان امنېتی اداری په غوسه کړېدی. که څه هم ښاغلی کرزی هڅه وکړ له چې دخپل هېواد اړېکی له پاکستان سره ښې وساتي او پاکستان ېې غبرگونی ورور وباله؛ او په دې ېې هم ټېنگار وکړ چی اسلام اباد سېمی ته د اوږدی مودې سولی په راوستلوکې ستر ه ونډه لرلی شي.

ښاغلي کرزي په هغه وېنا کې چې په دې مناسبت ېې وکړله وویل چې دی یوداسي وخت تصور کوي چې په دې قادرشي چې دسهار ناری په هندوستان کې وکړي ، غرمنی په پاکستان کې وخوری او ماښامنی ته بېرته خپل هېواد ته راستون شي. ښاغلي کرزی د سېمی دواړو اټومي قدرتونو ته ووېل چې په سېمه کې دترهگرۍ ماتول زموږ اوستاسي ګډ هدف دی.

د برتانېې The Independent ورځپاڼه لېکي چې ښاغلي کرزي په نوي ډېلي کې ووېل " پاکستان زموږ ورور دی او هند موستر دوست دی. هغه تړون چې موږ له خپل دوست سره لاسلېک کړ هغه به زموږ وروروته زېان ونه رسوي. داستراتېژېک تړون دېوه هېواد خلاف هم ندی. داستراتېژېک شراکت ددې لپاره دی چې افغانستان سره مرسته وکړي.

د برتانېې The Independent ورځپاڼه لېکي چې پاکستان په افغانستان کې دهند له فعالېتونو سره زښت ډېر حساسېت لري او د نوي ډېلۍ د انگېزو په برخه کې پوښتنې لري. داسی تړون چې امنېتي همکاري زېاته کړی په خاصه توگه چې مانا ېې په افغانستان کې دهندوستان دعسکرو زېاتوالی وي که څه هم دروزنی په نقش کې وی، ډېر پاروونکی عمل ثابتېدلی شي.

XS
SM
MD
LG