د لاس رسي وړ اتصالات

لیون پنیتا: سي آی ای د ډرون حملې نه دروي


لیون پنیتا: سي آی ای د ډرون حملې نه دروي
لیون پنیتا: سي آی ای د ډرون حملې نه دروي

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼه خپل د اپریل د ۱۴ مې نټې په ګڼه کې د آمریکا د باندنیو چارو د وزیرې هیلري کلینټن له قوله لیکي چې په پسرلي کې په افغانستان کې د تشدد وړاندوینه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د آمریکا د باندنیو چارو وزیرې پرون د پنجشنبې په ورځ د ناټو ملګرو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې افغانستان دي دپامه نه غورځوي او دا چي راتلونکیْ پسرلیْ به په افغانستان کې ښايي تشدد ولري ځکه طالبان هڅه کوي چې بیرته هغې سیمې ونیسي چې تیرکال ناټو ځیني نیولي وې.

ورځپاڼه لیکي کلینټن دا خبري په برلین کې د ناټو په غونډه کې وکړې او وویل چې مونږ ځانونه او خپل د اړوندو ملکونو عوام باید دې ته تکړه او آماده کړو چې ښايي راتلونکی کال طالبان ویرانونکو او غټو حملو ته ملا وتړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې آمریکايي مامورینو په وار وار سره د دې وړاندوینه کړې ده چې د تیرکال په پرتله ښايي سږ کال په افغانستان کې د تشدد کچه لوړه وي ځکه یو خو د ناټو د قواوو شمیر په دغه ملک کې زیات شوی دی او بل دا چي د ناټو قواووې هڅه کوي چې د طالبانو نه د دوي قوي مرکزونه بیرته ونیسي.

ورځپاڼه لیکي چې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې درې بیلابیلې حملې وشوې چې په کښي په پکتیکا ولایت کې د ځانمرګو برید هم شامل و چې د پولیسو د روزنې یو محلي مرکز یې په نښه کړ .

خو ور ځپاڼه لیکي چې میرمن کلینټن وویل چې په افغانستان کې د خوشبینۍ دپاره هم دلایل وجود لري. هغې زیاته کړه چې د زیاتې قربانۍ او هلو ځلو وروسته زه فکر کوم چې په افغانستان کې پرمختګ تر سترګه کېږي او فرصتونه رامنځ ته کېږي خو هر څه ډیر حساس دي او هر کله بیرته معکوس کیدای شي. که چیري مونږ غواړو چې پرمختګ ادامه وموندي او وده وکړي نو باید دا ماموریت په ګډه پرمخ یوسو .

د بلي خوا د ډان ورځپاڼه د اپریل د ۱۵ مې نټې په ګڼه کې لیکي چې د سي آی ای یا د آمریکا د مرکزي استخباراتو ادارې ویلي دي چې هیڅ داسي پلان نلري چې په پاکستان کې د القاعدې او نورو افراطیانو پرضد خپل عملیات ودروي. سي آی ای دا خبره د پاکستان د مشرانو د نیوکې سره سره کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د سي آی ای ریْس لیون پنیتا استخباراتي مامورینو ته ویلي دي چې دا د هغه وظیفه ده چې پر امریکا باندې د تروریستي حملو مخنیوی وکړي. ورځپانه لیکي چې ښاغلي پنیتا د خپلو پاکستاني انډولانو سره په واضیح الفاظو کې دا وویل چې هغه د امریکا د خلګو په ژغورنه کې اساسي او بنسټیز مسولیت لري او هیڅکله به هغه عملیات ونه دروي چې د ده د مسولیت په پوره کوله کې نقش لري.

ورځپاڼه لیکي چې د سي آی ای ریْس لیون پنیتا د دوشنبې په ورځ د پاکستان د آی اس آی د مشر ډګر جنرال احمد شجاع پاشا سره د سي آی ای په عمومي مرکز کې څو ساعته خبري وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د پنیتا د خبرو وروسته سي آی ای د چارشنبې په ورځ د یوې میاشتې ځنډ وروسته بیا پر پاکستان باندي د بې پیلوټه الوتکو حملې پیل کړې.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان صدراعظم او د باندنیو چارو وزیر دواړو د بې پیلوټه الوتکو وروستۍ حملې وغندلې.

