د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما اداره غواړي د افغانستان محاربوي نقش بدل کړي


اوباما اداره غواړي د افغانستان محاربوي نقش بدل کړي
اوباما اداره غواړي د افغانستان محاربوي نقش بدل کړي

دوال سترېت ژورنال ورځپاڼه دنومبر دمېاشتې په درېمه لېکي چې داوباما اداره په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د نظامي مامورېت محارب نقش ؛ دنظآمی سلاکارۍ او مرستی نقش ته، ډېر ژر ېعنی تر بل کال پورې بدل کاندي.

دگلوب اېنډ مېل ورځپاڼه لېکی چې د استانبول په کنفرانس کې تر لس دولسو نه زېاتو هېوادونو په سېمه کې دامنېتی تړون په برخه کې په دې ټېنگار وکړ چې دافغانستان په چاروکې مداخله ونشی.

دوال سترېت ژورنال ورځپاڼه دنومبر دمېاشتی په درېمه لېکي چې داوباما اداره په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د نظآمی مامورېت محارب نقش ؛ دنظآمی سلاکارئ او مرستی نقش ته، ډېر ژر ېعنی تر بل کال پورې بدل کاندي.

دامرېکا د حکومت معتبر چارواکي وايي ددې گام پورته کول به دامرېکا د عسکرو نظآمی نقش او مامورېتونه له هغه وخت نه ډېر مخکی بدل کاندی چی دعملی کېدلو پلان ېې په 2014 م کال کی جوړ شوېدی.

ددغه گام او چتول به دامرېکا د ستراتېژۍ لپاره په افغانستان کې ډېر پراخ نتاېج ولري. ېوله هغو نتاېجو نه دادی چې داگام دامرېکا هغه اوسنی پالېسی چې دافغانستان د نفوس په ساتنه تمرکز کوی په تدرېج سره بدلولی ېا په ټپه درولی شی. ددې په ځای به په خاصو سېمو کې د ترهگری ضدعملېات سرته ورسېږي او په همدی مسله به ټېنگاروشی. ددې ترڅنگ به دافغانستان د عسکرو په روزنه باندی ټېنگار او تمرکز وشی. دامرېکا يی عسکرو محآرب نقش چی په روزنه باندی بدل شی نو دامرېکا له هغه پلان سره هم مرسته کولی شی چې دامرېکا قواوی په چټکی سره له افغانستان څخه راواېستل شی. که څه هم چارواکی وايی چې په افغانستان کې دعسکرو د ساتلو په شمېر باندی لابحث پرمخ ندی تللی چی دا معلومه کړي چې څومره عسکر هلته وساتل شی.

په افغانستان کې دامرېکا په ستراتېژئ باندی بېا کتنه د جگپوړه چارواکېو په مجالسو کې پېل شوېده. په دغو مجالسو کې د دفاعی او ملکی چارو لوړ پوړه چارواکی شامل دی خو تراوسه پورې کومه فېصله نده شوی. د پالېسۍ جوړوونکی په نورو لار و چاروهم غور کو ي چې ددغه مامورېت په ېوشمېر برخو نوی کتنه وشی.

وال سترېت ژورنال لېکی چارواکی وايي دمحارب نقش نه د سلاکارۍ نقش ته رسمی بدلون دناټو د تړون له رسمی مجلس نه وروسته چې د راتلونکي کال دمی په مېاشت کې به وشی راتللی شی.

د وال سترېت ژورنال ورځپاڼه لېکی چی په دغه وخت کې به دامرېکا د جمهوری رېاست دانتخاباتو تودې مبارزی دوام ولری. ېوشمېر چارواکي په دې برخه کې، له عراق سره دافغانستان د مسلی پرتله کوي او وايی چې جمهوررئېس براک اوباما په 2009 م کال کې وېلي وو چې په عرا ق کې دامرېکا د عسکر و محارب نقش د سلامشوری او مرستی په نقش په عراق کې بدل شی او په عراق کې د جگړی دمحارب نقش رسمی پای اعلان کړی شی. په دې توگه له 2009 م کال له نېمايی نه وروسته د امرېکا زېات شمېر عسکر په خپلو بارکونو کې محدود وو.

وال سترېت ژورنال لېکی چې امنېتی شراېط په عراق اوافغانستان کې ېو له بله متفاوت دی. له همدی امله به دامرېکا دعسکرو مرستی ته په خاصه توگه د خاصو عملېاتو قواو ته اړتېا موجوده وی. هغوی به دېته ادامه ورکړی چې له خپلو افغان شرېکباڼؤ سره په جگړه کې ملگرتېا ته ادامه ورکړی. که څه هم دامرېکا پوځ به د سلامشوری نقش غوره کړی وي.

دامرېکا ددفاع چارواکی وايی چې امرېکا به سره له دې هم په دېرو محاربو ي عملېاتوکې مستقېما دخالت ولري، خو افغان قواوی به تر زېاتی اندازې پورې مخکښ نقش ولری. دوال سترېت ژورنال ورځپاڼه ددفاعی چارو دېوه چارواکی له قوله لېکي چی داسی نده چې موږ به ېوازې دروزنی چارې پرمخ بېاېو اومرسته به کوو او افغانان به په خپله هرکار کوي او موږ به له بدو خلکو سره نه جنگېږو. دابه ناسمه خبره وي چې داسی فکر وشي چی امرېکا په دې غور کو ي چې په افغانستان کې جگړه ترهغه وخت نه مخکی پاېته ورسوی چې توقع ېې کېږی.

دگلوب اېنډ مېل ورځپاڼه لېکی چې د استانبول په کنفرانس کې تر لس دولسو نه زېاتو هېوادونو په سېمه کې دامنېتی تړون په برخه کې په دې ټېنگار وکړ چې دافغانستان په چاروکې مداخله ونشی. په دې برخه کې دېپلوماتېکی هڅی کېږی چې افغانستا ن ددښمنو ډول د لاسپوڅو د جگړ ې په مېدان بدل نشی او په داسی حال کې چې دناټو قواوی به له دغه هېواد نه وزی دا هېواد تجزېه نشی.

گلوب اېنډ مېل لېکی چې داستانبول په کنفرانس کې لاسلېک کوونکی دېته متعهد دی چې دافغانستان د خاوری دتمامېت ساتنه وکړی. هغوی وعده وکړله چې د ترهگرانو خوندی ځاېونه به ورانوی. په دغه تړون کې پاکستان ، چېن ، هند ، اېران ، قزاقستان، کېرغېزېستان ، تاجکستان، روسېې ، سعودی عربستان، ترکېې ، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو لاسلېکونه کړېدی.

گلوب اېنډ مېل په پای کې لېکی چې ددغه دفاع تړون اصلی موخه داده چې بهرنېان دافغانستان په چاروکې له لاسوهنی نه اېسار کړی شی.

XS
SM
MD
LG