د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوست: د کرزي ولسي غوښتنې د امریکا د پاره ګرانې دي


واشنګټن پوست: د کرزي ولسي غوښتنې د امریکا د پاره ګرانې دي

واشنګټن پوست: د کرزي ولسي غوښتنې د امریکا د پاره ګرانې دي

د واشنگټن پوست په ورځپاڼه کې د امرېکا او افغانستان د رتلونکو اړېکو په باب د ورځپاڼې د مسوول مدېر په قلم لېکل شوې ېوه سرمقاله چاپ شوې او د لاس انجېلېس ټاېمز،ټاېمز اف لندن ، او انډېپېنډېنټ ورځپانو د هغې دېپلوماتېکي شخړې په اړه رېپوټونه چاپ کړي دي چې په واشنگټن کېېې د پاکستان سفېر راگېر کړی .

په داسې حال کې چې په کابل کې د عنعنوي لویې جرگې استازي امرېکا سره د افغانستان د راتلونکو اړېکو د نوعېت او طالبانو سره دروغې جوړې دخبرو په هکله خپلو مشورو ته دوام ورکوي ،د واشنگټن پوست د جمعې په ورځ په خپله سرمقاله کې ولېکل چې جمهور رېس حامد کرزي داسې ېوه مهمه ولسي غوښتنه کړې چې متحده اېالاتو ته به ېې منل ډېر گران وي. غوښتنه داده چې د ناټو او امرېکا عسکر باېد نور د افغانانو د کورونو تلاشۍ او د شپې له خوا برېدونه پاې ته ورسوي.

ورځپاڼه لېکي شاېد چې د دومره ښکاره زړورتېا نه به په ارادي ډول د ښاغلي کرزي اصل مرام او مقصد دا وي چې د لوئ جرگې نه په استفاده، خپل ځان ته گټه ورسوي او هم د امرېکا ته په سېاسي برخه کې په کافي اندازه نفع او خېر ورسوي. ورځپاڼه لېکې راځۍ چې ټول ېې د برېالېتوب هېله وکړو.

واشنگټن پوست لېکي، دافغانستان جمهور رېس خپل پوره کوښښ کوي چې په ١٣٩٣ هجري شمسي کې په افغانستان کې د ناټو د پوځونو د وتلو نه وروسته د لسو نورو کلونو پورې امرېکا سره د خپلې راتلونکې نظامي ملگرتېا او انډېوالئ د پېاوړي کولو په منظور د ولس ملاتړ لا سته راوړي.

ورځپاڼه واېې چې د امرېکا لپاره د افغانستان سره راتلونکې استراتېژېکې تړون حېاتی اهمېت لري ځکه چې امرېکاېې ځواکونه به وکولې شي چې په افغانستان کې د خپلو پوځي اډو نه په استفاده وکړي.

ورځپاڼه لېکي چې امرېکا دغو اډو ته د القاعدې پر خلاف د خپلوعملېاتو جاري ساتلو ته اړتېا لري او په بدل کې به ېې د افغانستان حکومت د امرېکا نه د خپل پوځ د روزلو لپاره نظامي روزنه اونغدې پېسې لا سته راوړي.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکې چې ددغه شان دوامدارو نظامي مرستو نه په غېر به د دافغانستان حکومت په ډېر لږ وخت کې سقوط وکړي.

واشنگټن پوست لېکي چې په عېن وخت کې د اوباما اداره کوښښ کوي چې افغانستان سره د ستراتېژېکې تړون نه په استفاده ، پاکستان او طالبان خبرو ته وهڅوي او کومې گټې چې ېې په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو په موده کې لاس ته رواړي، ضاېع نه شي، چې افغانستان نه د القاعدې د سړو شړل او د مهمو سېمو نه د طالب جنگېالو اېستل په کې شامل دي.

ورځپاڼه واېې چې د امرېکا لپاره به ددې تړون ېوه مهمه گټه دا وي چې د اوباما د ادارې د ټاکلي تقسېم الاوقات په رڼا کې به د افغانستان د امرېکاېې ځواکونو د وتلو غېرمطلوبې او ناوړه اغېزې کمی شي، ځکه امکان لري چې طالبان او پاکستاني ملاتړ کوونکي ېې د کرزي د حکومت دمنلو پر ځاې بهتره وگڼي چې دامرېکاېې عسکرو د وتلو پورې صبر وکړي او بېا راپورته شي.

واشگټن پوست لېکي چې ددغې موافقې منظورول چې د تېرو څو مېاشتو نه پرې پټې خبرې روانې وې، د ښاغلي حامد کرزي لپاره به دومره زر اسان نه وي، ځکه چې په هغه باندې د اېران، روسېې او پاکستان په شمول ، د گاونډي ملکونو فشار زښت زېات شوې چې د اوږدې مودې لپاره دې په افغانستان کې امرېکاېانو ته اجازه نه ورکوي چې خپل نظامي موجودېت ته دوام ورکړي.

