د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: د سولې په خبرو کې د حقاني شبکه هم شامیلیدای شي


کلینټن: د سولې په خبرو کې د حقاني شبکه هم شامیلیدای شي

کلینټن: د سولې په خبرو کې د حقاني شبکه هم شامیلیدای شي

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېرې هېلري کلنټن دسه شنبې په ورځ دروېټرز له خبري اژانس سره په مرکه کې اشاره وکړله چې امرېکا د سولې د خبرو دروازه خلاصه پرېښې ده، او په دې کې حتی د حقاني ډله هم شاملېدلی شي.

دروېټرز خبري اژانس لیکي چې د امرېکا د بهرنېو چارو وزېرې هېلري کلنټن دسې شنبې په ورځ اشاره وکړله چې امرېکا د سولې د خبرو په برخه کې ور خلاص پرېښی دی. هغې ووېل امرېکا د سولې په ټولو شونو اړخونو ، حتی د حقاني دشبکی په شمول غور کوي.

دحقانی شبکه هغه ډله ده چې امرېکاېې چارواکي ېې دمرگ ژوبلو په پېښوکې ملامته بولي او دواشنگټن هغه پلانونه له خطر سره مخ کولا ی شي چې له افغانستان څخه ېې د خپلوقواوو د خوندي اېستلو لپاره جوړ کړېدی. کله چې له هېلری کلنټن نه پوښتنه وشوه چې اېا دا په دې عقېده ده چې د حقاني د ډلې خلک به له دافغانستان د حکومت سره پخلاېنې ته کښېني او کنه، هغې ووېل اوس موږ په داسي حالت کې ېو چې د حقاني اونورو دهغو په څېر ډلو ته د دښمنو په نظر وگورو؛ هغوی دامرېکا ېانو، افغانانو او داېتلاف دقواو لپاره په افغانستان کې ډېر خطر پېښوي.

خو موږ، دهغو هڅو د دروازې د بندولو کوښښ نه کوو بلکې دا پریکړه کوو چې اېا مخ په وړاندی کومه لاره شته ده او کنه.

هېلري کلنټن د روېټرز له خبري اژانس سره په مرکه کې زېاته کړله چې دا اوس له وخته مخکي خبره ښکاري چې اېا په دوي کې کومه ډله او ېاکوم فرد، په ټېنگه په سوله ولاړ دی کنه.

روېټرز لېکي په واشنگټن کې دا خبره له جنجال نه ډکه ده چې اېا دحقاني ډله دسولې په تړون کې چې د اوباما د ادارې له خوا نه دافغانستان د لس کلنې جګړې د پالېسی ېوه مهمه برخه ده، شامله شي او که نه. امرېکايي چارواکي دا ډله تېره مېاشت دامرېکا پرسفات باندې په کابل کې د برېد او دلارېو د بم چونی په برخه کې مسووله بولي. دلارېو په بم چونه کې دامرېکا په شلهاو عسکر زخمي شوي وو.

دامرېکا د بهرنېو چارو وزارت د کانگرس دماڼۍ له خوانه له فشار سره مخ دی چې ولې ېې تراوسه پورې د حقاني ډله په رسمی ډول دترهگرنو په لېست کې شامله کړې نده. د امرېکا چارواکي وايي چې د حقانی ډله د ېوې ترهگري ډلې په توگه په غربي پاکستان کې پرته ده.

سپېنی ماڼۍ هم دپوځ دپخواني ستر جنرال ماېک مولن له هغو ادعاگانو نه ځان په شا کړ چې وېل ېې د پاکستان استخباراتو د حقاني له ډلی سره د سپمتبرد 13 مې نېټې په برېد کې چې د امرېکا پر سفارت ېې کړی و، مرسته کړی وه. خو دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما او نورو خپل انډېوال هېواد پاکستان ته خبرداری ورکړ چې پکارده دهغو افراطی ډلو سره په سختۍ باندی عمل وکړی چې د امرېکا او پاکستان اړېکې سره شلوي.

دروېټرز خبري اژانس لېکي چې د مطبوعاتو رپوټونه وايي د حقاني د ډلې له نماېندگانو سره دخپلو هڅو دېوې برخې په توگه مجلسونه کړېدي، خو تراوسه پورې ېې نتېجه نده ورکړې.

دروېټر خبري اژانس لېکي چې په دې تازه مېاشتو کې د پخلاېنې هڅې داوباما د حکومت د افغانستان د ستراتېژۍ، ېوه مهمه برخه گرځېدلې دي. که څه هم دامرېکا اوناټوقواوې دافغانستان په ختېځ او جنوب کې په جگړه بوختې دي.

دروېټرز خبري اژانس لېکي چې دسږکال په اولو کې هېلري کلنټن، د اول ځل لپاره د سولې هڅې د سېمه ایزې پالېسۍ دېوې برخې په توگه اعلان کړلې. هغې ووېل چې واشنگټن به دافغانستان د حکومت او د هغو سرتېرو ډلو ترمنځ د سولې دهڅو ملاتړ وکړي چې ېو شمېر شراېطو باندې برابر وي. په دې کې به د مرگ ژوبلی نه لاس اخېستل، او دافغانستان داساسي قانون منل شامل وی.

هېلري کلنتن ووېل چې د سولی د هڅو سره سره به امرېکا خپلې نظامی مبارزې ته ادامه ورکړي ځکه سپېنه ماڼي هېله کوی چې داکار به افراطي ډلی دېته اړکړي چې د مذاکراتو په بهېر کې په ټېنگه برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG