د لاس رسي وړ اتصالات

تایمز: طالبانو د څلورو کسانو نه سرونه پرې کړي دي


تایمز: طالبانو د څلورو کسانو نه سرونه پرې کړي دي
تایمز: طالبانو د څلورو کسانو نه سرونه پرې کړي دي

د نيويارک ټايمز ورځپانې د فبرورۍ په ٢۴ نيټه په خپل يوه ريپوټ کي د جمعې په ورځ د هلمند په ولايت کي د افغانستان د حکومت د مامورانو له قوله ريپوټ ورکړی چي طالبانو د ماښام د لمانځه پر مهال د تيري يکشنبې په ورځ څلورکسان د يوي ولسوالئ په بازار کې ونیول او ویې وژل . نیویارک ټایمز د حکومتي مامورانو له قوله وايي چي طالبانو د خلکو په مخکي دهغوي څخه سرونه پرې کړل.

په کابل کي د نيويارک ټايمز خبريالان گار راهام بولي اوشريف اله سهاک په خپل دې گډ ريپوټ کي د د هلمند والي د وياند داود احمدي له قوله وايي چې ددغو څلور کسانو سره د سيټلايټ تليفونونه موجود وو،بل کوم څه جرم يي نه و کړی.

ورځپاڼه د هلمند د ولايت د وارش ولسوالۍ د ولسوال محمد داود نورزي له قوله وايي چي دغو څلورو کسانو د افغانستان د حکومت سره هيڅ اړيکې نه درلودي بلکه د يوه ليري پراته کلي اوسيدونکي وو چي د لاسي تليفونونوکاروبار یی کاوه د مزدورۍ په خاطر بازار ته ورغلي وو.

نيویارک ټايمز وایي داسي ښکاري چې په افغانستان کي د سولي د کوښښونو د شروع کيدو سره سره، طالبانو لا خپل پخواني سخت دريځ نه دی بدل کړی. نيویارک ټايمر ليکي چي څو ورځي وروسته بيا د پکتيکا په ولايت کې ديوي سیمه ایزې راډيو چلوونکي سديم خان بهادر زوی په ډيره بی رحمانه توگه په خپل موټر کي په چاقوگانو باندي ووهل شو او ووژل شو.

ورځپاڼه د خوست د پوليسود قوماندان له قوله وايي چي د نوموړي د قتل وجه په سمه توگه نه ده څرگنده خو د طالبانو يوه وياند زبيح اله مجاهد هم ددغي بی رحمانه وژني کلکه غندنه وکړه او ویی ویل چي طالبان د ښاغلي بهادر د زوی په وژلو کي هیڅ لاس نه لري.

له بلي خوا په کابل کي د لندن د گارډين ورځپاڼي خبرياله، ايما گراهام، په خپل یوه ريپوټ کي چي نن د جمعي په ورځ په دغه ورځپاڼه کي چاپ شوی،لیکي چي سږکال په سخت ژمي کي نيم ميلون افغانان د تشدد او جنگ په وجه د خپلو کورونو نه تيښتې ته اړ شوي چې په ډيرو خرابو شرايطوکې ژوند کوي

د گارډين خبرياله وايي داسي ښکاري چي د افغانستان حکومت ددغو بی چاره او بی وزلو خلکو هيڅ مرسته نه وي کړي.

گارډين ليکي چي د ناوړو امنيتي شرايطو له امله هره ورځ په افغانستان کي تقريبا ۴٠٠ کسان په اطرافو کې د خپلو کورونو نه غټو ښارونوته ځي.

خبرياله د Fleeing War, Finding Misery په نامه د يوې بشري موسسې له قوله ليکي چې،دغه بې آثرې خلک فقط د ژوندي پاتي کيدو په تمنا دي نه ورته پاکي اوبه رسيږي، نه کومه مناسبه سرپناه لري او نه ورته د ماشومانو د تعليم او روغتيا لپاره شرايط برابر دي.

ورځپاڼه وایی چي په افغانستان کې روانه شخړه اوس مخ په خپريدو ده او ورو ورو هغو سيمو ته جنگ خپور شوی چې په تيرو څو کلونو کي په کي په نسبي توگه آرامي وه.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د فبرورۍ په نيټه٢۴ريپوټ ورکړ چې د اوباما حکومت د پاکستان سره د اړيکو دعادي کولو تکل کړي دی.

ورځپاڼه ليکي چي د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيري حنا ربانی کهر سره په لندن ملاقات وکړه اوهغي سره یی یو ځاي د ډوډۍ خوړلو نه وروسته اعلان وکړ چي مونږ پاکستان سره د اړیکو د عادي کیدو لپاره تیار يوو.

واشنگټن پوست وایی چي دد ي نه مخکي د امريکا د مرکزي استخباراتو،CIA، ريس ډيويډ پيټرس او دپاکستان د پوځي استخباراتو،ISI مشر ډگرجنرال احمد شجاع پاشاه په سري توگه ملاقات کړي ؤ. ورځپآڼه ليکي چي دواړو په خپل دغه پټ ملاقات کي د دواړو ملکونو د استخباراتو ترمنځ د همکارۍ او په قبايلي سيمو کې د امريکا د بی پيلوټه الوتکو د حملو په اړه سره په خپلو منځونو کي مشورې وکړې.

XS
SM
MD
LG