د لاس رسي وړ اتصالات

امرالله صالح: د طالبانو سره د سولې خبرې به د فاجعې سبب شي.


امرالله صالح: د طالبانو سره د سولې خبرې به د فاجعې سبب شي.

امرالله صالح: د طالبانو سره د سولې خبرې به د فاجعې سبب شي.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه د جمعی په ورځ د ډېسېبر په لسمه لېکی چې دافغانستان د استخباراتو پخواني رئېېس د پنجشنبی په ورځ ووېل چې له طالبانو سره به د سولی خبری د ېوې فاجعې سبب شی. امرالله صالح پرپاکستان هم تور ولگاوه چې صادقانه همکاری نه کوی او د طالبانو ملاتړ کوي.

امرالله صالح چی د ٢٠٠۴ مېلادی کال راهېسی ېې تر تېرکال پورې د افغانستان د استخباراتو رېاست په غاړه و په کنفرانس کې ېې ووېل چې له طالبانو سره د سولی مهمه لاره داده چې دهغوی ملاتړ په پاکستان کې ختم شی ، بی وسلی شی او مخکی له دېنه چې دېوې عادی سېاسی ډلی په توگه د کار اوفعالېت اجازه ورکړل شی، دغه ډله گډه وډه کړی شی.

امرالله صالح ووېل چې ، پکارده دهغوی دنقل اوحرکت قابلېت سلب شی، بی وسلی شی ، دهغوی مرکزي دفترونه د پاکستان د استخباراتو د زېرزمېنېونه را واېستل شی. طآلبان دېته اړکړی شی چې د ددېموکراسی د کړنلاری سره سم عمل وکړی. هغه اټکل وکړ چې دا گوند به بالاخره دافغانستان په څېر هېواد کې چې هلته قانون حاکمېت لري نه ټوپک ناکامېږي... د بېرولو او تهدېد قانون به نه چلېږي. داستخباراتو پخونی رئېس امرالله صالح ووېل پکارده چې امرېکا پاکستان ته ېوه وروستی نېټه او مهلت چې هغه د ٢٠١١ مېلادی کال د جولای مېاشت وي، ورکړی او ورته ووايي چې د خپلو سرحداتوپه اوږدو کې جگپوړه طآلبان تعقېب کړی. پکارده چې پاکستان تهدېد شی چې که داکار ونکړی نو دامرېکا عسکر به ور ولېږل شی چې داکار سرته ورسوي.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چی امرالله صالح دتېرکال د جون په مېاشت کې له داستخباراتو له رېاست نه استعفې وکړله.

هغه دواشنگټن په نېشنل پرېس کلب کې خپلو اورېدونکېوته خبرداری ورکړ چې که دامسله ناکامه شی چې د پاکستان ملاتړ له طالبانونه لېری نکړی شی نو طالبان به ېوازې په دې تظاهر وکړی چې دوی سوله کوی. خوکله چې د نآټو قواوی له افغانستان څخه ووزی نو هغوی به ېرته قدرت ونېسی.

ورځپاڼه لېکی چی دهغه تبصری دافغانستان د سېاسی ټولنی په لوړه سطحه کې، په دې مسله چې له طآلبانو سره سوله وشی او که جگړی ته ادامه ورکړل شی، غټ اختلافات څرگندوی. د پاکستان په برخه کې دهغه انتقادونه هم د افغاانستان په جگپوړه چارواکېو کې هغه پراخه شک او شبهې څرگندوی چې دوی فکر کوی ددوی گاونډی هېواد افراطېانو ته اجازه ورکوی چې په افغانستان کې دننه پرمختگ وکړی. دامرېکا چارواکېو وېلی دي چې دغه راز ېوه روغه جوړه په افغانستان کې دناټو اوامرېکا د قواو دکمولو لپاره مهمه ده چې د ٢٠٠١ مېلادی کال په جولای کې پېل شی او بالاخره په ٢٠١۴ مېلادی کال کې پاېته ورسېږی. امرالله صالح ووېل چې دامرېکا د عسکرو زېاتوالي سږکال په افغانستان کې موقتی اغېزه لرله او ېوشمېر سېمی ېې خوندی کړېدی. خو په دې کې ناکامې شوېدی چی بنېادی گامونه اوچت کړی. هغه ووېل چی د طالبانو مشران نه نېول شوېدی او نه وژل شوېدی. القاعده ته هم شکست ندی ورکړل شوی. هغه زېاته کړله چې په اوسنی ستراتېژی کې تراوسه پورې داعقېده موجوده ده چې پاکستان صداقت کوی. ېالږ تر لږه ٥٠ فېصده صادق دی. هغه اټکل وکړ چې پاکستان به د طالبانو او نورو لاسپوڅو ملاتړ ته دوام ورکړی چی په افغانستان کې خپل نفوذ ته دوام ورکړی.

امرالله صالح مخکی تر دې چې دافغانستان د استخباراتو رئېس شی دافغانستا ن د شمالی داېتلاف په ډله کې ېې کارکاوه اودامرېکا له ېرغل نه مخکی ېې له طالبانو سره جگړه کوله. واشنگټن پوست لېکی چې ددغی ډلی ډېر خلکو خبرداری ورکړېدی چې که کرزی له طالبانو سره روغه جوړه وکړی نو په افغانتسان کی به بل کورنی جنگ پېل شی. امرالله صالح پر پخوانی حکومت باندی بې له دېنه چې د ښاغلی کرزی نوم واخلی انتقاد وکړ او وېل چی سېاسی کابل له نور هېواد سره اړېکی نه درلودلی او زېاتره وخت به په عام توگه له ناټو سره په اختلاف او نظرېاتی تضاد اخته و. ورځپاڼه په پاې کې لېکی هغه څو تنه پاکستانېان چې هلته ناست وو هغوی د امرالله صالح په خبرو ناخوښه ښکارېدل.

ېوه پاکستان چارواکی له دې خبرونه وروسته امرالله صالح ته ووېل چی اېاد ی په دې حقېقت خبرد ی او درناوی ېې کوی چې د پاکستان داستخباراتو 550 تنه غړي له ٢٠٠١ مېلادی راهېسی د ترهگرو خلاف جگړه کې وژل شوېدی. صالح داخبره ومنله خو وې وېل چی د پاکستان اوافغانستان ترمنځ زېاتی همکاری ته ضرورت دی. خوهغه په خپله ادعا ټېنگ ولاړ و چې پاکستان د طآلبانو ملاتړ کوی.

XS
SM
MD
LG