د لاس رسي وړ اتصالات

ګارډین: کرزی د پاکستانیانو سره د خبرو پر وخت په غوصه سو


ګارډین: کرزی د پاکستانیانو سره د خبرو پر وخت په غوصه سو

ګارډین: کرزی د پاکستانیانو سره د خبرو پر وخت په غوصه سو

دټاېمز مجله په خپلې نوې گڼه کې لیکي چې له طالابانو سره خبري کول، حتمي دي خو مهمه دا ده چې دمذاکراتو په مجلس کې څوک د چا سره کښیني؟ دبریتانېې دگارډېن ورځپاڼه ليکي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له مشرانو سره مخامخ سپیني خبري کوي.

دافغانستان ولسمشر حامد کرزی د اسلام اباد په دې سفر کې خپل خپگان او خواشینی دهغه هېواد په برخه کې څرگنده کړه چې دی ېې په دی تورنوی چې طالبانو ته پناه ورکوي.

دبرتانېې دگارډېن ورځپاڼه لېکي چې دافغانستان ولسمشر حآمدکرزي د پاکستان له مشرانو سره مخامخ سپېنی خبری کوي.

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي داسلام اباد په دې سفر کې خپل خپگان او خواشینی دهغه هېواد په برخه کې څرگنده کړه چې دی ېې په دی تورنوی چې طالبانو ته پناه ورکوي.

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته په خپل سفر کې د پاکستان له مشرانو سره سپینې اومخامخ خبري وکړلې . گارډین لیکي چې د ښاغلي کرزي خپگان اوخواشیني د پاکستان په وړاندې چې ده طالابانوته د خوندي ځای په برابرولو تورن کړېدی زېاته شویده.

گارډین ليکي چې د ښاغلي کرزي د خبرو لحن دومره شدید شو چې د پاکستان صدراعظم ېوسف رضا گیلانی په دې کې مداخله وکړله اود دواړو هېوادونو داستاځیو د مجلس بهېر یې په ټپه ودراوه . گارډین لیکي چې دا خبره د دواړو خواو چارواکو تائید کړیده. په مجلس کې له وقفې نه وروسته ددواړو خو د جگپوړه چارواکېو ترمنځ واړه مجلسونه د دغه دوه ورځنی کنفرانس په اوله ورځ داېر شول.

گارډېن لیکي چې د افغانستان ولسمشر له ډېر پخوانه دا غوښتنه کړیده چې پاکستان دي د طالبانو مشران، دهغوي د مشر ملاعمر په ګډون د مذکراتو مېز ته راولي.

دپنجشنبی په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ مجلس دملکیانو اوېو څو نظامیانو ترمنځ وشو اوتقریبا درې ساعته یې دوام وکړ. په دې کې د پاکستان صدراعظم، خارجه وزېره، او دپوځ لوی درستېز او د استخباراتو رئېس شامل وو.

دخبرو په ترڅ کې ښاغلی کرزي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزېرې حناربانی کهر نه وپوښتل چې ته به دیته لېواله واوسی چې نجونی ښوونځیو او پوهنتون ته له تللونه په پاکستان کې ا ېساری کړی ؟ طالبانو کله چې د 1990 په لسیزه کې ېې پر افغانستان حکومت کاوه د نجونو ښوونه اوروزنه یې بنده کړې وه او ښځې ېې کارونو ته نه پرېښودلې.

گارډېن په مجلس کې دېوه شامل سړي له قوله لیکی چې دافغانستان ولسمشر ښاغلی کرزی په زېږه لهجه غوښتنه وکړله چې پاکستان دې طالبان دمذاکراتو مېز ته په همدغه وخت کې چې دی د دې هېواد په سفر بوخت دی حاضر کړي. دغې منبع وویل چې د پاکستان مشران دافغان مشر په دې نیغ په نېغه غوښتنه ارېان سول .

گارډین لیکي چې د سولې دغه تازه بهیر د امېد یوازېنۍ لاره ده چې دېوې لسېزې جگړه اوشخړه به ختمه کړي خو دا په پرېکنده ډول په دې پوري اړه لري چې ایا پاکستان اوافغانستان به وکولی شي چې په دې برخه کې له ېوبل سره همکاری وکړي اوکه نه.

گارډېن لیکي چې ښاغلی کرزی ډېر په غوسه او خواشینی دی او داسي احساس کوي چې د ده حکومت د سولې په خبرو کې حاشیوي نقش لري. افغان مشرداسي فکر کوي چې د سولې بهېر د امریکا او پاکستان له خوا نه کنترول کېږی. که څه هم دواړو هېوادونو دا څو څو ځلې ویلي دي چې دوی دافغانانو په مشرتابه د سولی بهیر غواړي.