ورځپاڼه لیکي چې د چارو کارپوهان او د آمریکا پخواني استخباراتي مامورین وايي چې لږ چانس شته چې سي آی ای دي د ډرون حملې ودروي سره له دې چې په دې برخه کې به ډیرې ديپلوماتیکي جګړې وشي او حتی که د پاکستان مشران د کورني سیاست په خاطر پر دغو حملو باندي په عامه نیوکه هم وکړي نو بیا به هم دا حملې ادامه پیدا کړي

د بلي خوا د لاس انجلس ټایمس ورځپاڼه د اپریل د ۱۳ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې طالبان اوس د خپلو استخباراتي مهارتونو نه کار اخلي چې د حکومتي قواوو په منځ کې ضعیفي نقطې پیدا کړي.

ورځپاڼه لیکي چې طالبانو اوس خپلې هلې ځلې لا پراخې کړي دي چې د افغانستان په امنیتي نظام کې ورننوځي او افغان او نړیوالې قواوې ملاحظه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې طالبان د خپل بقا لپاره هڅه کوي چې د استخباراتو په جګړه کې موقع ترلاسه کړي او ددغې موقع نه ګټه پورته کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا په مشرۍ د ۲۰۰۱ کال په حمله کې د طالبانو جوړښت تر زیاته بریده پوري له منځه ولاړ او په دې ورستیو کې د طالبانو د منځني سطحې قوماندانان هم په کلکه په نښه کېږي دغه راز د پاکستان طالبان هم په خپل منځي جګړو کې را ښکیل دي، خو ورځپاڼه لیکي چې د دې وارونو برسیره د طالبانو تحریک په دې ورستیو کلونو کې د خپل پخواني مهارت نه په کار اخیستلو سره چې د قومي او کورنیزو اړیکو نه ګټه اخلي ، بیرته تحرک حاصل کړ. ورځپاڼه لیکي چې دوي د پیاده راپورچیانو نه استفاده کوي چې خپل دښمن تر نظر لاندي وساتي.

ورځپانه لیکي چې طالبان دغه معلومات راټولوي او وروسته ځانمرګي بریدونه پلان کړي.

خو ورځپاڼه لیکي چې ځیني تحلیل کونکي د طالبانو یوه کلیدي کمزورتیا په نښه کوي او هغه دا چي د دې برسیره چې د طالبانو په صفوفو کې ځوانان رابرسیره شوي دي چې د انټرنیټ، ټولنیزې میډیا او ګرځنده ټلفونو سره بلد دي، خو د طالبانو د جوړښت سیستم غیر مرکزي دی او دا کار د طالبانو دپاره یوه کمزورتیا ده چې په واحده او متحده بڼه عمل نه شي کولای.

ورځپاڼه لیکي چې یوه د اندېښنې وړ موضوع د افغانستان د ملی امنیتي قواوو په منځ کې د طالبانو ورننوتل دي.

ورځپاڼه د سي ای ای د یوه پخواني څېړونکی (ارترو مانوز) له قوله چې اوس د راند د تحقیقاتي مرکز لپاره کار کوي لیکي چې طالبانو د کورنیو او قومي اړیکو نه په استفادې سره د امنیتي قواوو په منځ کې په ننوتلو کې د پام وړ بری درلود.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د حکومت په یوه محرم ریپوټ کې چې وروسته د ویکي لیکس د ویب پاڼه له خوا افشا شو په کښي د پکتیا ولایت د یوه محلي قوماندان نه نقل قول شوی چې وايي د هغه په سیمه کې د طالبانو مشري د یوه سیمه ایز حکومتي قوماندان په لاس کې ده چې دواړو خواوو ته استخباراتي معلومات برابروي.

په بل ریپوټ کې راغلي دي چې د حقاني د شبکې یو قوماندان د ملي پولیسو د یوه ډګروال زوی و. ورځپاڼه په کابل کې د څو تحلیل کونکو له قوله لیکي چې وايي زیاتره کورنۍ خپل یو زوی په طالبانو کې چره کړي او بل په پوځ کې چې د دواړو خواوو نه خوندي وي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG