د لاس رسي وړ اتصالات

رولینګ سټون مجلې بل آمریکايي جنرال ته جنجال جوړ کړی


رولینګ سټون مجلې بل آمریکايي جنرال ته جنجال جوړ کړی

رولینګ سټون مجلې بل آمریکايي جنرال ته جنجال جوړ کړی

دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه د پنجشنبی په ورځ، د فبروری په 24 مه نېټه لېکی چې دامرېکا پوځ د روحي عملېاتو په باب تحقېقات کوي چې هسی نه له دغه کار نه په افغانستان کی ناوړه گټه اخېستل شوې وي.

دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه د پنجشنبی په ورځ لېکی چې دامرېکا پوځ د روحی عملېاتو په باب تحقېقات کوی چې هسی نه له دغه کار نه، په افغانستان کی ناوړه گټه اخېستل شوی وي. په افغانستان کې دامرکېا جگپوړه جنرال ډېوېډ پېټرېېس غوښتنه کړېده چی د رالنگ سټون د مقالی په برخه کې دې تحقېقات وشی. په دغه مقاله کې لېکل شوېدی چی دامرېکا ېوه جنرال په افغانستان کې پرعسکرو چې په روحی عملېاتو کی روزل شوی وو فشار راوست چی دامرېکا د پارلېمان غړي دېته وهڅوي چې نور مالی امکانات او ملاتړ د جگړی لپاره برابر کړی.

لاسس انجلس ټاېمز لېکی چی جنرال ډېوېډ پېټرېېس د پنجشنبی په ورځ دهغو ادعاگانو په برخه کې د تحقېق کولو غوښتنه وکړله چې د پوځ ېوه جنرال خپل پرسونل ته چې په روحی عملېاتو کې روزل شوی و، امر کړ ی و چې دامرېکا د پارلېمان ېوشمېر غړېو سره ملاقات وکړی او هغوی دېته وهڅوی چې نورې مالی مرستی او ملاتړ ورته برابر کاندی.

درالنگ سټون مجلی رپوټ ورکړېدی چې ډگر جنرال وېلېم بی کلاډوېل په افغانستان کې د افغانستان دقواودوروزنی مسول په خپلو هغو عسکر و چې په روحی عملېاتو کې ماهران دی زور اچولی و چې هغه سناتوران او معتبر خلک چې هلته د ملاقاتونو لپاره ورځی پرهغوی باندی داغېزو لپاره له خپل مسلکی مهارت نه کار واخلی. " که څه هم داکار د فېدرالی حکومت له قانون نه خلاف دی" په دغو سناتورانو کې چی هغوی ورسره کتلی دی سناتور جان مکېن، جو لېبر من او پخپله د امرېکا د لوېو درستېزانو د کومېټی رئېس د سمندری قواو ستر جنرال ماېک مولېن هم شامل دی.

دمقالی لېکوال ماېکل هاسټنگ چې د جنرال ستانلي مکرېستل په باب ېې د تېرکال د جون مقاله ددې سبب شوله چې هغه په افغانستان کې له خپلی وظېفې نه استعفې وکړي. ماېکل هاسټنگ د ډگرمن ماېکل هومز دکابل د کمپ اېگرز د معلوماتو د عملېاتو قوماندان، په حواله لېکی چې جنرال کالډوېل ددوی رئېس ترېنه پوښتنه وکړله چې دده ېونېټ څنگه په مخفې ډول دامرېکا د کانگرېس پر غړېو نفوذ کولې شی پرته له دېنه چې هغوی په دې پوه شی." موږ څنگه کولی شو چې داکسان نور عسکر راکړی ؟ د رالنگ سټو مقاله دکالډوېل د ېوه مامور له قوله لېکی چی هغه ووېل " موږ ددوی په مغزو کې څه شی ور واچوو؟

د ماېکل هاسټنگ ددې مقالی عنوان دی " ېو بل جنرال چې وظېفه ېې پرېښودله" په دې توگه هغه خپلې هغی مقالی ته اشاره کړېده چې په هغې کې جنرال د خپلو ملکی مشرانو خلاف تمسخر او دخندا وړ خبری کړی وی. په دې کسانو کې افغانستان ته دامرېکا پخوانی استاځې رېچرد هولبروک او په افغانستان کې دامرېکا اوسنی سفېر هم شامل و . دهماغی مقالی له امله تحقېقات وشو ل او جمهوررئېس براک اوباما په زغرده د پوځ دغه جنرال له خپلې وظېفې نه لېری کړ.

د لاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې د پنټاگان نطاق ډگرمن ډېف لاپن ووېل چې د رالنگ سټون د مقالی وروستی معلومات به وکتل شی چې کوم اقدامات شوېدی ، اېا هغه نامناسب وو او که غېر قانونی وو. د پنټاگان نطاق ووېل دی تراوسه پورې په دې نپوهېږی چی څوک به تحقېقات وکړی.

لاس انجلس ټاېمز لېکی د جنرال کالډوېل د روحی عملېاتو له خوانه ېو په نښه شوی سناتور د وسله والو خدماتو دکومېټی مشر کار ل لېوېن و. هغه د پنجشنبی په ورځ ووېل دی په دې ډاډه دی چې د پوځ سلسله مراتب به ددغو ادعاگانو په برخه کې تحقېقات وکړی چې اېا له دغو روحی عملېاتونه په افغانستان کې ناوړه گټه اخېستل شوېده او که نه.

XS
SM
MD
LG