د لاس رسي وړ اتصالات

ټایمز: ټول امریکایان غواړي چې په افغانستان کې جګړه بنده شي


ټایمز: ټول امریکایان غواړي چې په افغانستان کې جګړه بنده شي
ټایمز: ټول امریکایان غواړي چې په افغانستان کې جګړه بنده شي

"دپای پیل" ترعنوان لاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یومطلب خپور کړی دی. ورځپاڼه لیکي، ټول امریکایان دې ته لیواله دي چې په افغانستان کې نوره جگړه بنده شي. د امریکا د دفاع د وزیر لیان پانیتا له دې اعلان نه چې امریکایي پوځیان به په افغانستان کې د ٢٠١٣ کال په نیمایي کې له محاربوي نقش نه یو گام په شا شي، هرکلی شوی دی.

نیویارک ټایمز لیکلي دي چې د امریکا ددفاع وزارت غواړي امنیتي مسئولیتونه د افغانستان امنیتی قواوو ته انتقال شي او ترهغه وخته پورې چې امریکایان په دې هیواد کې حضور ولري، په دې وخت کې دافغان پوځونو سره د پلان جوړولو، حمل او نقل، استخباراتو او د بحران نه د ملک په وتلو کې مرستې وکړي. دا کار هم دا اوس په هغو سیموکې جریان لري چې دومره زیات نارامه نه دي. اوس چې امریکا او ناټو دا په نظر کې لري چې د ٢٠١۴ کال تر پایه پوري خپلې ټولې قواوې له افغانستان نه و باسي، په دې صورت کې افغانانو ته ښايي چې خپل مسولیتونه په خپل لاس کې واخلي.

نیویارک ټایمز لیکي د دې لپاره چې امریکا په خپله تګلاره کې پرمختگ وکړي نو دغه ملک ته ښايي چې د افغانستان د پوځ او پولیسو په پیاوړتیا او د محلي حکومتونو په اغیزمن توب کار وکړي. خو داسي ښکاري چې په دې هکله تراوسه پوري یوه دقیقه پلان جوړونه نه ده شوې ترڅو د انتقال پروسه سمه سرته ورسیږي.

ورځپاڼه د افغانستان په هکله د اوباما په اجرائات ولیکي چې ده دافغانستان د امنیتی قوتونو د پیاوړتیا لپاره منابع په کار اچولي او د طالبانو د تضعیف لپاره یې ٥٠ زره نور عسکر افغانستان ته واستول، د استخباراتي فعالیتونو په لړ کې یې اسامه بن لادن وواژه اوهمدارنگه د طالبانو او القاعده یو شمیر مشران یې له منځه یووړل. طالبان په دې وختونو کې دې ته چمتو شوي دي چې د سولې خبرولپاره لیوالتیا وښيي.

نیویارک ټایمز لیکي دا چې ایا دغه پرمختگونه دوام پیدا کولی شي یا نه تراوسه پورې په دې برخه کې څه نه شی ویل کیدلی. خو یوه خبره چې باید ورته زیاته پاملرنه وشی هغه داده، ددې لپاره چې افغانستان د امریکایانو له وتلو نه وروسته له منځه ونه چوي، ډیر کار ته اړتیا شته ده.

ورځپاڼه لیکي چې د حکومت په برخه کې په افغانستان کې یولړکارونه شوي دي خو د خلکود بی سوادۍ او د فساد د شته والي په سبب دغه خوځښت کافي گړندی نه دی. د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت په دې لگیا دی کار کوي چې هغه قیمتی ډالر چې په افغانستان لگیږي باید په ځای خرڅ شي. همدا راز په افغانستان کې باید یودرست بانکی سیستم رامنځ ته شی.

نیویارک ټایمز لیکي د افغانستان د اردو تمویل او تجهیز او همدارنگه پیاوړتیا ته پاملرنه وشي. اوس ددغه ملک دپوځ او پولیسو شمیره له دری نیم لکو نه اوړي خو د بی سوادۍ، قومیت اونوروتمایلاتو او ستونزو په سبب په ډیرو قطعاتولا تراوسه هم زیات اعتماد نه شي کیدلی.

سږکال امریکا غواړي په دې قطعاتو باند ې یوولس ملیارده ډالر ولگوي. همدارنگه ناټو او امریکا ټینگار کوي چې ددغو قطعاتو شمیره باید ٢٣٠ زروته کښته شی او وروسته کلنی لگښت یې باید له ۴ ملیاردو نه زیات نه شي.

نیویارک ټایمز لیکي د جمهوري ریاست لپاره د امریکا د جمهورغوښتونکي گوند کاندیدان په دې فکر دي چې د طالبانو سره د خبرو پرځای د دوی پر ماتولو فکر وشي. خو د پوځي چارو پوهان وايي چې اوس دا کار مقدور نه دی اوزیاتو منابعو او قواوو ته اړتیا ده او پرځای یې باید په یوه ډول سیاسی جوړجاړي باندې فکر وشي.

د ټیرا نټ، پاڼې د فبرورۍ په اتلسمه نیټه په افغانستان کې د اعتیاد، فساد او مافیا په هکله یو مطلب خپور کړی دی.

ټیرا نټ د کابل په سړې هوا کې د یو شمیرمعتادینو زړه بوگنونکي حالت ته کتنه کوي او وايي دوي د کابل په سخت ژمي کې په واورو کې پراته دي او زیات هیرویین د استعمال په سبب په ځان نه پوهیږي. دوي یواځې د سبا په تمه ژوند کوي چې څوک ورته څه پیسی ورکړي او په هغوڅه هیرویین واخلي. یو معتاد وايي هیرویین زما ټول دردونه نه غلي کوي خو کموي یې. زه واقعا ناروغه یم.

د معتادینو له جملې نه یوکس خپله کیسه داسي کوي چې دی په هیلمند کې پولیس ؤ خو په تریاکو روږدی شو. بیا ایران ته ولاړ او هلته هیروییني شو خواوس په کابل کې دی ځکه چې دلته دغه ماده په اسانه موندل کېږي.

ټیرانټ د یوې خیریه موسسې د یوه کس له خولې لیکي چې دوي هره ورځ یو یا دوه مړي پیدا کوي ځکه معتادین د دې یخې هوا طاقت نه لري. په دې څو کلنونو کې دافغان معتادینو شمیر د پام وړ په اندازه زیات شویدی او اوس ویل کیږي چې ٢٣٠ زرو ته رسیدلی وي. همدارنگه ویل کېږي چې په ملک کې د تریاکو د تولید اندازه ٦٠ په سلو کې زیاته شویده.

XS
SM
MD
LG