د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوست: امریکا باید د افغانستان په برخه کې خپل دریځ روښانه کړي


Posjetioci u dijelu zoolo&scaron;kog vrta u Cirihu koji dočarava tropsku pra&scaron;umu u prilici da, uspinjanjem uz neobične stepenice, dođu i do samog vrha kupole koja natkriva taj tropski, pra&scaron;umski ambijent.<br />
Posjetioci u dijelu zoolo&scaron;kog vrta u Cirihu koji dočarava tropsku pra&scaron;umu u prilici da, uspinjanjem uz neobične stepenice, dođu i do samog vrha kupole koja natkriva taj tropski, pra&scaron;umski ambijent.<br />

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې یو وروستۍ گڼه کې لیکلي دي چې امریکا د افغانستان په اړه باید خپل دریځ څومره ژر چې کیږي روښانه کړي. د مقالې لیکوال انتوني کوردسمن چې د افغانستان د جگړې په اړه یې ډیرې مقالې لیکلي دي وايي هغه وروستی شی چې امریکا ورته په اوسنیو خاصو شرایطو کې چې په دغه هیواد کې سږکال دنومبر په میاشت کې د ولسمشرۍ ټولټاکنۍ کېږي اړتیا لري اودغه هیواد ته مهمه ستونزه جوړوي هغه د بودجې یو بل بحران دی، او ورسره د یوې بلې لسیزې جگړه ده چې امریکا یې د پرمخ وړلو توان نه لري خو په کښي راښکیله ده

امریکایی مامورینو ویلي دي چې دوی خپلې ټولې قواوې د ٢٠١۴ کال په پای کې له افغانستان نه باسي، او په افغانستان کې د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو په ترڅ کې خپل پوځي لگښتونه ډیرزیات کموي.

اوس امریکا یواځې څو میاشتې لري چې پریکړه وکړي چې څه وکړي. امریکا باید همدارنگه د افغانستان د پوځ او حکومت د تمویل په برخه کې هم غوڅه پریکړه وکړي. امریکایان اوس پوښتنه کوي چې ایا دوي به وکړی شي چی ترکال ٢٠٢٠ پوري ددې هیواد ټولې امنیتي او پراختیایې اړتیاوې پوره کاندي.

واشنگټن پوسټ د مطلب په دوام لیکي، د ولسمشر اوباما اداره او همدارنگه د جمهوري غوښتونکي گوند کاندیدان په دې اړه غلي دي، خو په عین حال کې هغه څیړنې چې د امریکا او د بریتانیې حکومتونو، نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک له خواسرته رسیدلي دي داسې څرگندوي چې د امریکا او نړیوالو پوځونو په ایستلو سره افغانستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کیدی شي نو ځکه باید ددغه هیواد سره په پراخه پیمانه اقتصادي او پولي مرستې وشي.

نړیوالې ټولنې په خپل حضور باندي په دې هیواد کې پریمانه پیسې لگولي دي او دغه پیسې ددې سبب شویدي چې په دې ملک کې اقتصادي خوځښتونه زور واخلي او د دې هیواد اقتصادي انجن په هغوي وچلیږي. دغه پیسې ددې سبب کیږي چې حکومت خلکو ته خدمات ورسوي او خپل مشروعیت وساتي. همدارنگه نړیواله ټولنه د افغانستان اردو او پولیس تمویلوي. دغه حالت باید ترهغه وخته پوري دوام وکړي ترڅو طالبان او نوریاغیان له ماتې سره مخامخ شي یا دا چې په دې هیواد کې روغې جوړې ته چمتو شي.

واشنگټن پوسټ لیکي، دافغانستان حکومت د خپل ملک اړتیاوې او دراتلونکي په اړه د خپل اقتصادي وضعیت په هکله د بن په کانفرانس کې گډون کونکو ته معلومات ورکړ، خو دغو اړتیا وته په پاملرنې سره د افغانستان دا غوښتنه په نړیوالو مطبوعاتو کې دومره په پراخه پیمانه انعکاس ونه مونده. افغانستان له نړیوالې ټولنې نه ترکال ٢٠٢٥ کاله پوري د لسو ملیاردو ډالرو غوښتنه وکړه ترڅو دغه ملک خپلې امنیتي، اقتصادي او پرمختیايي اړتیاوې ورباندې پوره کړي. ددې په څنگ کې حامد کرزي په حکومت کې د مهمو بدلونونو غوښتونکی شو چې وکولی شي د ٢٠٣٠ کاله پوري افغانستان په بشپړ ډول په خپلو چارو کې پرځان متکي شي.

واشنگټن پوسټ لیکي اوس خبره دا ده چې تر ٢٠٢٥ کال پورې ایا امریکا او متحدین یې حاضر دي چې د هیواد ٨٠ په سلو کې اړتیاوې چې ١۴٠ ملیارده ډالر کیږي پوره کړي.

له بل پلوه افغانستان د جګړې تر ختمیدلو پوري ډیرو پیسو ته اړتیا لري مگردا چې پاکستان وغواړي چې د یاغیانو ورتگ دغه هیواد ته په ډپه ودروي. که چیرته دغه مرستې د افغانستان سره ونه شي نو کیدای شي چې د افغانستان جگړه وبایلودل شي او حالات خراب شي.

ورځپاڼه لیکي نو ځکه هم دا یې وخت دی چې پردغو مسایلو په پراخه توگه بحث وشي چې امریکا څومره د افغانستان په اړه ونډه اخیستی شي. امریکایان یواځې خبرې او تشې وعدې د اوباما له ادارې نه نشي زغملی.

اوس که امریکا واقعا غواړي چې د افغانستان سره د واقعي مرستو ژمنه وکړي نو اوس یې وخت دی چې ووايی مونږ تر ٢٠٢٥ پورې پوره ونډه اخلو. که نه نو مونږ باید په شریفانه توگه ووایو چې نه شو کولی او عواقب یې ٣٠ ملیونو افغانانو ته په څرگنده توګه ووایو.

XS
SM
MD
LG