واشنگټن پوست لېکي بله مهمه خبره داده چې جمهور رېس کرزې مجبور دې، هغه افغانان قانع کړي چې په خپل ملک کې دلوېدېځو قدرتونو دوامدارو پوځي عملېاتو او اوښتې تاوان له امله ستومانه شوي دي او همدا وجه وه چې د جرگې په شروع کې د ښاغلي کرزي تر ټولو لومړۍ غوښتنه دا وه چې د ناټو د ځواکونو له خوا د کورونو تلاشي او د شپې برېدونه باېد نور پاې ته ورسېږي.

واشنگټن د اوباما حکومت ته مشوره ورکوي چې د کرزي د غوښتنې ېوه ښه لاره به دا وي چې امرېکاېې قوماندانان د عملېاتو پر مهال د افغانستان د حکومت عسکر مخې ته کړي چې وېې کړي،خو د تړون په بدل کې چې د افغانستان حکومت د ډېروکلونو پورې دامرېکا نه د مالي مرستې کومه غوښتنه کوي ، عملي کول به ېې ورته گران وي ځکه چې د امرېکا حکومت نه شي کولې چې د کانگرس نه ېې منظوري واخلي.

واشنگټن پوست واېې د افغانستان کوم ملي پوځ چې امرېکا او ناټو په ډېرو پېسو او محنت روزلې دی ، هر کال به کم ترکمه درې مېلېارده ډالر په کار ولري چې په سم ډول فعالېت وکړي.

ورځپاڼه ددغه استراتېژېکې تړون مخالفانو او ملاتړ کوونکو دواړو ته په پاې کې مشوره ورکوي چې مخالفت دې نه کوي ځکه چې همدغه تړون په افغانستان کې د غرب د ېوه طرفدار حکومت د باقي ساتلو لپاره ېواځېنۍ لاره ده او دا چې د امرېکا پوځ ته موقع برابروي چې په افغانستان او پاکستان کې د راتلونکو امنېتي او ټروېسټي خطرونو سره مقابله وکړي. ورځپاڼه واېې هېله ده چې زر تر زره به لاس لېک شي او کرزې به وکولې چې په خپل ولس باندې ېې ومني.

په عېن وخت کې د آمرېکې د لاس انجېلېس ټاېمز ورځپانې ، د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د پاکستان حکومت په واشنگټن کې خپل سفېر، حسېن حقاني وروسته دهغې په اصطلاح د مشورې لپاره اسلام اباد ته ور وغوښت چې وېل کېږي، په پاکستان کې د ېوې بلې پوځي کودتا د مخنېوي لپاره ېې امرېکاېې چارواکو ته د جمهور رېس اصف علي زرداري په هداېت ېو پټ لېک لېکلې ؤ.

لاس انجلېس ټامېز لېکي چې ددغه جنجال د راپورته کېدو نه وروسته حسېن حقاني په ېوه غټ مشکل کې گېر شو او .کله چې پاکستاني تاجر، منصور اعجاز د لندن د فاېننشل ټاېمز په ورځپاڼه کې مقاله ولېکله او دغه لېک ېې رسوا کړ. لاس انجلېس ټاېمز واېې که څه هم چې حسېن حقاني د خپلې دندنې نه د استعفا لپاره امادگي ښودلې، او اعجاز منصو رهم دا نه دي وېلې چې لېک حقاني لېکې ؤ، ډېر امکان شته چې دغه شخړه به د ښاغلي زرداري او د پوځ دلوئ درستېز جنرال اشفاق کېاني ترمنځ مشکلات نور هم زېات کړي.

د لندن د ټاېمز ورځپانه په خپله تبصره کې لېکي چې په واشنگټن کې دپاکستان سفېر خپلو نژدې انډېوالانو ته دا خبره کړې ده چې زر به د خپلې وظېفې نه برطرف او گوښه شي. ورځپاڼه په پاې کې واېې اعجاز منصور چې د فاننشېل ټاېمز په ورځپاڼه کې ېوه نا معلوم لوړ پوړي پاکستاني دېپلومات ته اشاره کړې وه، هدف ېې حسېن حقاني ؤ.

خو حسېن حقاني د لندن د انډېپېنډېنټ سره په مرکه کې په نوموړي جنجالي لېک کې دهر ډول لاس درلودلو نه انکارکړې او د امرېکا د پوځ دسترو درستېزانو پخوانې رېس ماېک مولن هم واېې چې ماته داعجار منصور په نوم کوم پاکستاني تاجر لېک نه دی راکړې او نه زه دغه سړې پېژنم.

XS
SM
MD
LG