د لاس رسي وړ اتصالات

ټایمز: آیا پاکستان د تروریزم پر خلاف جګړه بایلي


ټایمز: آیا پاکستان د تروریزم پر خلاف جګړه بایلي

ټایمز: آیا پاکستان د تروریزم پر خلاف جګړه بایلي

د ټاېم اونېزه مجله د ډېسېمبر په ٣١مه لېکی چی اېا پاکستان د طالبانو په خلاف جگړه مېدان باېلي.

مجله لېکی چې د پاکستان د نظامی چارواکېو لپاره داېو ډېرو حشېانه خبرداری و چې دکرېسمېس په ورځ ېوې ښځېنه ځان مرگی د نړېوال خوراکی پروگرام ددفتر سره نېژدی په باجوړکې ځان په بم والوزاوه او ۴٧ کسان ېې له ځان سره ووژل. دنړېوال خوراک پروگرام کارونه ېې په دې توگه بند کړل. د تېرې چارشنبی په ورځ په باجوړکې بله چاودنه وشوه ؛ افراطېانو په دغه سېمه کې د ښوونځېو په بم چوونوکې سلمه بم چونه وکړله.

همدرانگه په دې مېاشت کې افراطېانو دمهمندو په قېاېلی علاقه کې د باجوړ جنوب ته ډېرې زړوری حملی وکړلی. د کرسېمېس په ماښام ١٥٠ افراطېانو په پنځو امنېتی پوستو باندی برېدونه وکړل او دپاکستان ١١ تنه ملېشه ېې ووژل. څو شپی مخکی دوه ځان مرگو په ېوه ځاېې اداری دفتر کې ځانونه په بم والوزول او د مهمندو د قبېلی ۴۴ کسان ېې ووژل، ځکه چې هغوی دطآلبانو خلاف ملېشه جوړه کړی وه. په همدغه برېد کې سل تنه نور زخمېان شول.

د ټاېم اونېزه مجله لېکی چې په دې نېژدی وختکې چې دافرآطېانو برېدونه زېات شوېدی دااندېښنی ېېرا پېدا کړیدی چې د پاکستان په قېابلې علاقوکې چې هغوی امن اعلان کړی وی ، امن مخ په خرابېدو دی. په داسی حآل کې چې د پاکستان پوځ خپل کوششونه دېوې تهاجمی حملی لپاره د پاکستان د طآلبانو خلاف دهغوی په پخوانېو سنگرونو ېعنی د سوات ددری او جنوبی وزېرستان کې ځان چمتوکوی د هېواد په نورو سمېو کې د جنجال اوشخړو منځته راتلل نشی زغملی. دغه مرگ ژوبلی او تشدد د پاکستان اوامرېکا د قواو ترمنځ اخلافات هم رابرسېره کوی. دواړه خواد سرحد په برخه کې شکاېت لری چې دافراطېانو داووښتو رااووښتو مخه نشی کېدلی. خوداسی ښکاری چې دواړه خواوې د خپلو ترجېحاتوپه پرمخبېولو باندی لگېا دی.

دډی ډبلېو نړېواله خپرونه لېکی چې افغانستان په ٢٠١٠ م کال کې ېوڅه ثبات او پرمختگ وکړ. که څه هم په راتلونکې کال کې مساېل په اسانی سره خرابېدلی شی. ناټو په راتلونکی کال کې په افغانستان کې دخروج لاری ته گوری. خو دافغانستان آېنده اټکل کېدلی نشی لکه څنگه چې پخونشوای کېدلی. په ٢٠١٠ مېلادی کال کې دافغانستان کلنی ارزېابی وښودل چې د جنگ په اوږده لسېزه کې د طآلبانو او القاعده خلاف مهم پرمختگ شوېدی. خو دافغانستان په برخه کې ماهران په دې عقېده دی چې مساېل په دغه جنگ ځپلی هېواد کې په ښه توگه ندی روان.

