د لاس رسي وړ اتصالات

لاس انجلس ټایمز: آیا امریکا په افغانستان کې بریالۍ ده؟


لاس انجلس ټایمز: آیا امریکا په افغانستان کې بریالۍ ده؟
لاس انجلس ټایمز: آیا امریکا په افغانستان کې بریالۍ ده؟

د لاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه نن د پنجشنبې په ورځ لېکی چې ایا امریکا په افغانستان کې کامېابه ده ا و که نه ؟ ورځپاڼه په ځواب کې وايي چې دا په دې پوري اړه لري چې تاسي له چانه پوښتنه کوئ.ورځپاڼه زیاتوي دا پوښتنه چې په افغانستان کی برېالېتوب څنگه اندازه کړو یا وسنجوو ډېره مهمه او بنیادی پوښتنه ده. که څه هم په ځواب کې ډېرتوافق نشته دی.

لاس انجلس ټایمز لیکي چې د جنورۍ په نیمایي کې د افغانستان د حالاتو په برخه کې د ملي استخباراتو ېوه ارزونه خپره شوه . دغه ارزونه ېوه محرمه ارزونه وه او د امرېکا د استخباراتو لس دولس ادارو پرې کار کړی و او خپل تحلیلونه ېې وړاندي کړی وو.

د ټاېمز ورځپاڼې چې ددغو تحلېلونو ځینی برخې ېې ترلاسه کړی وې لېکلي چې په دغه رپوټ کې خبرداری ورکړ شوی چې هغه گټې چې د امریکایې عسکرو دزېاتوالي له امله په افغانستان کې په لاس راغلي دي هغه د درې عواملو له امله له ستونزو سره مخ او زېانمنې شوېدی.

اول: علت دادی چې په افغانستان کې اداری فساد په پراخه توگه خپورشویدی

دوېم : حکومت ډېر بې کفایته دی

درېم : علت ېې د طالبانو د جنگیالیو برېدونه دي چې له گاونډي پاکستان نه عملېات کوي

لاس انجلس ټاېمز لېکي هغه اداري چې نېغ په نېغه په جگړه کې لاس لري، لکه پوځ او په افغانستان کې د امرېکا سفارت، هغوي ددغه رپوټ په وړاندې د خپلې نارضایتۍ دلاېل ولېکل. دا شخړه په افغانستان کې دامریکا د پالېسېو په برخه کې ېوه روانه مبارزه څرگندوي چې د برېالېتوب تصور او کچه په څه باندی اندازه کړی شي.

ورځپاڼه زېاتوي چې تحلېل کوونکي د خپلو دلایلو د ملاتړ لپاره له شمیرو او پرتلو څخه کار اخلي، ځکه چې شمېرې په قوت او چټکۍ سره مسایل روښانه کوي، خو په دې هم هروخت موافقه نه کېږي.

دمثال په توګه دتیرکال په اوړي کې په کابل کې دناټو قوماندانۍ وویل چې د 2006 م کال نه را وروسته دا لومړۍ ځل دی چې دتیرکال په پرتله د طالبانو بریدونه کم وو.

خو ملگرو ملتونو او دبشري حقوقو نورو ادارو رپوټ ورکړ چې په مرگ ژوبله او تشدد کې زېاتوالی راغلی دی او ملکیانو په دې لړکې زېاته مالی او ځانی خساره گاللی ده.

لاس انجلس ټاېمز لېکي چې د شمیر دکارولو اهمیت په دې کې دی چې څه شي شمېرل کېږي. په دې برخه کې نظامیانو هغه بریدونه شمېرلي و چې په هغو منطقو کې شوی وو چې هلته دناټو نړېوالې قواوې حضور لري. په دې کې هغه بمونه شامل وو چې چاودلي نه وو، نه هغه چې دناټوله خوانه خنثی شوی وو.

خو بشری ادارو دهغې مرگ ژوبلې جدول جوړ کړی و چې ملکیانو ته ېې خساره ور اړولی وه. په دې لړکې هغوي ددې پروا نه وه کړې چې دا خساره چا ور اړولې وه.

په دې کې هغه مرگ ژوبله هم شامله وه چې د برمته کوونو او دملېشو له ډزو نه رامنځ ته شوی وه. ملېشې د امرېکا د پوځ له خوانه په وسله ددې لپاره سنبال شويدي چی له طآلبانو سره جگړه وکړي.

لاس انجلس ټاېمز لیکي بله مسله د خطر په برخه کې د نظر او تصور مسله ده. مثلا تیرکال په کابل کې د افراطیانو له خوانه له ېوه برج نه دامرېکا پرسفارت د راکټ لانچر ډزې وشوې او په کابل کې د امریکا سفارت شل ساعته بند و. دا پېښه دخارجي چارواکو له نظره ښايي دېوه برېد دېوې پېښی په نظر ثبت شي ، خو د کابل اوسېدونکي ورته په دې نظر گوری چې ددوي ښار خوندی اومصون ندی او د ترهگرو چې هر څه زړه وغواړی هغه کولی شی.

هغه گټې چې په جګړه ځپلو سیمو کې لاسته راغلي دي دهغوي ادامه بله ستونزه ده. ځکه چې په کافې اندازه روزل شوي عسکر او پولیس نشته چې هغه گټې او ا منېت تامېن کړی.

د جگړی نور قېمتونه هم شته دی چې خلکو گاللی دي. په دې لړکې د خلکو ځمکو باغونو او د اوبو لگولو نظام ته تاوانونه رسېدلي دي. د کافې امنیتي قواو د نشتوالي له امله په ځینو سېموکې طالبان بیرته هغو سېمو ته ورغلي دي.

لاس انجلس ټاېمز په پاې کې ليکي چې د دې پوښتنی ځواب چې په افغانستان کې کامېابی څه ده ، مختلف تحلیلونه او ځوابونه لرلی شي خو داوباما اداره دا حق لري چې دملی امنېت دمسایلو په برخه کې دغه راز ارزیاَبېو له منځه چې له ېوبل سره مقابله کوي ډېره واضحه ارزېابی او تصور ولري.

XS
SM
MD
LG