گارډېن لیکي چې د ښاغلي کرزی له سفر نه مخکي په پاکستان کې دافغانستان سفیر عمر داودزي د پاکستان ېوې ورځپاڼی ته ووېل چې ولسمشر کرزی له پاکستان نه دا توقع لري چی له طالابانو سره د اړیکو اوخبرو په برخه کې اسانتیاوې پېدا کړی.

خو پاکستان وايی چې دوی به د کابل دسولې په هڅو کې مرسته وکړی خو دا یې هېڅکله هم ندی وېلي چې دوی څه کولی شی. پاکستان داهم وايی چې داڅرگنده نده چې ښاغلی کرزی څه غواړي. گارډین لېکي چې د پاکستان خارجه وزېرې حناربانی کهر خارجي مطبوعاتوته وویل چې پکارده تاسي موږته دا څرگنده کړئ چې تاسی څه غواړئ. موږ دې ته ضرورت لرو چې د ېو بل په نیت باندي ښه پوه شو. " هغې زېاته کړله چې موږ به د سولې او پخلاینی د بهیر په لوري دهڅو مخه ونه نیسو. "

گارډېن په پای کې لیکي چې حنارباني کهر دافغانستان او پاکستان ترمنځ مجلس سخت او جدي وباله . خو هغې نور تفصیلات ورنکړل. هغې وویل چې ملاعمر له موږ سره نشته دی چې مجلس ته ېې راولو. دا د پاکستان په برخه کې خوشي او جنون امېزه تصوردی.

دټاېمز مجله په خپله نوی گڼه کې لېکی چې له طالابانو سره خبری کول، حتمی دی خو مهمه داده چې دمذاکراتو په مجلس کې څوک او څوک سره کېنی ؟

دټایم مجله لیکي چې ښاغلی کرزی د وال ستریت ژورنال خپرونی ته ویلي دی چې ده په دری اړخېزو خبرو کې ېعنی امرېکا او طآلبانوسره په خبرو کې برخه اخېستی ده، دا د ارېانتیا خبره نده. امریکا وېلي دی چې په راتلونکو دوه کلونو کې به دوی په افغانستان کې لس کلنه جگړه پاې ته ورسوي اوطالبانو ماتی نده خوړلی.

پوښتنه دا ده چې د سولې او پخلاینی شرایط به څه وي او دخبرو اترو په جرگه کې به څو ک ناست وي. امریکا ېو وخت په دې ټینگار کاوه چې طالبان دي وسله کېږدی او د افغانستان اساسي قانون چې ښاغلی کرزی ېې قدرت ته ورساوه ومنی.

دا شراېط له طالبانو سره د خبرولپاره مخکینی شراېط وو. ټاېمز لیکی چې او س ښاغلی کرزی غواړی دا خبره یقینی کړی چې دی دغربی قوتونو او طآلبانو ترمنځ حاشیوی نقش ونلري.

مجله لیکی که چیری طالبان د ښاغلي کرزی شمول په خبرو کې وهم منی خو دافغانستان د اساسي قانون په منلو کې غټ شک پاتی کېږی، ځکه دا اساسی قانون پرافغانستان له یرغل نه وروسته دغربی حکومتونو تر څارنی اوسرپرستی لاندی جوړ شوی و.

له بل پلوه په دې تحریک کې دننه ېوشمېر غړی له مذکراتو سره مخالفت لري هغوی فکر کوی چې وخت ددوی پرخوا دی او ډیری ېې داسی فکرکوی چې دوی داجگړه گټي.

ټایمز لیکي چې پاکستان پر طالبانو ډېر زیات اثر اورسوخ لري او ثبوت ېې دا دی چې د طالبانو هغه مشرېې ونیو چې له ښاغلی کرزی سره په خپل سر خبري کولی. نوکه چېرې پاکستان ددې خبرو ېوغړی نه وی دی خبرو ته به اجازه ورنکړی. ښاغلی کرزی هم خپله لاره خلاصه پرېښی وه او پروسږکال ېې وېلی وو چې له طآلابانو سره نوری خبری نه کوی او ېوازې له پاکستان سره به خبری وکړی. له همدی امله هغه د پنجشبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړ . خودا لا معلومه نده چې پاکستان په دې برخه کې رضایت څرگند کړیدی او که نه.

XS
SM
MD
LG