دجرمنی ېوماهر کانراد سکېټر چې دافغانستان او پاکستان د سېمی ماهر دی وايی رسمی نظرېه دمثال په توگه دجرمنی د حکومت نظرېه داده چې کارونه په سمه توگه او سمه لاره روان دی او ناټوپه افغاانسان کې کامېابه ده. خو که چېرې څوک له افغانانو سره خبری وکړی اوېا له هغوخلکو سره چې له افغانستان څخه راستانه شوېدی نوهغوی به تاسی ته دحالاتو ېو بل تصوېر وړاندی کړی. هغوی به درته ووايی چې دافغانستان حکومت په اداری فساد کې ډوب دی او له بل پلوه د پاکستان حکومت دېته لېوال ندی چې همکاری وکړی ځکه چې په دې ټول کال کې د دېاغېانو خلاف کومه خاصه کامېابی نده ترلاسه شوی. دافغانستان او پاکستان د چارو ماهر کانراد وایی چې ډېرافغانان دامرېکا له دې ارزونی سره هم مخالف دی چې د پرمختگ دعوه کوی. دی وايی چی دده په عقېده حکومت په تېرکال کې څه شی هم ندی سرته رسولی. دخلکو ژوند ډېر خراب شوېدی.

دامرېکا د اوږدی مودو گټو په باب په افغانستان کی ماهر کانراد ووېل چې که څه هم امرېکا دعسکرو زېاتوالی د ٢٠١٠ کال له اول نېمایی څخه ېادوی خو په افغانستان کې لا جگړه له ختمېدلونه ډېره لېری ده. دامرېکا حکومت کوشش وکړ چی معتدل طالبان په ځان رامات کړی او له هغوی سره د قدرت شرېکولو کې دناټو له وتلونه په ٢٠١۴ م کال نه وروسته فکر وکړی؛ خو دافغانستان او امرېکا دواړو حکومتونو د پاکستان د ترهگری ضد هڅو په مقابل کې ناخوښی اونارضاېتی څرگنده کړېده. په تېره په هغو قباېلی علاقوکې چې دالقاعده اوطآلبانو غړی پکی اوسېږی او له هماغه ځاې نه فعالېت کوی.

له بلو پلوه د ملگروملتونو وروستی رپوټ څرگندوی چې په افغانستان کې دملکېانو تلفات زېات شوېدی. دواشنگټن پوست ورځپاڼی د ملگرو ملتونو درپوټ په هلکه لېکلی وو چې په جگړه کې د هغو ملکېانو شمېر چې ېا زخمی شوېدی او ېا وژل شوېدی، دکال په اولو لسو مېاشتو کې تقرېبا په سلو کې شل زېات شوېدی. دا شمېر د تېرکال ده همدغه وخت سره پرتله شوېدی. واشنگټن پوست دغه رپوټ دملگرو ملتونو له هغه رپو ټ نه اخېستی دی چی په دې اونی کې خپور شوېدی.

افغانستان ته دملگرو ملتونو استاځي ستېفن دي مستورا ووېل چې دغی نړېوالی موسسی خپل تازه رپوټ چې دکاله په هره څلورمه کې ېې خپروی، نشر کړېدی او وايی چې ددې توقع شته ده چې په راتلونکېو مېاشتو کې به طالبان ېو لړ غټ برېدونه وکاندی. هغه ووېل " مخکی له دېنه چې وض‍ع شی ، ښايي ډېره بده شی. "

په رپوټ کې وېل شوی وو چې هغه شمېر ملکېان چې زخمېتوب ېا مرگ ېې ېاغېانو ته منسوب کېدلی شی دهغو په شمېر کې ٢٥ فېصده زېاتوالی راغلی دی. دا شمېر هم د کال داولو لسو مېاشتو په اېساب سنجول شوېدی. رپوټ وايی چې ېاغېان د کال په دغه موده کې د 4,738 کسانو د زخمی کولو مسوولېت لری. په داسی حآل کې چې 742 کسان د افغانستان او نړېوالو قواو له خوانه ېا وژل شوېدی او ېا زخمی شوېدی. داپه مجمعوی ډول ١٨ فېصده کموالی څرگندوی.

خپرونه په پاې کې لېکی چې په ټولېزډول د خوشبېنی لپاره ډېر کم دلاېل موجود دی. ځکه چې د ٢٠١٠ مېلادی کال د جولای په مېاشت کې وېکی لېکس دامرېکا ٩١ زره رسمی اومحرم اسنا دخپاره کړل اوپه هغوی کې دافغانستان ډېرکم خوشبېنانه تصور وړاندی شوېدی نظر هغه تصور ته چې دافغانستان اوامرېکا حکومتونو په عامه توگه وړاندی کړېدی.

XS
SM
MD
LG