د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیه: جرمني او ایټالیا د افغانستان په ملاتړ کې ناکامه شول


بریتانیه: جرمني او ایټالیا د افغانستان په ملاتړ کې ناکامه شول

بریتانیه: جرمني او ایټالیا د افغانستان په ملاتړ کې ناکامه شول

د THE TELEGRAPH ورځپانه د برتانېې ددفاع وزېر لېم فاکس له قوله لېکی چې جرمنی او اېتالېا په دې کې ناکام شول چې په افغانستان کې ملاتړ وکړی.

ورځپاڼه لېکی چې ددفاع وزېر لېم فاکس پراوروپايی هېوادونو باندی تور ولگاوه چې نه پېسی برابروی ، نه عسکر اوېاوساېل چې د هېلېکوپټرونو دتاوانی شوی قوې سره مرسته وکړی. داتبصری هغه وخت وشولی چې ډاکټرفاکس دا څرگنده کړله چې د برتانېې او فرانسی په ابتکار باندی دوی فېصله وکړله چې 60 ملېونه ېورو راټولی کاندی چې دهغو عسکرو لپاره چې په افغانستان کې جگړه کوی د لسو هلېکوپټرونو ېوه جوپه برابره کړی. په دې برخه کې تراوسه پورې ېوازې اته ملېونه ېورو راټولی شوېدی او درې هېلپکوپټرونه . په دې کې د برتانېې له خوانه اته ملېونه ېورو ورکړل شوي دی او د فرانسی له خوانه پنځه ملېونه ېورو ورکړل شوېدی.

د برتاېې ددفاع وزېر لېم فاکس وايی چی داوروپا ېو شمېر ډېر بډای هېوادونه په دې کی ناکام شول چې دغی پروژی ته خپله برخه پېسی برابری کړی . په دې برخه کې هغه د جرمنی او اېتالېا نومونه ذکر کړل. په داسی حال کې چې ډېرو کوچېنو هېوادونو لکه ناروی ، ډنمارک په دغه پروژه کې د خپلې ونډی کار سرته رسولی دی.

د ټېلېگراف ورځپاڼه لېکی تمه ده چی دهغه تبصری به د برتانېې او جرمنی اړېکی ترېنگلی کړی. جرمنی په دې وروستېو کې خپلې قواوی منظمی کړېدی او اصلاحات ېې پکی راوستی دی. ځکه پر جرمنی ډېر انتقادونه وشول چې په افغانستان کې په دې کې ناکام شو چې خپله برخه مسوولېت اداکاندی. که څه هم جرمنی په افغانستان کې 5000 زره عسکر لری.

دبرتانېې ددفاع وزېر ډاکټر فاکس ووېل امکان شته دی چې اېران بل کال ته اټومی بم ته انکشاف ورکړی ؛ داخبره هم څرگنده شوېده چې د برتانېې او فرانسی جنگی بم غورزوونکی الوتکی به د اوږده واټن په تمرېنونو باندی پېل وکړی.

د ډېلی مېل ورځپاڼه هم د همدی موضوع په برخه کې لېکی چې لېم فاکس دغه دواړه هېوادونه جرمنی او اېتالېا وغندل چې د اضافې هېلېکوپټرونو د برابرولو پروژه ېې له نظره غورزولی ده.

دنورو هېلپکوپټرونو د برابرولو پر موضوع باندی د 2009 مېلادی کال داکتوبر په مېاشت کې موافقه شوی وه . خو تراوسه پورې داکار سرته ندی رسېدلی. ډېلی مېل ورځپاڼه لېکی چې هېلېکوپټرونه په افغانستان کې د ناټو دعسکرو د عملېاتو لپاره د عسکرو اووساېلو په حمل اونقل کې ډېر اهمېت لری. که داشېان د هوا له لاری انتقال شی نوپه سړکونو باندی به سفر کم شی، عسکر و به د سړکی دغاړی دبمونو دچاودنی خطر کم شی او د سړک دغاړی د بمونو اهمېت او نور تاوان به هم کم شی.

ډاکټر فاکس ووېل داوروپا د بډاېوهېوادونو برخه نه اخېستنه دا څرگندوی چې ېوشمېر هېوادونه عسکر هم لېږی او پېسی هم برابروی اوېوشمېر ترېنه ځانونه لېری ساتی.

هغه خبرداری ورکړ چې که نړېوال شراکت مالی تموېل ، انسانی قوه او وساېل برابر نکړی نو دغه شراکت به ناکام شی.

د ډېلی مېل ورځپاڼه زېاتوی چی د برتانېې ددفاع وزېر له ډېر پخوا راهېسی په دې باندی قهرجن دی چې دناټو ېوشمېر غړی هېوادونه دېته لېوال ندی چې دخپلی برخی مسوولېت په افغانتسان کې ته اوږه ورکړی.

برتانېې په خپله په دې برخه کې 9500 عسکر او دهوایی قوی خلک افغانستان ته لېږلی دی. په دې عسکرو کې زېاته برخه په هغو سېموکې چی د جگړی له امله ډېری سختی اوتودی سېمی گڼل کېږی پراته دی. رپوټ وايی برتانوی عسکر د هېلمند په ولاېت کې چې د ېاغېانو پوخ سنگر گڼل کېږی. ځاې په ځای دی. ډېلی مېل لېکی چی جرمنی ډېر نفوس لری خو ېوازې 4 زره عسکر ېې لېږلی دی. او اېتالېا 3 زره عسکر د سولی نړېوالو قواو ته ور لېږلی دی. زېاتره په ډېرو خوندی سېموکې پراته دی.

د ډېلی مېل ورځپاڼه په پاې کې لېکی چې دبرتانېې حکومت د وېنی په اېساب هم غټ قېمت اداکړېدی. دافغانستان په دغه لس کلن نظامی مامورېت کې د برتانېې 350 عسکر وژل شوېدی ددې په مقابل کې د جرمنی 46 تنه عسکر او د اېتالېې 35 تنه عسکر تراوسه پورې په افغانستان کې وژل شوېدی.

XS
SM
MD
LG